نظــر

ګُریزي جنرال

david-petraeusطالب جان

جنرال پيټراییس / پیټرایوس / پیټریاس او  خدایزده که کوم  بل څه نومېده ، خومطلب موږ یې لا نوم سم  نه وه زده کړی چې دی ناځوانه بیا لاړ ، نن درسنیو تود خبر همدا دی ، چې حتی دجان محمد خان ویر یې ترشعاع لاندې راوستی  .

جنرال David Howell Petraeus کومه عادي څېره نه وه ، اوباما تیرکال دجون په ۲۳ مه کله چې له مک کرسټال څخه دافغانستان

قومنده پیټرایوس ته انتقالوله  ، په جار یې وویل چې تردې جنرال  بل غوره کس موږ نلرو ترڅو په افغانستان کې دمتحده ایالاتو خاورې کیدونکې ابرو وساتي ، اوباما داهم ویلي وه ، چې ترجنرال پورې ډیرې هیلې غوټه شوي دي چې ګوندې دافغانستان په  ۱۹ ولاړ ماموریت  به دشل کیدو جوګه  کړي .

خو ملایان وایي  دهرچا علم په خپل ځان باندې حضوري وي  ، پیټراییس هم چې د ( من آنم که من دانم ) په مقتضی څومره په ځان پوهیده ښایي اوباما دومره نه پیژاند ، پیټراییس په هماغو مراسمو کې هڅه وکړه په یوه لنډه جمله کې امریکایان پوه کړي ، چې ډیرې هیلې دې ورپورې نه تړي  ، ده ویلي وه  داسمه ده چې موږ په عراق کې سترې لاسته راوړنې درلودې  خو ، (افغانستان عراق نه دی )، دلته له جغرافیوي ، تاریخي او ستراتیژیک لیدلوري څرګندې پیچلتیاوې شته  ، چې واقعا چیلنجوونکي دي .

خو دجنرال پیټرایوس له همدې اعتراف سره سره غربي رسنیو دنوموړي پړسولو ته پله پسې ادامه ورکوله  ، راډیو ګانو سهار ماښام  ویل چې سړی معمولي سړی نه دی ،دویسټ پوائنټ کالج یې لوستی  او دپرینسټون له پوهنتون څخه په نړیوالو اړیکو کې دکتورا لري  ، په بوسنیا کې یې دناټو دماموریت په مهال نوم ګټلی ، او په عراق دحملې په مهال یي له صدام څخه بغداد نیولی  .

دده بیوګرافي دومره ویروونکي وه چې په هماغو شپو کې یوځل ما دنوموړي دژوند په اړه یو مطلب ولیکه او بیا مې یوه ملګري ته چې دطالبانو له انټرنټ پاڼې سره همکاري لري ورولیږه چې نشر یې کړي ، هغه مطلب بیرته  راولیږه  او ورسره لیکلي یې وه ، دبیوګرافي له مخې رښتیا هم لویه هیولا معلومیږي ، خوپته به یې په میدان لګي  که په میدان کې پاته راځي نو ولې یې هسې خلک له نامه څخه ویروو ، پریږده چې یوځل امتحان ورکړي  . . .

زما دملګري خبره  بالکل په ځای وه ، دګزاو میدان په  ځای کې رښتیا هم پیټرایوس دومره ونه اورېد لکه څومره چې غوریدلی وه ، دده یوازینۍ کارنامه داوه چې  دجنرال مک کرسټل په وخت کې   دشپې په عملیاتو لګیدلي محدودیتونه یې  لغوه کړل ، چې په دې توګه امریکایي سړي خواره پوځیان یوځل بیا زموږ په ځمکه او فضا کې سرېله شول ، او دشپې په عملیاتو کې ګڼو اولسي افغانانو ته  زیانونه واوښتل ، دغه رنګه پیټرایوس دکندهار او هلمند عملیات هم خپله لاسته راوړنه بلله ، خو ددې عملیاتو په اړه ویل کیږي چې امریکایانو په کې سخت تلفات ولیدل ، چې له مخې یې تیرکال دامریکایي پوځیانو دمرګ ژوبلو ګراف غیرمعمولي لوړ وه  ، خو په مقابل کې یې دطالبانو تلفات خورا کم وه .

باید ووایو چې دایوازې جنرال پیټرایوس نه وه چې موږ ته غلط تعریف شوی وه ، ترده وړاندې  دجنرال مک کرسټل په اړه هم راډیوګانو ویل چې ډوډۍ لږ خوري خو کار ډیر کوي ، او ډیر زر به دافغانستان  دجګړې موازنه بدله کړي  ، خو دعمل په ډګر کې دغه جنرالان دتیرو نورو غوندې موږ ولیدل ، چې یوازې یې خپل راوړی غوږونه بیرته یووړل نور هیڅ هم په لاس ورنغلل .

زما په باور به نور دامریکایي پوځ لویې سټې دې ته زړه ښه نه کړي چې په افغانستان کې دماموریت په ترسره کولو سره خپل کریډټ او ستوري اضافه کړي   ، ځکه دې ماموریت  دفتحې په نشه کې ډوب پیټرایوس ته یوازې دا فایده وکړه ، چې دنوموړي  په تیرو لاسته راوړنو او ګټلي اعتبار هم خلک شکمن شي ، نور به نو پیټرایوس دعراق فاتح جنرال نه بلکې د افغانستان دجګړې  یوګُریزي  جنرال بلل کیږي  .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x