افغانستان

حامد کرزي د پغمان د پېښې د عاملینو د اعدام حکم لاسلیک کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۵مه، ۱۳۹۳ل): د ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمل فیضي پخپله ټویټر پاڼه کې لیکلي دي چې ولسمشر حامد کرزي د پغمان د پېښې د پنځو تنو اړوند داعدام حکم نن لاسلیک کړ.

دغه پنځه تنه چې د اووه کیسیزې ډلې غړي دي شاوخوا میاشت وړاندې يې په پغمان کې د يوې کورنۍ په څلورو تنو مېرمنو برید وکړ، چې د جواهرو له لوټ وروسته يې د شپې تر دوو بجو پرې جنسي تيري هم وکړل.

دغه اووه تنه چې د پولیسو په یونیفورم کې يې مسلح د يوې کورنۍ څلور مېرمنې له موټره ښکته کړې او خوندي ځای ته وړې وي، وروسته د کابل دپولیسو له لوري ونیول شول او د پولیسو په قول دغه ډله لس تنه دي چې درې تنه يې د دوی ګوتو ته نه دي ورغلي.

د کابل لومړۍ محکمې په اوو واړو تنو د اعدام حکم صادر کړ، دویمې علني محکمې دوه تنه په شل کاله بند او پنځه تنه نور يې په اعدام محکوم کړل.

درېیمه محاکمه چې ويل کېږي له رسنیو پټه غیر علني ترسره شوې ده هم دغه پنځه تنه په اعدام محکوم کړي دي او ولسمشر حامد کرزي نن دغه حکم لاسلیک کړ.

تر اوسه ویل شوي نه دي چې دغه پنځه تنه به چېرته او کله اعدامېږي، خو عامو وګړو د دې بې نمونې پېښې اړوند تند غبرګونونه وښودل اود هېواد په لر او بر کې د دې پېښې د عاملینو د اعدام په خاطر لاریونونه ترسره شول او له دولته يې په کلکه غوښتنه وکړه چې دغه ډله دې ټول علني اعدام کړي.

ویل کېږي چې له یادې پېښې وروسته د پغمان په ننداریزه ساحه کې د نندارچیانو ګڼه ګوڼه کمه شوې ده او خلک اندېښنه لري چې د دې ډلې پاتې شوني به د خپلو ملګرو د غچ په تمه د پولیسو په جامه کې پردوی برید وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x