نظــر

هغه وخت چه مجید سربلند د اطلاعاتو او کلتور وزیر وو

majid-sarbolandد مجید سربلند د مړینې اعلان مې د پښتو بریښنا پاڼو په مخ ولیدلو . که خدای می غاړه بنده نه کړی دا به همغه سربلند وی چه د کارمل په وخت کې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر وو.

پښتانه باید دومره غول او بې پروا نه وی چه خپل ریښتینی دښمنان ونه پيژنی او یا د هغه په وړاندې بې تفاوته واوسی.

داچه زه سربلند له نیږدې ځایه نه پیژنم خو د مجید سر بلند دوزارت په وخت کې

زه د پوهنتون محصل وم ما پدې لیکنه کې خپل ټول قضاوت د افغانستان د رادیو تلویزیون د بې انډوله خپرونو او نشراتو له مخې او په مطبوعاتو کې د پښتوژبې د ډنګرې ونډې په ا ساس کړیدی. نور لیکوالان او مبثرین به وی چه مجید سربلند له نیږدې ځایه وپیژنی د هغه د ښو او بدو کارنامو څخه به سمه خبر تیا لری. نوځکه هیله ده چه نور لیکوالان به پخپلو لیکنو کې د محید سربلند په خدمتونو اوخیانتونو باندې ښه ژوره رڼا واچوی او د هغه اصلی څیره به د ټولو پښتنو په وړاندې راڅرګنده کړی.  

تر کومه ځایه چه زما پوهه کار کوي، مجید سر بلند یعنې د کارمل د وخت دافغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر هغه څوک دی چه د پښتو ژبې تباهی دده له وخت څخه پیل شویده . دده په وخت پښتو د مطبوعاتو له ډګرڅخه ښه سمه په لغته ووهل شوه. دمجید سر بلند د وزارت په وخت کې د اریانا افغانستان د رادیو تلویزیون ټول پروګرامونه په فارسی ژبه بدل شول تاسو په خدای باور وکړی چه کله به زه تلویزیون ته کښیناستم ، که مې په دوه ساعته کې هم یو پښتو اواز او یا یوه پښتو خبره اوریدله،  پس له ډیره وخته به یوه پښتو اواز ته د خارجی سندرو په لړ کې ځای ورکړل شوی وو

که تاسو سربلند د اوسنی مخدوم سره مقایسه کړی تاسو باور وکړی چه مجید سر بلند د اوسنی لعنتی مخدوم رهین څخه په زرځله  د پښتنو ضد او د پښتنو د فرهنګ ،کلتور او ژبې سره سخت مخالف شخص وو. د مجید سربلند د وزارت له وخت څخه چه د پښتوژبې عملي تباهی را پيل شوېده ، بیا تر نن پورې دغه وزارت د ایرانیانو او کارملیانو له منګولو ندی خلاص شوی او تر نن ورځې پورې پښتوژبې بیرته د افغانستان په مطبوعاتو خپل ځای ندی تر لاسه کړی.

دا هرچاته ښکاره ده چه کارمل د پښتنو سخت مخالف شخص وو،  خو کارمل د پښتنو د راتلونکې تباهی په موخه خپل پښتنی ضد ټول زهر د مجید سربلند په مټ د مطبوعاتو په ډګر کې د پښتو ژبې په اساسی ورکه باندې تویول.

کارمل او مجید سربلند خپل ټول هغه ګوندیز نفرت چه د امین او ترکی  په وړاندې یې درلودلو د اطلاعاتو او کلتور د وزارت په ډګر کې له پښتو ژبې ایستلو.

د مجید سر بلند د وزارت په وخت کې د خلک دیموکراتیک ګوند د ثور د انقلاب د حقیقت په نامه یوه ورځپاڼه چه ډیره برخه یې په پښتو ژبه خپریدله . په مقابل کې د حقیقت انقلاب ثور ورځپاڼه را وایستل شوه چه حتی یو ټکی پښتو به پکې نه وه  

مجید سربلند د وزارت په وخت کې د تلویزیون په مخ ټول پښتو فلمونه بند او د بې فرهنګه فلمونو په نامه یې یاد کړل او په بدل کې یې ایرانی، هندی او روسی فلمونه او سریالونه را چالان کړل چه روسی ټول سریالونه به په فارسی ژبه ترجمه شوی وو.

