fbpx

افغانستان فوټبال غوره لیګ نیمه پایلوبه شاهین آسمايي لوبډلې وګټله

شاهین آسمائي ۳-۰ سپین غر بازان

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۵مه، ۱۳۹۳ل): شاهین آسمايي لوبډله چې د تیر کال غوره لیګ اتله ده، په نیمه پایلوبه کې د سپین غر بازان لوبډله له مخې لرې کړه او پایلوبې ته يي لار ومونده.

له شروع څخه لوبه د شاهین آسمايي په ګټه روانه وه چې د لوبې تر پایه د لوبې ۶۸٪ کنترول د شاهین آسمايي لوبډلې لاس کې و. شاهین آسمايي دغه لوبه په ۳ ګولونو وګټله.

د سپین غر بازانو لوبډلې دفاعي لوبه کوله او ۹ لوبغاړي يي په دفاعي برخه ګومارلې و. سپین غر بازان سره د کلک دفاع ونه توانیدل چې شاهین آسمايي د ګولونو مخه ونیسي.

شاهین آسمايي لوبډلې لپاره لومړی ګول مقصود هاشمي د لوبې ۵۵ مه دقیقه کې ووهله د لوبې دوهم ګول د سپین غر بازانو لوبډلو لوبغاړی جمیل ناصري په غلطۍ سره توپ خپل ګول ته خطا کړ او لوبه ۲-۰ د شاهین آسمايي په ګټه شوه. درېیم ګول د لوبې په ۹۲ مه دقیقه امیرالدین شریفي خپلې لوبډلې شاهین آسمايي ته ووهله.

د افغانستان غوره لیګ چې د روشن مخابراتي شرکت په مالي مرسته په لار اچول شوې و پایلوبه د جمعې په ورځ د عقابان هندوکش او شاهین آسمايي تر منځ ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د