افغانستان

د ګډ حکومت مشران سبا یوځای لوړه کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۶مه، ‍۱۳۹۳): د ګډ حکومت مشران ډاکټر اشرف غني احمدزی او ډاکټر عبدالله عبدالله به سبا د لوړې مراسم ترسره کړي.

د لوړې د مراسمو سمبالوونکی کمیسیون وايي چې دوی د دې مراسمو لپاره ځانګړي مراسم نیولي او نږدې څوارلس سوه تنه بهرني او کورني مېلمانه يې راغوښتي دي.

د دې کمیسیون د مسوولینو له لوري سبا ورځ په کابل کې عمومي رخصتي ده او اټکل کېږي چې د ګاونډيو هېوادونو مشران به هم په دې مراسمو کې ونډه واخلي.

له بله اړخه تېره ورځ د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا په هرات کې کنفرانس ته وویل چې د ګډ حکومت مشر به د لوړې مراسمو نه وروسته سه شنبه له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړ.

په ورته وخت کې د سپینې ماڼۍ ویاند هم په پوره ټینګار سره ویلي وو، چې د ګډ حکومت مسوولین باید له لوړې وروسته په څلورویشت ساعته کې دغه تړون لاسلیک کړي.

دا په داسې حال کې دی چې عام افغانان  د تړون لاسلیک یو تاریخي خیانت بولي او ډېرو يې په اړه په ټولیزو رسنیو کې تند غبرګونونه ښوودلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x