نظــر

ولس مشر کرزي ته یوه مشوره

karzai_gives_Patrios_midal_of_wazirakber_khanشاهد (غزنیوال)

ښاغلی ولس مشر!  تاپرون یوځلی بیا په یوه تشریفاتي محفل  کې دجنرال ډیویډ پیتراییس په اوږه دغازي محمد اکبرخان لوړدولتي نښان وروټومبو!  سره له دې چې تاته خو له همدغو تشریفاتي مراسمو ماسیوا نورڅه  نه دې ترپاته ،مګر پوهیږي چې تادغازي دغه لوړ نښان دچاپه اوږه ور وټومبو؟

ښاغلي ولس مشره! که هرڅودې نا آرامه حواس  دهیواد امنیتي اوسیاسي وضعې درګډوډکړي وي دومره سد خوبه دې په سرکې  پاتې وي چې دغه لوړمډال  دهغه مستحقو کسانوته دکومو کارنامود ترسره کولوپه بدل کې ورکول کیږي ؟boy_killed_by_nato_airstrike_helmand

ستا دبرداشت له مخې پیټراييس په افغانستان کې کومه داسې کارنامه ترسره کړې  وه چې له امله  دې  د دغه  مډال وړوګاڼه ؟

له دې چې دهغه ترمشرۍ لاندې ځواکونود هلمند (نوزاد)،خوست غزني اودهیواد په بیلابیلو برخوکې ستادهیوادتنکي ماشومان اوبیوزله ښځې اوبوډاګان دبمونوپه لمبووسوځول؟

له دې چې دهغه ځواکونوپه لس ګونوځله ستادملي اردواوامنیتي کمپنیو ساتونکی بمبارکړل ؟

له دې چې دهغه ځواکونوپه افغانستان کې سوله اوامنیت تأمین کړل ؟

اوکه له دې چې تاپه دې وروستیوکې دجنرال دځواکونو دکړنو په وړاندې هغوئ ته یو غیرعمدي ګواښ کړی وه او اوس دي بیرته په همدغه مډال سره  هغه جبیره کړ.

ښاغلي ولسمشره ! پښتانه وايي چې که ړوندهم یې نو داپوري غرخوبه ویني !  که ته په خپل صاف  زړه کې  ستابهرنیودوستانواوملاتړوته هرڅومره مینه اودرناوی لري هغه په  خپل ځای خبره ده، خوته داووایه چې  دغازي محمد اکبرخان  دعالي نښان اوماتي خوړلي  جنرال پیټراییس دکړنو  ترمنځ مناسبت څه دی ؟ هغه خوپه خپله خوله په افغانستان کې دخپل ماموریت  په ناکامي اعتراف لري،که نورهیڅ نه وي ستادورور اونیږدې مشاور  وژل  کیدل خو  دهغه ماموریت دناکامي  ښکاره نښې دې.

ښاغلي کرزي ! ستادواکمنۍ  په دوره کې خو ستا دهمدغو دوستانو له لاسه  دافغان ولس ټول دیني ،ملي  او تاریخي اقدار سپک اوترپښولاندې شول ،ستابه په شخصي لحاظ  دخپلو دوستانوپه اوږو دغه  مډال نښلونه  اساسي مجبوریت وي؛ ځکه هغوئ واقعاستا لپاره ډیرڅه وکړل ،خوزه درته دیوه افغان په توګه سرتورسراولمن نیسم چې خپل دغه نازولي   په داسې څه تقدیرکړه چې  دهغه  ملکیت یواځې په تاپوري اړه لري نه دافغان ولس په ملي او تاریخي مفاخرو پوري .

جنرال پيټراییس ،رابرت ګیټس ډیویډریچارډ… غوندې څیروته د غازي  محمداکبرخان رحمه الله  عالي مډال  ورکول  دغازي  دملي  اواسلامي  حیثیت توهین دی ؛ځکه نن چې مونږ دهغه په ویاړلي نوم دغه  لوړدولتي  مډال لرو هغه دنوموړي غازي له خوا دمکناټن په څیر دیرغلګرو متجاوزینو دوژلو له امله دی ، داچې ستا لخوا اوس بیرته دیرغلګرو دغازي قاتل په نوم  هماغه  یرغلګروته  مډال ورکول کیږي  دا هم  د دې مډال بي احترامي اوهم په  دغو جنرال خیلو ریخشند وهل دي.

ښاغلي  کرزي صیب ! د دې لپاره چې  په راتلونکي کې  دي  هم دخپلو ملي مفاخرو حیثیت  له سپکاوي  ژغورلی  وي اوهم دې  دخپلو عزیزانو !!! قدرداني کړې وي  زما دایوه مشوره   ومنئ چې  سرله نن نه  له خپلې ګډوډې واکمنۍ نه په استفادې سره  دخپلو درنو خواخوږیو هریوه  بوش ،بلیر اوبرلسکوني  په نوم لوړ لوړ دولتي مډالونه  منظور اودولس مشریزې ماڼې په تاخچوکې درسره تیارکیږده  کله  چې دهربهرني هیواد دبهرنیو ځواکونو مشرجنرال  له افغانستانه  وزي سمدستي بي تشریفاتويي  ورپه غاړه کوه . دابي تشریفاتو مي ځکه  وویل چې  دافغانستان حالات خو تاته  بهتر مالوم دی  چې نن سبا بلکل له کچې وتلي. دنوي ماډرنیز  دور دایجاباتو له مخې دغه ماډرن  ماډل  مډالونه  هغوئ ته دازمونږترلرغونوهغو ښايي ډیر ارزښت ولري  …

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x