نظــر

د کابل فتحه د هیواد د معاصر تاریخ کمسارې حماسه

لیکوال: قاري حبیب

د ۱۳۷۵ هش کال د میزان د شپږم په شپه طالبانو کابل ښار ونیو، دا ښار چې دهغه مهال درباني د ایتلافي حکومت ځواکونو ورباندې شاوخوا امنیتي کمربند راګرځولی و، طالبانو د خورا پیچلیو عملیاتو او پراخې جنګي برنامې په نتیجه کې فتحه کړ.

د افغانستان په معاصر تاریخ کې د جګړو او نظامي بریاوو پیښې ډیرې دي، خو داسې نه دي پیښ شوي چې د یوې تمام عیارې جګړې په نتیجه کې یو لوری له بلې خوا د هیواد پلازمینه ونیسي ، د طالبانو لخوا د کابل نیول دتاریخ همداسې یوه نادره او نه اټکلیدونکي پیښه وه.

طالبان چې دعقیدې او جهادي جذبې په روحیه جګړه کوي، له پیل څخه یې پوځي پرمختګ د نظامي چارو څارونکي هیښ کړي و،د کابل تر فتحې وړاندې دهیواد په جنوب او ختیځ کې دطالبانو برق آسا پرمختګونه  دومره له اټکله لرې و چې اکثره نظرخاوندان  خو یي په تحلیل کې پاته راغلل،ځینو دا د پاکستان مداخله وبلله  او ځینو بیا طالبان پخواني کمونیستان وبلل، تردې چې په هغو شپو کې ځینو ناخبره خلکو دا تبلیغات هم کول چې د طالبانو مشري د پخواني کمونیست شاهنواز تڼي په غاړه ده، دوی دکندهار  دپنجوایي ولسوالۍ د تلوکان دکلي د اوسیدونکي او دکمونیزم خلاف مشهور مجاهد ملابورجان اخند په خلاف  چې دطالبانو نظامي مشري يي په غاړه وه همدا غلط تبلیغات کول.

د طالبانو نظامي مشري په پیل کې د تکړه مجاهد  شهید ملامحمد اخند په غاړه وه،نوموړی چې له روسانو سره جنګیدلی او تجربه کار مجاهد و ډیر زر یي دافغانستان په جنوب کې دټوپکي جګړه مارانو ټغر ورټول کړ،د نوموړي دجنګي تاکتیک په اړه دهغه وخت طالبان وایي، چې همیشه یي د شپې لخوا جنګي عملیات پیلول، یو وخت کوم خبریال ترې وپوښتل چې ولې دشپې لخوا تعرضونه کوي ، ده ویل د شپې لخوا په ناڅاپي تعرض دښمن زر وارخطا کیږي او دتیښته لار نیسي ، زما هدف دادی چې دښمن  زر میدان پریږدي او دتیښتې لاره ونیسي تر څو په دواړو خواوو کې د ډیرې وینې توییدنې مخنیوی وشي، دشهید ملامحمد اخند دهمدې تاکتیک برکت و چې په جنوبي ولایاتو کې په جګړو کې له دواړو خواوو ډیرو لږو کسانو ژوند له لاسه ورکړ .

د کندهار له نیولو وروسته چې دطالبانو لښکرې د لویدیځ او ختیځ په خوا لاړې په لویدیځ کې یي قومنده دملامحمد اخندپه غاړه وه او په ختیځ کې یي مشري ملا بورجان اخند کوله ،د ملا بورجان اخند ترټولو سترکارنامه دپلازمینې کابل فتحه وه ، هغه چې نوموړي یي خوشحالي په ژوند ونه لیده، بلکې د فتحې له شیبو لږ وړاندې یي د شهادت جام نوش جان کړ.

د کابل د نیولو لپاره دملابورجان اخند ستراتیژي خورا بریالۍ وه ، نوموړي دشمن په خورا پراخه سیمه کې په جګړه کې ښکیل کړ ترڅو یې په پای کې دې ته وادار کړ چې هر استقامت شکست ومني ،نوموړي خپله حرکت له  ګردیز څخه پیل کړ، میرزکه او ځاځي احمدخیل یي ونیول چې تردې مهاله د سیاف او حکمتیار دکسانو په لاس کې و، ورپسې یي ځاځي اریوب ونیو او له هغه ځایه  په ازره او حصارک ورغلل ، له همدې ځایه یي ځیني ځواکونه د جلال اباد ، کنړ او لغمان د تصفیې لپاره وخوځیدل او نور په کابل څو اړخیز برید ته چمتو شول ، څو ورځې وروسته یي دننګرهار له پل سرخکان او حصارک څخه په یوه ځل هماهنګ برید پیل کړ، په پرلپسې تعرضونو یې د کابل دحکومتي قواوو روحیه په بشپړ ډول وځپله او دې ته یي تیار کړل ترڅو د تیښتې لاره ونیسي .

