دیني، سیرت او تاریخ

قضایي روژې او د هغو مناسب وخت

لیکوال: حامد افغان

که څوک د ناروغي، سفر او نورو عذرونو لامله روژه وخوري دا روژه باید خامخا بیا ونیسي ځکه قرانکریم وایې: فَمَنْ كَانَ مِنْكُمْ مَرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِنْ أَيَّامٍ أُخَرَ . نو څوک چې له تاسو نه ناروغه وي او یا په سفر وي هغه دې په نورو ورځو کې را وګرځوي، او د قضايې د را ګرځولو وخت له رمضان او د اخترونو له ورځو پرته نور ټول کال ده.

باید ووایو چې ډیر خلک د قضایي روژو په نیولو کې زياته سستي کوي او بې له عذره د قضایي روژو د نیولو ځنډول سم کار نده ډیری علماء په دې نظر دي چې قضایي روژې باید دستي ونیول شي او ځنډول یې په کار ندي قرانکریم وایې: فَاسْتَبِقُواْ الْخَيْرَاتِ . سورة البقرة:148. یعني ښو کارونو ته بیړه وکړئ او داراز په وخت، صحت او آن ژوند لا باور نشته نو ځنډول یې مناسب ندي.

یوه بله خبره هم باید روښانه کړو او هغه دا چې د لوی اختر لومړۍ لس شپې د قضایي روژو د راګرځولو له پاره ښه او غوره وخت ده، علماء وایې چې په دې ورځو کې د قضایي روژو نیول دوه ګټې لري چې هغه یو فرض اداکیدل دي او بل د مستحب وخت د روژو فضیلت ترلاسه کول دي بناء که په چاقضایي روژې پاته وي د ذوالحجې لومړۍ لس ورځې یې غوره او مناسب وخت دی او دا خبره په لاندي توګه درته روښانه کوو:

عمربن الخطاب رضی الله عنه وایې: زه ډیره مینه لرم چې د لوی اختر په لومړیو لسو ورځو کې د رمضان قضایي روژې ونیسم،

عَنْ عُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ أَنَّهُ قَالَ: مَا أَيَّامٌ أَحَبُّ إلَيَّ أَنْ أَقْضِيَ فِيهَا شَهْرَ رَمَضَانَ مِنْ هَذِهِ الْأَيَّامِ لِعَشْرِ ذِي الْحِجَّةِ .أخرجه البيهقى (4/285 ، رقم 8178) و كنز العمال 24316 .

ملک العلماء امام الکاساني رحمه الله وایې: دا ځکه چې قرانکریم وایې: فَمَنْ كَانَ مِنْكُمْ مَرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِنْ أَيَّامٍ أُخَرَ. نو څوک چې له تاسو نه ناروغه وي او یا په سفر وي هغه دې په نورو ورځو کې را وګرځوي، او ځکه په دې ورځو کې روژې نیول مستحب دي نو په دې ورځو کې قضایي روژې نیول د نورو ورځو په نسبت غوره دي. وَلِأَنَّهَا وَقْتٌ يُسْتَحَبُّ فِيهَا الصَّوْمُ فَكَانَ الْقَضَاءُ فِيهَا أَوْلَى مِنْ الْقَضَاءِ فِي غَيْرِهَا. بدائع الصنائع في ترتيب الشرائع (4 / 297) ، المبسوط (4 / 95).

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x