افغانستان

حکومت د راتلونکې مياشت لپاره د مامورينو تنخواوې نشي ورکولای

نن ټکی اسیا (يکشنبه، تلې ۶مه، ۱۳۹۳ل): واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د ماليې وزارت چارواکو له قوله ليکلي، چې د راتلونکې مياشت لپاره د پنځه لکو ملکي مامورينو تنخواګانې نه لري.

نوی ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزی چې د سختو نانندريزو ټاکنو په نتيجه کې ولسمشر اعلان شو او راتلونکې دوشنبې په ورځ به د ولسمشرۍ لوړه وکړي، د نوموړي لپاره د خپل حکومت تر ټولو ستر چيلنج د همدې ملکي مامورينو د راتلونکي مياشت تنخوا پوره کول دي.

د راتلونکې اکتوبر مياشتې اقتصادي ستونزې به یوازې د ملکي مامورينو پر تنخواوو اغېز ولري او نظامي کارکوونکو ته به د دوی تنخواوې پر وخت ورکول کيږي؛ ځکه چې د نوموړو نظامي کارکوونکو تنخواوې د امريکا او نړيوالې ټولنې د مرستو له صندوقه ورکول کيږي.

ماليې وزارت له امريکا د ۷۳۵ ميليونه امريکايي ډالرو بېړنۍ مرسته غوښتې، چې د راتلونکې مياشت لپاره د ملکي مامورينو تنخواګانې ورکړای شي، مګر امريکا تر اوسه د افغان حکومت د غوښتې په اړه خپل غبرګون نه دی ښکاره کړی.

د افغانستان حکومت په ملکي او نظامي چارو کې له سختو کړاوونو سره مخ دی، ځکه چې يو لور ته ملکي مامورينو تنخواګانې نه لري، بل پلو د طالبانو پرله پسې بريدونو او پرمختګونو افغانستان او او نړيواله ټولنه له سختو ننګونو سره مخ کړې ده.

افغان حکومت او امريکا غوړاي، چې د طالبانو پر وړاندې خپل نظامي عمليات غښتلي کړي او د همدې لپاره پر نړيوالې ټولنې فشار اچوي، چې د افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړي.
امريکا او ناټو غواړي، چې د ګرد هېواد امنيتي چارو مسؤوليت ژر تر ژره افغان لوري ته وسپاري.

د شننونکو په اند افغان ځواکونه تر اوسه د دې جوګه نه دي، چې د طالبانو پر وړاندې د ملکي او نظامي تاسيساتو دفاع وکړي.

د کورنيو چارو وزير محمد عمر داوودزي د سپتمبر په شپاړسمه نېټه ولسي جرګې ته په خپله وينا کې وویل، چې د روان کال دا تېرې شپږ مياشتې افغان پوليسو ته تر ټولو خونړۍ وې او طالبان له ۳۴ ولايتونو څخه اتلسو ولايتونو پراخ حضور لري او تل پکې پر بهرنيو او افغان امنيتي ځواکونو بريدونه او چاودنې کوي.

د نوي ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله ايتلافي حکومت لپاره تر ټولو ستر چيلنج د لکونو ملکي مامورينو تنخواګانې پوره کول او د طالبانو د زياتېدونکو ډله ييزو بريدونو او چاودنو مخنيوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Afghan

د نن اسیا اداری ته! ډیره یو طرفه قضاوت کوی او هر وخت چی ستاسو خبرونو او مقالی وینم د افغانستان د دولت پر ضد او د حقیقت نه لیری جنبه لری. ستاسو دغه دریځ د پردیو بادارنو په لمسون په خاص ډول پاکستان او د هغوی آی ایس ای مزوری اداری په خوښه نشروی. زه د افغانستان د نظامی ادارو څخه په خاص ډول د امنیت ملی او ملی پولسیو څخه غوستنه کوم چی د دغه پاڼی هغه کارکونکی او ګوډاګیان چی د افغانستان په داخل کښی د پردیو په خدمت کښی ځانونو وقف کړی ګرفتار او په ځآی… نور لوستل »

خان

افغان ولې دومره غوسه یي په غبرګو ړوند شي ته نه وینې چې په سلګونو رسنۍ ، راډیوګانې ، اخبارونه ، تیلویزونه او ویب پاڼې د ډالرو په زور د اسلام او افغانیت د مسخ کولو لپاره لګیادي ، په افغانستان کې دلمر غوندې ښکاره حقایقو ته نقابونه وراغوندي، له ورځې شپه او له شپې ورځ جوړوي ، خو بیا دې دهغوی دروغجنو په خلاف د منافقت ګونګه روژه نیولې، مګر که یوه ویب پاڼو دهیواد او اولس دمخلصو زامنو لخوا رامنځته شي، په شخصي هڅو یي فعاله کړي او یوازې دخپل مظلو م اولس غږ د بي طرفۍ له… نور لوستل »

Afghan

خان صاحبه هیله لرم چی یو ګیلاس اوبه وڅیښی تر څو مو غوسه را ټیټه شی او بل د الله ج توفیق در کړی ترڅو خپل قلم او ژبه په سم ډول وکاروی. غوسه او بد رد وئیل د روغ سړی کار ندی او تاسو ته غوسه په دغه درغله چی ما حقیقت وویل. شاغلی زه کوم لیکوال او سیاسی مبصر نه یم خو حقیقت نه پټیژی، زه وایم دغه نن اسیا ولی یو طرفه خپرونی کوی ؟ پریژده طالب او نور هر څوک د خپل ادرس خپل احساس او نظر وړاندی کړی، دوی خپلی پاڼی او سایټونه لری او… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x