افغانستان

د طالبانو په لاس د کابل د فتحې د (۱۸) مې کليزې په مناسبت د اسلامي امارت اعلاميه

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۶مه، ۱۳۹۳ل): له ننه اتلس کاله وړاندې د کورنيو جګړو پر مهال، چې هېواد کې هر خوا چور وچپاول روان و، طالبانو د ۱۳۷۵م ه ل کال د ميزان په شپږمه نېټه پلازېمنه کابل ونيو.

طالبانو د کابل د فتحې د اتلسمې کليزې په مناسبت يوه اعلاميه خپره کړې، چې کټ مټ يې خپروو.

له نن څخه (۱۸) کاله وړاندې د۱۳۷۵ هجري لمريزکال د ميزان شپږم زموږ په تاريخ کې د هېواد د نجات او په افغانستان کې د اسلامي نظام د استحکام خورا مهمه او با ارزښته ورځ وه.

په دې ورځ د طالبانو اسلامي تحريک چې په هېواد کې د پيښو انارشيو، بدبختيو، ټوپکسالاريو، خپل منځي شخړو، د قدرت په سر د مقابلې، شر او فساد او دهېواد د ورانۍ د دسيسو په ضد يې قیام کړی وو، وتوانيد چې دکابل ښار د شر اوفساد له عناصرو پاک او له خورا اوږده څنډ وروسته په افغانستان کې د سوچه اسلامي نظام تهداب کيږدي او د دې هېواد قسم خوړلو دښمنانو ته سزا ورکړي.

دغه له وياړه ډکه ورځ که له يوې خوا د هيواد او هیوادوالو لپاره د ستر بحران څخه د نجات ورځ وه، له بلې خوا همدا ورځ له پخواني شوروي اتحاد سره د جهاد دکابو يونيم ميليون شهیدانو د لوی ارمان اسلامي شريعت د نفاذ او د اسلامي امارت د تشکيل د زمینه سازې ورځې په حيث زموږ په تاریخ کې ثبت شوه.

افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د نړيوالو کفري دسیسو او سیميزو رقابتونو له امله په کراتوله ناورينونو سره مخ شوی؛ خو هرځل داوياړلی ملت توانیدلی چې کفري يرغلونه په شا وتمبوي او هيواد ته له پيښ ناورين څخه د درنو قربانیو په بدل کې نجات ور کړي.

څرنګه چې پخواني ټول يرغلګر او دهغو دسیسه ساز جاسوسان په دې خاوره کې نامراده شوي او خپلو شومو هيلوته نه دي رسیدلي، همداسې نن هم باور لرو چې نننی اشغال او امریکايي قبضه به هم له خپل ټول زور او قوت سره دلته نامراده کیږي او دا ملت به بیا هم د وروستۍ فتحې او خوښۍ ورځ لمانځي.

موږ په داسې حال کې چې داسلامي امارت په لاس د کابل فتحه د هيواد په تاریخ کې دیوځلاند اسلامي دور دپيل ورځ بولو ژمنه کوو چې هیڅکله به د اسلامي نظام د قیام او ځوریدلي اولس د هوساینې او رفاه لپاره له هڅو لاس وانخلو او جهادي مبارزه به مو تر هغه جاري وي ترڅو مو ستړی او ستومانه ملت، د خپلو مظلومو شهیدو شوو اولادونو د آرمان د پوره کیدو ورځ وګوري او د خپل ستر هدف اسلامي حاکميت څخه يوځل بیا برخمن شي.

په کابل کې ننني امریکايي غلامان له پروني هغو شریرو عناصرو سره هيڅ توپير نه لري چې دا هيواد يې دخپلو هوسونو د پوره کيدو لپاره له نابودۍ سره مخ کړی وو او افغانستان يې د تجزيې، قومي، ژبني، مذهبي او نورو اختلافاتو په میدان بدل کړی وو.

د کابل ننني غاصبین هم کټ مټ دهغو غوندې دفساد او فتنو اور ته لمن وهي، فساد او نفاق خپروي،چې په وړاندې یي زموږ مسلمان ملت باید بیدار واوسي په وړاندې یي باید مبارزه وکړي ترڅو خپله پاکه خاوره د تیرپه شان یوځل بیا له دغو شریرو عناصرو تصفیه کړي او دمیزان دشپږمې په شان یوه بله داسلامي نظام او سولې د اعادې زرینه ورځ په تاریخ کې ثبت کړي .

د افغانستان اسلامي امارت
۱۴۳۵/۱۲/۴هـ ق
۱۳۹۳/۷/۶هـ ش ــ 2014/9/28م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد نذیر تنویر

بلی! 18 سال قبل مردم ما مورد آزمایش الهی قرار گرفتند و عزت ازدست رفته شانرا دوباره بدست آوردند. اما حیف و صدها افسوس که قدر آنرا ندانستند و به ذلتی مواجه گشتند که سردار شان امریکا و 49 کشور همپیمان اش گشت! که دستآورد اش این چنین است: – دوصد هزار کشته و معلول؛ – دو ملیون کشته ی زنده نما (معتادین)؛ -5 ملیون معتاد به فساد اخلاقی و رشد موسفی مبتذل؛ – آلودن شدن بیشتر کارمندان دولتی به فساد اداری؛ – انجماد نیروی کاری و پدید آوردن ملیون ها گدائی حرفه یی؛ – انجماد فکری بیشتر نبروی جوان… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x