د طالبانو ددې جګړېیز چلند د بریا په اړه  ددوی سرسخت مخالف احمدشاه مسعود هم تعجب کوي ، له کابل څخه له تیښتې وروسته د سیداقا سانچارکي له قوله احمدشاه مسعود د خنجانو په غونډه کې د طالبانو پرمختګ بیخي حیرانوونکی وباله  ، چې له نظامي اصولو سره سرنه خوړ مسعود  وویل : یک عمل تهاجمی نیازمند چندین روز برنامه ریزی و اكمالات است اما شگفت آور این است كه طالبان در یك شب، به شش تا هفت عملیات تهاجمی پشت سرهم دست می زنند و آن چنان با سرعت و گستاخی عمل می كنند كه هر مقاومتی را در مقابل خود می شكانند.

د کابل دفتحې جګړه نړیوالو رسنیو هم کمساري وبلله ،د انتوني ډیوس په نوم  لویدیځ لیکوال لیکلي چې طالبانو په خپلو مسلسلو بریدونو د شورای نظار ځواکونه بشپړ اغفال کړ او ابتکار یي ترې په لاس کې واخیست ،طالبانو چې د پکتیا، لوګر ، ننګرهار ، کونړ او لغمان سیمې یې پرلپسې نیولې وې،احمدشاه مسعود فکر کاوو چې دوی به ستومانه وي او شاید دسروبي له نیولو وروسته دمه وکړي، ترڅو دکابل دنیولو لپاره خپل اکمالات وکړي، خو طالبانو پرته له دې چې کوم توقف وکړي په کابل برید وکړ.

طالبانو نه یوازې کابل ونیو بلکې تر هغه شیبې یي پرمختګ ته دوام ورکړ چې احمدشاه مسعود یي د دالان سنګ تنګي په الوزولو د هندوکش په خوا دوړاندې تګ مخه ډب کړه .

برتانوي ژورنالیست ډیویډ لاین بیا د افغانستان نظامی چارو له یوه کارپوه څخه په نقل قول د کابل دفتحې جګړه داسې تعبیروي : دا دخوځنده جګړې یوه خورا نادره او اغیزمنه بیلګه وه دافغانستان په جګړه ایز تاریخ کې تراوسه هیڅ کومې ډلې هم  په دومره پراخه عملیاتي سیمه کې په داسې پیچلو او پریکنده عملیاتو لاس نه وو پورې کړی .

د کابل د فتحې جګړه چې د طالبانو دښمنان یي هیښ کړل نو په مختلفو تبلیغاتو یي لاس پورې کړ، ځینو پرته له  سند څخه وویل چې په دې جګړه کې  ګاونډیو هیوادونو شرکت درلود او یا دې ورته دروغجن تبلیغات ، خو په حقیقت کې دایوازې له طالبانو سره دالهي نصرت ښکاره بیلګه وه .

الله تعالی فرمایلي څوک چې زما درضاء لپاره جهاد او هڅه کوي ،زه به  ورته  لارې وښیم . دکابل په فتحې سره همداسې وشول ، الله تعالی هغو طالبانو ته چې د شراوفساد ځواکونو هیڅ نه بلل خورا تاریخي بریا ور نصیب کړه او د شراو فساد د رژیم  نړیوال ملاتړی یي له  نهایي شوی وضعیت سره مخامخ کړل په داسې توګه چې له هغوی سره هیڅ مرستې ته اوزګار نه شول .

اوس هم زیاتره ناخبره کتونکي دا نظر ګردانوي چې دامریکا تر حمایه لاندې  دپایتخت سقوط یو محال او ناممکن کار دی ، او د امریکا په ضد جنګیدونکي مجاهدین دا وړتیا نلري چې په  جبهه یي جنګ کې کومه ستره بریا ترلاسه کړي ،زما په نظر خو دوی باید په دې نظر ډیر اصرار ونه کړي، ځکه جګړه خورا پیچلې عملیه ده چې د پایلو په اړه یی قاطع اټکلونه نه شي کیدلی ، کیدای شي دامریکا تر حمایه لاندې پلازمینه کابل هم د افغان جهادي خوځښت په وړاندې داسې سقوط وکړي لکه  په ۱۹۷۵ م کال کې چې د امریکا تر حمایه لاندې  د ویتنام پایتخت  سایګون سقوط وکړ او امریکایانو یوازې په تیښته غوږونه خلاص کړل .

د میزان د شپږمې حماسه  د افغان پایتخت د امریکایي غاصبانو لپاره د عبرت یوباب دی چې باید ډیر څه ترې زده کړي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سلفی عقایدو وا لا

مننه کود د ودان حبیب صاب د ستا د لیکنی ځخه

نثار احمد صمد

ډیر عینی او عالی حقایق دی بیان کړي دي، قاری صاحب . باالکل حقیقت دی او ټول جریان مطلقأ همداسی و. الله تعالی دی اجر درکړی او الله سبحانه و تعالی دی ټول شهیدان مرحوم او مغفور ولری.
ن . صمد

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x