نظــر

جامع، له لیليې تر سریندې

لیکوال: ډاکټر عطامحمد رحیمي

د غزني دولايتي شورا ریس عبدالجامع جامع څو کاله وړاندې د غزني په پښتون اباد کې د کوچیانو له لیسې د بد اخلاقۍ په تور وشړل شو. نوموړي هم درس ته لغته ورکړه او خامه خوله يې د اندړو د ولسوال عبدالرحیم دېسېوال لمنه ونیوله، په هغه کې چې د همجنسپالنې یو رګ له خپلو بادارانو ښه کلک ورغلی، جامع ته هر کلی ووایه او په شايې وټپاوه. د لیسې دورې جعلي اسناد يې ورته جوړ کړل او له مطیع الرحمان افغان خېل سره يې یوځای د عبدالرحیم دېسېوال د عاشقۍ په ترحم «پرمختګ» مجله خپره کړه. دې مجلې جامع ته د سړیتوب نوم ورکړ او ده هم د دېسېوال په عاشقۍ کې خلي مات کړل، نېغ يې د ځوانانو په نامه د غزني په پلان سه کې دفتر پرانیست، د کونج په غټ میز يې حک شوې ډبر اېښې وه،چې پرلیکلي و: محترم عبدالجامع جامع.

د حالاتو له اوښتو سره د کوچیانو د لیسې د لیليې استاد عبدالولي خانزاده د ګېرو ولسوالي له نادرخان بلوکزن سره خوله یوه کړه او غبرګ ولایتي شورا ته کاندیدان او کامیاب شول، دې کامیابۍ په جامع اور بل کړ او دخپل هغه استاد چې دی يې په بداخلاقۍ له لیليې ایستلی و، ورسره د ضد په خاطر يې په ولایت کې هڅې ګړندۍ کړې، لومړی يې په غزني کې د بې بې سې له خبریال اسدالله جلالزي او د پژواک له شیراحمد حیدر سره د فرهنګي اړیکو په نامه راشه درشه شروع کړه او هغوی هم له خپل مداریتوب په ګټې په ولایت مقام ننه یوست.

نن عبدالجامع جامع هغه څوکاله پخوا جامع نه دی چې وارخطا به يې د عبدالولي خانزاده مخکې د لوبیا کاسه نېولې وه، اوس هغه  دغزني دولایتي شورا ریس دی! جامع مې پرون ناڅاپه طلوع کې په سرینده غږولو ولید، چې په اجرستان کې يې د مجاهدینو د پرمختګ سرچپه ثابتولو لپاره  خوله طې ظې کوله. جامع په پوره سپین سترګۍ دعوه کوله چې د طالبانو په منځ کې داسې کسان شته چې ځینې يې په عربي او ځینې يې په اردو غږېږي، ده فکر کاوه چې هر څوک تر دې اندازې د وښو د خوراک دي لکه همدا خبریال چې ده ته يې مایک او کیمره نیولې. د غزني اوسنی وضعیت هر چاته معلوم دی چې د جامع په څېر ځيره خواره د ولایت مقام له څنګ سره هم په پښو او دپولیسو له رنجر پرته نشي ګرځېدای، نو د اجرستان له یو سل او څلویښت کلیومتره لرې ولسوالي نه د جامع غوږونو څه نادرې اورېدلې دي!

لومړی خو د دې ښاغلي دا دنده نه ده چې ولس ته په سترګو کې خاوري وروشیندي او له راشني رسنیو سره جوخت د روحيې ځپلو او وژلو دنده پر مخ بوځي، دی په ولایتي شورا کې د اندړو وکیل هم دی او د اجرستان هم؛ ده ته دا مناسبه نه ده چې د دولت د ملي امنیت د ارګان په څېر دي د دولت دفاع ته مټې رابډ وهي او داسې ښکرور دروغ دي ووايي چې شېبه وروسته پخپله هم ورته خاندي، دی د ده دشعارونو له مخې د ولس او دولت ترمنځ د پول حیثیت لري، دی باید د هغې مور کړیکې د اکبرزاده غوږو ته ور رسوي چې د اجرستان په محمد خېلو کې يې لور اربکیان په زور له خونې وباسي، دی باید د اندړو د رشیدخېلو د هغه پلار غږ د اکبرزاده تر کڼو غوږونو ورسوي چې زوی يې په رڼا ورځ د اربکیانو پوستې وړل کېږي او مازیګر په ډک بازار کې لغړ خوشي کېږي.

جامع چې د مداریتوب له تجربې سره سواد نه لري، پر دې خطا شوی دی چې خپل لوری وپېژني هغه تر اوسه داسې انګېرې چې که په ولایت کې د اکبرزاد د ترحم لاس د ده په سر نه وي، یا هم په د جبار شلګري د حزبیتوب ملاتړ ونه لري نو روزي رسان به يې څوک وي؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جبیرعبرت

رحیمی صاحب ډیره مننه أالله ج– دی په خوله ژبه قلم أوعلم کی برکت واچوه ،خوزه داهم په ډاډ درته وایم چی پرون خودی دجامع مرکه أودروغ واوریدل ډیرزربه ان شا ءالله داهم واوری چی دجامع خان پښی یی پرسرورواړولی نامالومو غازیانو وډزاوه ،،دشپانه ډوډی خوړل مفته نه ده

جمیل فولاد

السلام علیکم رحیمی صاحب باوروکه چه نن می 6یا7مه ورځ ده چه زه داجرستان له ولسوالی څخه راګرځیدلی یم اولله الحمدداربکیانوپرخلاف دمجاهدینوپه پنځلس ورځنیوټولوعملیاتوکی می برخه درلوده تفصیل خوتاسومحترم وړاندی کړی خوصرف دومره وایم والله العزیزکه مجاهدینوهیڅ یوکورسوځولی وی صرف دیوه کورمخی ته پرتوبوټیوکی دمرمی دلګیدوله امله اوربل شوی چه هغه هم کورته هیڅ ډول زیان نه دی اږولی کله چه دمحمدخیلوسیمه دمجاهدینولاس ته ولویده داربکیانوپه کوروکی قیمتی غالی دسرواوسپینوزروګیڼی اونورقیمت بهاسامانونه پراته ووخوراکی توکی پراته ووزه بیاقسم اخلم چه مجاهدینونه سامانونه یوړل اونه ئی خوراک ځنی وکړ بلکه دعملیاتوله اعلی قمندان محترم الحاج ملاعبدالله فهیم څخه ئی غوښتنه وکړه… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x