نظــر

دروغو منزل لنډوي!

hackerشاهد (غزنیوال)

نن دځینو خبري  رسنیو له لوري په بیړنۍ توګه دطالبانو دمشر دمړینې خبر خپورشو .

خبر ریښتیا هم دخپل نوعیت له مخې ډیر هیښونکی او تعجب آور وه .

خو هغه دپښتومتل له مخې د ((دروغو منزل لنډوي )) دنوموړي خبردمؤثریت  وخت ډیرلیږوه ؛

ځکه له خپریدوسره سم طالبانو هغه  تکذیب  کړ او دیوې اعلامیې په ترڅ کې یې رسنیوته وویل چې  انټرنټي ورانکارو دهغوئ دسایټ  دهک کولو له لارې دغه خپر  په غلانشرکړی دی.

په معاصر دورکې  دعلمي  پرمختللیو وسایلو په مټ  د د اشانې  ورانکاره پیښو ترسره کول یوه عادي خبره ده.

دشرق الاوسط عربي  ورځپاڼې په حواله  تیرکال  په نیول  شوي  فلسطین کې یوه  نابینا فلسطیني ځوان  داسرائلو د د فاع وزارت  ویب پاڼه  http://www.mod.gov.il  هک کړه.

سږکال  هم  غالبا دتیر اپریل په میاشت کې د للز سیکورټي په نوم د اینټرنیټي ورانکارو یوې ډلې د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې  ( Central Intelligence Agency (CIA د ویب سایټ د هک کولو اعلان وکړ.

همداشان ګوګل مشهورې انټرنټي کمپنۍڅوځله اعلان وکړ چې هکر کوونکوپه چین کې د امریکا د سلګونو چارواکو، پوځیانو او خبریالانو ایمیلونه له خطر سره مخامخ کړې دي.

معمولا دغه  شانې ورانکارۍ دناقانونه ډلو ،انټرنټي  غلو اونورو هغوکمزوروجهتونو له لوري  دخپل مخالف طرف په ضد هغه وخت ترسره کیږي چې  په ښکاره توګه یې دخپل حریف  تخریب اوله منځه وړل  په وس نه وي پوره.

خواوس راځو دیته چې په افغانستان کې ولي دطالبانو مخالفینو دغې ورانکارۍ ته لاس واچاوه؟

ښايي دطالبانو مخالفینو چې نن سبا دطالبانو مخ په زیاتیدونکو بریدونو ډیر په تنګ کړي دافکرکړی وی چې طالبان دهغوئ خلاف  هره ورځ  نوي  تکتیکونه  اولارې چارې کاروي  دوئ  به هم  له دغې  انټرنټي ورانکارۍ نه دطالبانو په خلاف  داسې  یوتکتیک عملي کړي  چې  کم ترکمه دڅوشیبو لپاره خو به طالب جنګیالي له فکري تشویش سره مخ کړي

دطالبانو دمخالفینو دغه نوښت  په اصل  کې دطالبانو له هغو خارق العادته ابتکاراتو څخه یو اخسیتل شوی (غلاشوی) نوښت دی چې  نیږدې هره ورځ یې  دخپلو مخالفینو   اعصاب ور نا ارمه کړي وي .

خوپه دومره توپیر چې دطالبانو هغه واقعي ،ریښتیا اودعمل په ډګرکې پیاده شوي  نوښتونه  وي او دمخالفینو هغه بیا د دې برعکس  غیر عملي، خیالي  اوهسي په کاذبو احتمالاتو ولاړې ادعاګانې.

دبیلګې په توګه طالبانوسږکال  خپل ۴۰۰ تنه اسیران  دیوه داسې پوځي  نوښت  له مخې  دکندهار له مرکزي  زندان نه وایستل چې تراوسه پوري دهمدغه خارق العادته ابتکار حقیقت اوماهیت  مالومولوته دطالبانو دمخالفینو په شمول  ټول خلګ حیران دی. دطالبانو مخالفینو (امریکایانو)ته  په کار ده چې په راتلونکي کې د خپلو سیالانو (طالبانو) دځپلو لپاره داسې موثرپلانونه   وکاروي چې  کم ترکمه  دهغه  وخت  اومؤثریت  خو  د څودقیقو په ځای  څوساعتونو ته  ور اوږدشي  .

اوکه  هغوئ وايي   چې نه  دا شانې  لنډمهاله ادعائي پلانونه  ورته  ته ښه ګټه  رسولای شي ؛ځکه   ټمبه ته یو …. هم  غنیمت دی

بیایې  خبره په ځای ده  ؛ځکه  اوږدمهاله   پلانونه   خو هسي هم  ددوئ لپاره  په افغانستان کې دبریالیتو چانس نه لري  .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x