«د امنیتي تړون لاسلیک د جګړې اوږدول دي»

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۵مه، ۱۳۹۳ل): د کابل او واشنګټن تر منځ د امنیتي تړون اړوند وروسته له هغه څرګندونې بیا را تازه شوي چې په هېواد کې اوږده ټاکنیزه ناندرۍ پای ته ورسېده او دواړه نوماندان د واک پر مساوي وېش راضي شول.

تېره یکشنبه ډاکټر اشرف غني احمدزی او ډاکټر عبدالله عبدالله له نږدې درې میاشتني جنجال وروسته روغې ته ورسېدل او دواړو د واک پر مساوي وېش هوکړه وکړه، له هو کړې وروسته راپورونه خپاره شول چې د ګډ حکومت مشر به راتلونکي دوشنبه د تلې پر اوومه لوړه کوي او ورسره جوخت وویل شول چې له لوړې څلورویشت ساعته وروسته به همدا مشر له امریکا سره  امنیتي تړون لاسلیکوي.

نن په هرات کې د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا د امنیت اړوند کنفرانس ته په خبرو کې وویل چې د ګډ حکومت مشر به له لوړې څو ساعته وروسته په سه شنبه له امریکا سره تړون لاسلیک کړي.

د دې تړون اړوند په ټولیزه رسنۍ فیسبوک کې تند غبرګونونه خپاره شوي د او نږدې ټول افغانان په یوه خوله د دې تړون «نه لاسلیک» غواړي.

فیسبوکي فعال او د امنیتي تړون د لاسلیک ضد قاري سعید لیکي: «
آیا د اشرف غني تړون شرعي صبغه لري؟

په قرآنکریم کې له کفارو سره په عهد ددریدلو، او په تړون د وفا کولو لارښوونه شوې( واوفوا بالعهد) له دې څخه ثابتیږي چې له کفارو سره تړون کیدلای شي، مګر مراد کوم تړون دی ؟
د شریعت له نګاه له کفارو سره ددوستۍ تړون نه شي کیدلای،الله تعالی دسورة المائده په ۵۱ آیت کې وایي له یهودو او نصاراوو سره دوستي مه کوئ.
له دې څخه معلومه شوه چې له کفارو سره د مسلمانانو تړون به ددوستۍ تړون نه وي،نوځکه علامه کاساني وایي،چې له کفارو سره دکیدونکي عهد نه مراد…هی الصلح علی ترک القتال مؤقتا… یعني لنډمهالی اوربند دی چې دجګړې په ډګر کې دمسلمانانو منافعو ته په پام سره ترسره کیږي.
له دې څخه ښکاره شوه چې له کفارو سره مسلمانان اوربند کولای شي خو ددوستۍ تړون ورسره نه شي کولای.
د اشرف غني تړون اوربند نه بلکې ددوستۍ تړون دی،چې د اوفوا بالعهد تر حکم لاندې نه راځي او نه کومه شرعي صبغه او مورد لري دا تړون هیڅ شرعي سرچینه او مجوز نلري.»

ځينې نور بیا له ګډ حکومته د سولې په نامه غواړي چې دغه تړون لاسلیک نشي،  د داد محمد ناوک په نوم فیسبوکي فعال  لیکي: «د امنیتي تړون لاسلیک د جګړې د اوږدېدو په مانا دی، که ګډحکومت سوله غواړي طالبانوته دې دجنګ پلمه په لاس نه ورکوي.»

همدغه تن پخپل بل غبرګون کې وايي چې که د تړون تر لاسلیک وړاندې د هغو هېوادونو حالات او اخلاق مطالعه شي چې امریکا پکې دایمي اډې لري، ورته خبره لیکوال او ژورنالیست عنایت الله کاکړ کوي، نوموړی د يوې کيسې په کولو سره وايي چې له یادو تړونونو سره په کوربه هېوادونو کې اخلاقي فساد اوج ته رسېږي: «د جاپان د اوكيناوا په ټاپو كې له امريكايي اډې نه په نشه كې ډوب يوه نيمه لغړ امريكايي پوځي سهارمهال پوهنتون ته پر لاره يوه جاپانۍ پيغله را ونيوله،لومړى يې همدلته بې پته كړه، بيا يې له ځانه سره اډې ته يوړه او اتلس ساعته يې يرغمل وساتله، پرله پسې جنسي تشدد يې ورباندې وكړ، وروسته يې په مړژواندي حالت كې هيسته وغورځوله. پيغله د پوليسو له لوزې په ډير بد حالت كې وموندل شوه او بده يې لا دا چې نوموړي د جاپاني دولت د ځايي چارواكي لور هم وه.
ټول جاپانى ملت واټونو ته راووت. دا پيښه يې پر خپل ملي عفت تيرى وګڼله. له دولته يې د امريكايي پوځي د نيولو او سخت مجازات غوښتنه وكړه. جاپاني لومړي وزير د ولس غوسې ته په كتلو سره سم له لاسه د پلټنو امر وركړ. ټوله جاپانۍ دولتي ماشينرۍ پلټنو ته اړم شوه….خو پايله يې څه شوه…؟!
هيڅ…!
لومړي وزير له خپله ولسه بښنه وغوښتله او د تورن امريكايي پوځي د نيولو او مجازات په برخه كې يې خپله بيوسي په ډاګه كړه، ځكه د لومړي وزير د دفتر په وينا د دوه اړخيزه امنيتي تړون له مخې دوي نشي كولاى چې امريكايي پوځي ونيسي او مجازات يې كړي….!!!
د دوه اړخيزه امنيتي تړون له مخې د افغانانو پر نواميسو د تيري لوبې را رواني دي، آيا داسې يو تړون منئ…؟!»

د فاتح کاروان په نوم بل تن بیا د هغو فعالانو اړوند چې د تړون د لاسلیک ملاتړ کوي وايي چې هغوی اصلاً له دې نه دي خبر چې له تړون وروسته به څه کېږي؟ نوموړی وايي: «دغه تړون خیل مو چې یو څه وخت جاپان ته لیږلي وای او په هغه امریکايي اډو کې مو ورته کار پیداکړی وای په کومو کې چې امریکا له قانون نه پورته اوسي، فکر کوم په یوه یا دوه هفتو کې به يې د تړون د نوم په اوریدا  زړه بدې کاوه.»

د تړون له لاسلیک وروسته اندېښنو اړوند یو بل تن د ذبیح الله ښاد په نامه لیکي: «امنیتی تړون: غلا،چور،رشوت،بې حجابې،بې حیایې،په سپو د افغانانو داړل،بې کارې،قیمتې،دروغ،بې واکې، په سپو د کورونو تالاشې،د ارګ تر ستونې د ګاونډیو لاسونه،د مسجید په محراب کې ګندګې،فاحش سریالونه،د قانون نه حاکیمیت،جنسی تیرې…….. اوس یې منئ؟»

دې سره جوخت له کابله خپرېدونکې ویسا ورځپاڼې هم پخپله نننۍ ګڼه کې ویلي چې له امریکا سره د امنیتي او دفاعي تړون متن بیا بیا رغونې ته اړتیا لري. د ورځپاڼې په قول هر څه باید په پټو سترګو ونه منل شي.

یاده دې وي چې د ګډ حکومت دواړو شریکانو د نوماندۍ په تبلیغاتي دوره کې د دې تړون د لاسلیک ژمنې کړې وي، بل اړخ ته طالبانو پرلپسې پخپلو څرګندونو کې په ټينګار سره ویلي دي، چې تر څو په افغانستان کې یو بهرنی پاتې وي د دوی مبارزه به روانه وي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د