د افغانستان ملي لوبډلې استرالیايي سیمه ییزې لوبډلې ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۵مه، ۱۳۹۳ل): د افغانستان ملي لوبډلې استرالیایي نیو ساوت ویلز سیمه ییزې لوبډلې ته په دریو ویکټو ماتې ورکړه.

افغانستان ملي لوبډله د راتلونکې یوه ورځني نړیوال جام ته چمتوالي لپاره استرالیا ته تللي تر څو د استرالیا له لوبغالو سره چیرته چې د کرکټ نړیوال یوه ورځني جام سیالی تر سره کیږي اشنا شي.

افغانستان نړیوال جام ته چمتوالي لپاره رسمي تمریناتي لوبې د استرالیا له سیمه ییزو پیاوړو لوبډلو سره پیل کړي.

د رسمي تمریناتي لوبو په ترڅ کې پرون افغانستان ملي لوبډله د استرالیا له سیمه ییزې لوبډلې نیو ساوت ویلز سره لوبه وکړه.

د لوبې پچه افغان لوبډل مشر محمد نبي عیسي خیل وګټله او لومړۍ توپ اچونې فیصله وکړه او سیالې لوبډلې ته د لومړۍ توپوهنې بلنه ورکړه.

نیو ساوت ویلز لوبډله د ټولو لوبغاړو سوځیدو سره په ۴۹ اوور کې ۲۶۶ منډې جوړې کړې او افغان لوبډلې ته يي د ۲۷۷ منډو هدف ورکړ.

نیو ساوت ویلز د لوبډلې انډریو هاریوټ ۶۶ او سپاسیکې ۴۵ منډې جوړې کړې.

افغان توپ اجونکې آفتاب عالم ۴ او یامین احمدزي ۲ لوبغاړو سوځولو سره د توپ اچونې په برخه کې ښه وځلیدل.

افغان توپوهونکې وتوانیدل ټاکل شوی هدف د وروستي اوور په دوهم توپ د ۷ لوبغاړو سوځیدو وروسته پوره کړي او لوبه په دریو ویکټو وګټي.

افغان لوبډلې توپوهنې برخه کې نوروز منګل ۸۵ او ناصر جمال ۴۱ منډې جوړې کړې چې د دې هدف پوره کولو کې يي د افغان لوبډلې سره ډیره مرسته وکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ اجرایوي مشر ډاکټر نور محمد مراد له لوبې وروسته وویل: له دغو تمریناتي سیالیو موخه د استرالیا له لوبغالو او هوا حالاتو سره د ملې لوبډلې بلدتیا ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د