آیفون موبایلونه په جیب کې قاتېدای شي

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۵مه، ۱۳۹۳ل): د ټیکنالوژۍ مشهوره امریکايي کمپنۍ خپل نوی موبایل آیفون ۶ د سبټمبر په ۱۹ بازار ته وړاندې کړ چې په لومړيو درېو ورځو کې د ۱۰ میلیونو آیفونونو په خرڅولو بریالۍ شوه.

د رپوټونو پر بنسټ په تیرو دوو ورځو کې داسې شکایتونه را پیدا شول چې آیفون ۶ په جیب کې د لږ فشار په مقابل کې قاتیږي.

پرون د جمعې په ورځ د اپل کمپنۍ د ثبت شوي شکایتونو په اړه وویل چې په عادې حالت او استعمال کې د آیفون ۶ د قاتیدو چانس ډیر کم او کمیاب دی.

آیفون د قاتیدو شکایتونه د ټیکنالوژۍ د نړی پاچا آیفون په تشویش کړی و چې مجبوره شوه په دې اړه رسمي بیان ورکړي. ټولو نړیوالو رسنیو د راپورونو پر بنسټ ځینو خلکو د آیفون قاتیدو څخه تر لږ فشار لاندې شکایت کړی و چې د اپل مخالف کمپنیو هم وغوښتل چې له دې موقع څخه ګټه پورته کړي نو همدې لپاره يي دغه خبره ډیره عامه کړه.

اپل کمپني مسولین وايي چې د ټولو پیرودونکو له جملې څخه یوازې نهو کسانو خپل آیفون له قاتیدو شکایت کړی.

اپل خپل يو بیان کې ویلی چې د دغه موبایل باندنۍ برخه له اینوډایزډ المونیم څخه جوړه شوې ده چې د لا کلک کولو لپاره يي له یو خاص عمليي څخه استفاده شوې.

آیفون ۶ موبایل داخلي حصه کې تیتانیم او هغه فولاد چې زنګ پرې اثر نه لري استعمال شوي.

کمپنۍ وویل چې موږ دغه معیاري مواد د هغوي کلکوالي او دوام په خاطر انتخاب کړي او د هر موبایل جوړولو په وخت هره مرحله په دقت څیړو.

د همدې راپورونو د آیفون ۶ خرڅیدل له ستونزې سره مخ کړی او پیرودونکې د لومړیو ورځو په څیر آیفون ته زړه نه ښه کوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د