fbpx

دومره غټه پګړۍ پر سر کولای شئ؟

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلي ۶مه، ۱۳۹۳ل): یو هندي سک د ۱۰۰ پاونډه چې ۴۵.۳۶ کیلو ګرامه کیږي وزن لرونکی پکړۍ پر سر کولو سره يې ټول خلک حیران کړل.

د هندي رسنیو راپورونو پر بنسټ پنجاب کې د پټیاله ښار اوسیدونکی اوتار سنګ موني داسي پګړۍ تړي چې وزن يي له ماشوم څخه هم زیات دی او نه هم کله داسې پېښه شوې ده، چې د ده پګړۍ دې د خلکو مخ کې خلاصه شوې وي او نه يي کله د خپلې پګړۍ وزن احساس کړی.

اوتار سنګ موني پګړۍ ۶۴۵ متره اوږده ده چې پرې د سکانو خاصې نښانې او د ښکلا نور څیزونه ځای پر ځای شوي چې د دې پګړۍ وزن يي ۱۰۰ پاونډو ته رسولی.

اوتار سنګ له دومره غټې پګړۍ سره نه يوازي عادي مزل کوي بلکي موټرسیکل هم چلوي.

اوتار سنګ وايي چې غواړي په نړۍ کې د تر ټولو غټه او ډیر وزن لرونکی پګړي اغوستو نړیوال ریکاډ جوړ کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د