څوک باید د چا په مرګ خوشاله نشی اوزه د مجید سربلند په مړینه لدې کبله  متاثره شوم چه د پښتو بریښنا پاڼو په مخ مې ددې پښتون ضد شخص د فاتحې اعلان په ډیر شد او مد سره ولیدلو. داسې راته ښکاره شوه چه د دې بریښنا پاڼو چلوونکی د کومې بدمرغی تر تاثیر لاندې غواړی چه پښتانه د مجید سربلند فاتحی ته ورشی او دخپل کلتور او فرهنګ دغه ریښتیني دښمن  ته د مغفرت لاسونه پورته کړی.  

موږ باید له یاده ونه باسو چه مجید سربلند د خپل وزارت په وخت کې په ادبی ډګر کې د پښتو ژبې سره تر بل هر چا  ډیره لویه جفا او دښمنی کړیده. نو ځکه زه پخپل وار سره د مجید سر بلند د ټولو هغه کړنو غندنه کوم کوم چه ده د پښتو ژبې د کمزوری کولو لپاره تر سره کړیدی.  

د مجید سربلند کورنی ته دا بیخی یوه د شرم خبره بولم چه دوی دخبری رسنیو په مخ د مجید سربلند د مړینې خبر خپور کړ ځکه چه مجید سربلند د خپلې واکمنی په وخت کې د پښتو او پښتنو لپاره داسې ګلان ندی کرلی چه نن ددوی غاړې ورباندې لوړې وی . بلکه دده د کورني غړی باید پدې خبره سره سر خلاص کړی چه مجید سربلند یو وطنفروشه او د پښتونولی ضد شخصیت درلودلو. ها که دوی د مجید سربلندد دښوکارنامو څخه کومه یوه ښه یادولای شی نو مهرباني د وکړی موږ ته یې د هم ووایی.

نن چه مخدوم غوندې خلک د مجید سر بلند ستاینه کوی او هغه د یوه ښه وزیر په نوم یادوی. دا ددوی حق دی ځکه چه په ریښتیا سره هم مجید سربلند د مخدوم رهین په شان د پښتنو د کلتور او فرهنګ ضد او د ایرانی فرهنګ رواجوونکی او پالونکی وزیر وو.

زما په اند پښتون ولس باید د مجید سربلند د جنازې په وړاندې خپل مخالفت ښکاره کړی وای . او په  افغانستان کې یې دهغه د جنازې په هکله خپله نارضایتي څرګنده کړې وای .

د مجید سر بلند د خرابو کارنامو په هکله ټولې رسنی پټه خوله پاته شوې او ټولو لیکوالانو هيڅ هم ونه لیکل حال داچه دلته به ډیر داسې کسان وی چه د سربلند ټولې ناروا کړنې او د پښتني فرهنګ سره د هغه ټول خیانتونه به ورته ښه څرګند وی خو دلته یې ځانونه چپ نیولی دی .

د مجید سربلند د مړینې خبر د پښتو بریښناپاڼو له خوا داسې په شد او مد سره خپور شو لکه مجید سربلند چه د پښتنو کوم اتل تیرشوی وی. او دوی یې پښتانه د جنازې او مغفرت غوښتلو لپاره خبروی. ځکه د بینوا اوو لرو بر بریښنا پاڼو ددې اعلان د خپرولو غندنه هم کوم. باور لرم چه دوی به یوه ورځ د مخدوم رهین دفاتحې په اعلان سره هم ښه سم شخوند ووهی.

د افسوس خبره خو داده چه موږ د خپل ولس او فرهنګ قاتلین بیرته پخپلې ناپوهی سره ستایو.

مننه

داکټر کاکا جان سهار

27/06/2011

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x