نوی ویروس چې ستاسې پټ فایلونه افشا کولۍ شي!

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې۶مه، ۱۳۹۳ل): د ټیکنالوژۍ کارپوهانو داسې یو ویجاړوونکی ویروس پیدا کړی چې له محسوسیدو پرته يي په لکونو کمپیوټرونه، سرورونه او نورې ټیکنالوژیکي آلې متاثره کړي دي.

د ټیکنالوژۍ کارپوهان وايي چې دغه ویروس د لینکس اپریټنګ سیسټم په سافټ وییر بیش او د اپل په میک کې پیدا کیږي. دغه ویروس شل شاک (Shellshock) نومول شوی او په واسطه يې هر هغه سیسټم کنټرولیدی شي چې په کې بیش سافټ وییر کارول کیږي.

د ټیکنالوژۍ کارپوهان وايي چې دغه ویروس د روان کال اپریل په میاشت کې کشف شوي ویروس هارټ بلیډ (Heart bleed) څخه ډیر خطرناک دی.

د سورې (University of Surrey) پوهنتون امنیتي څیړونکی پروفیسر ایلن ووډ ورډ (Ellen Woodward) په وینا د دې ویروس په وسیله هر یو سیسټم ته داخلیدل او په سیسټم کې موجود فایلونه لیدل یا کاپې کول ډیره اسانه دي.

اپریل میاشت کې کشف شوي ویروس هارټ بلیډ په ټوله نړۍ کې یوازې ۵ لکه سیسټمونو ته زیان رسولی و؛ خو شل شاک ویروس د ابتدايي څیړنې پر بنسټ کیدای شي ټولې نړۍ کې ۵۰ بلیونه سیسټمونه زیانمن کړي وي.

بیش یو کمانډ دی چې یونیکس کمپیوټر سیسټم کې استعمالیږي او یونیکس یو آپریټنګ سیسټم دی چې په مرسته يي نور آپریټنګ سیسټومونه لکه لینکس، میک او او ایس جوړیدی شي.

امریکن کمپیوټر ایمرجنسي ریډینس ټیم (US-CERT) د شل شاک ویروس په اړه اخطار ورکړی او وايي چې کمپیوټر استعمالوونکي د آپریټنګ سیسټم څخه مخکې باید د پیچز سافټ وییر خپل کمپیوټر کې ښکته کړي.

ځینې څیړونکي وایي چې پیچز سافټ وییر تر اوسه مکمل شوی نه دی او نشي کولی چې سیسټم په مکمل ډول له دې ویروس څخه وژغوري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د