نړۍ

جبهة النصرة د اسلامي دولت پر ضد د پيل شوو هوايي بريدونو د غچ اخيستو اعلان وکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۶مه، ۱۳۹۳ل): سوريه کې القاعده پورې تړلې جبهة النصرة جهادي ډلې ويلي، چې د اسلامي دولت پر ضد د امريکا او نړيوالو هوايي بريدونه په کلکه غندي او دوی به ډېر ژر له امريکا او ايتلافي هېوادونو څخه د مسلمانانو د وژلو غچ واخلي.

د جبهة النصرة وياند ابوفراس السوري ويلي، چې د جهادي ډلو پر ضد د امريکا او عربي هېوادونو هوايي بريدونه د اسلام پر ضد د صليبي ايتلاف کرغېړن بريدونه دي او دوی به ډېر ژر له امريکا او عربي هېوادونو د دغو بريدونو غچ واخلي.

ابو فراس په خپلو تازه خبرو کې ويلي، چې د اسلامي امت پر ضد د امريکا او نړيوالو صليبي هېوادونو بريدونه د يو کال يا لنډې مودې جګړه نه ده، بلکې دا يوه اوږد مهالې جګړه ده، چې کېدای شي، څو لسيزې ونيسي.

ابو فراس په خپلو خبرو کې پر عربي هېوادونو هم کلکې نيوکې وکړې، چې د اسلامي جهادي ډلو پر ضد له صليبي اتحاد سره هر ډول مرسته کوي او دغه هېوادونه بايد د دغو کارونو نتيجې هم وزغمي.

بل پلو د جبهة النصرة خواخوږي ديني عالم شيخ ابومحمد المقدسي ويلي، چې اسلامي دولت سره د دوی اختلاف په خپل ځای، مګر دا هيڅکله نشي کولای، چې د مسلمانانو پر ضد دې د امريکا او نړيوالو صیلیبي بريدونه وزغمي.

شيخ ابو محمد المقدسي په دې اړه يوه رساله ليکلې او له خپلو پلويانو يې غوښتي، چې دغه رساله تر خپله وسه خلکو ته ورسوي.

شيخ مقدسي په دغه رساله کې ليکلي، امريکا او نړيوالو هېوادونو د اسلامي دولت پر ضد صليبي جګړه پيل کړې او هر څوک چې د دغې جګړې ملاتړ کوي، هغه د صلیبي یرغل ملګري دي.

شيخ ابومحمد المقدسي، چې اردن حکومت څو کاله د جهادي ډلو د ملاتړ په تور بندي کړی و، څه موده وړاندې يې له بنده راخلاص کړ.

د کتونکو په اند د اردن حکومت دا کار ځکه وکړ، چې شيخ مقدسي د اسلامي دولت پر ضد وکاروي.

له بنده د راخلاصيدو وروسته شيخ مقدسي د اسلامي دولت او جبهة النصرة تر منځ د روغې جوړې هڅه وکړه، مګر چې کله له خپلو هڅو نهيلی شو، نو د اسلامي دولت له لوري اعلان شوی خلافت يې غير شرعي وباله .

له هماغه وخته د اسلامي دولت او شيخ مقدسي تر منځ شخړې او لانجې راپيدا شوې، مګر له هغه وخته چې امريکا او نړيوالو د اسلامي دولت پر ضد د هوايي بريدونو اعلان وکړ، نو شيخ ابو محمد المقدسي خپلو پلويانو ته وويل، چې اسلامي دولت سره د دوی اختلاف په خپل ځای، مګر د اسلامي دولت پر ضد د امريکا، عربي او نړيوالو هېوادونو هوايي بريدونه د صليبي جګړې يوه برخه ده او دوی هيڅکله د مسلمانانو پر ضد صليبي جګړه نشي زغملای.

د اردن حکومت شيخ مقدسي ته ګواښ کړی، چې د اسلامي دولت پر ضد پيل شوي بريدونه دې صليبي جګړه نه بولي، مګر شيخ مقدسي وايي، چې دی به د خپل ژوند تر پايه حق وايي او که په دې لار کې ورته هر ډول ستونزې راځي، دی يې په خوښۍ ګالي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x