نړۍ

د سعودي عربستان دوه پيلوټان له جنګي الوتکو سره اسلامي دولت ته تسليم شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۶مه، ۱۳۹۳ل): ترکي رسنيو اسلامي دولت ته د نژدې سرچينو له قوله ليکلي، چې د سعودي عربستان دوه پيلوټان له جيټ الوتکو سره د عراق او شام اسلامي دولت ته تسليم شوي دي.

ويل کيږي، چې دواړه پيلوټان پرون د جمعې پر ورځ د اسلامي دولت تر ولکې لاندې سيمې د الطبقه پر هوايي ډګر خپلې الوتکې کوزې کړې او اسلامي دولت سره يې بيعت اعلان کړ.

سوريه کې اسلامي دولت ته نژدې يوې انټرنيټي پاڼې ليکلي، چې دواړو پيلوټانو دوه جيټ الوتکې، چې د فرانسې جنډې پرې ليګدلې وې د الطبقه پر هوايي ډګر اسلامي دولت ته تسليم کړي دي.

نوموړي سايټ د تسليم شويو پيلوټانو له قوله ليکلي، چې دوی اسلامي دولت سره بيعت کوي او هيڅکله به د صليبي اتحاد لپاره پر مسلمانانو بريدونه ونکړي او ډېر ژر به نور پيلوټان هم اسلامي دولت ته تسليم شي.

سعودي عربستان تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
هاشم ظاهري افغان

د دغه ښه خبر څخه دا معلوممیږي چي لا په عربو کي اسلامي اوعربي غیرت پاتي دی. الله د د مسلمانانو ویده ضمیرونه را ویښ او د خپل مقدس دین د سرلوړی دپاره استعمال کړي.
ډیر ښه خبر دی، زما په نظر ډیر مسلمانان په دغه عمل خوشحاله سوي وي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x