افغانستان

طالبانو ټاکنې د نوي بحران پیل بللی

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۵مه، ۱۳۹۳ل): طالبانو د تېرې اوونۍ په خپله تبصره کې ویلي دي د امریکایانو او افغان حکومت ګډه دا تمه وه چې سږنۍ ټاکنې به د هېواد په سطحه د بدلون او ډېرو ستونزو د حل وسیله شي، خو د دوی د تبصرې له مخې ټاکنو نه یواځې ستونزې حل نه کړای شوي، بلکې د نورو بحرانونو لپاره يې د پیل کار ورکړ.

طالبانو پخپله تبصره کې ویلي دي چې امریکايي «یرغلګرو» او د کرزي ادارې په تېرو کلونو کې دا دعوه کوله چې دوی په بې دریغه مصرف وتوانېدل چې دلته ډیموکراسي  حاکمه کړي، خو د دوی په خبره «مخ يې تور شو».

طالبان وايي د ملي یووالي په مانه «دوه سري حکومت» په حقیقت کې د نوي بحران په لوری یوه ښکاره او بېباکانه خو ځښت دی. د دوی په خبره د ټاکنو ډنډور چیانو پخپله د خپلې ډیموکراسي په مرۍ چاړه راکش کړه.

طالبان وايي چې دکرزي ادارې او امریکايي «يرغلګرو» و نشو کولای چې هېواد له بحرانه خلاص کړي، بلکې لا به د ملت ځورونې پروسه روانه وي: «د ملت ناخوالې به پر خپل ځای پاتې وي، بلکې دوی به د نورو په سر کې لویه ستونزه وي، د امریکایي مرکچیانو جیبونه به تاوده اوزموږدمظلوم اولس له دربدریواوګډوډیوبه خوند اخلي، اداره به کمزورې او واکمن به بیواکه وي، د یرغلګرو خواهشات به پوره کیږي، د ولس ځورونه به د پخوا په شان دوام لري.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x