شعـــــرونه

متفکر صاب

شاعر: اسدالله رزین
په کوم باورپه کوم سند بیاله دښمن سره تړون په کارده
ښه ډیريي مړه کړو بیخی بس ده نورژوندون په کارده
۱-             مرګ،ځولنې، کورکنډوالې، لولوهدیرې دهیرولونه دې
په سپوخوړل ،په اورسوځل،بولي کول نورد منلونه دي
متفکرصاب ستاپه فکرکي نورهم کړیدا شته اوکه بدلون په کارده
ښه ډیريي مړه کړوبیخي بس ده نورژوندون په کارده
۲-             زموږدعزت څلې اعدام ترخپل هوس يي جارکړل
نه په وړونه په زړوچارحم وکړبربریت ته يي بارکړل
متفکرصاب ستاوجدان دغه منی که اوښتون په کارده
ښه ډیريي مړه کړوبیخي بس ده نورژوندون په کارده
۳-            روځ ټوله ستړې منډې ترړې ځمکه اسمان غوریدل
دشپې چاپې ډیرزیات وحشت پکې راغلي شیطانان غوریدل
متفکرصاب دغربي دنیاداموکې تپیدل که ترې خلاصون په کارده
ښه ډیريي مړه کړوبیخي بس ده نورژوندون په کارده
۴-            زموږدبدن ټوټې يي پرې کړې ښې ډالۍ امریکایان يي یادکړل
پلار،مور،دوستان،ټوله اروپا،ټول مسیحیت اوټول پاپان يي یادکړل
متفکرصاب وحشت چیرته وحشت کوم اوله وحشت سره څه کړون په کارده
ښه ډیريي مړه کړوبیخي بس ده نورژوندون په کارده
۵-            ماټول پیښ سوي دقلم په ژبه راوړل دزیاتي هیڅ ضرورت نه ؤ
د حقیقتونوداثبات لپاره وړ تردي بل هیڅ غوره حجت نه ؤ
متفکرصاب ستايي خوښه خويي(رزین)نورسباؤن په کارده
ښه ډیريي مړه کړوبیخي بس ده نورژوندون په کارده
شنبه ۱/۱۵ماسپشین ۲۷/۹/۲۰۱۴شرقی بايي پاس.   رزین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ساپي

اسدالله خان په سلامونودي هركلي كوم په دي هيله چي د دنيا اواخرت په كارونوكي بريالي اوسي . گرانه داچي تاپخپل شعركي دانسان ،انسانيت ټول كرامات اوپخپل گران هيواد افغانستان دظلمونودلړئ ښه انځوردي په ډيره خوږه اودشعرپه ژبه رانغښتي ول په گوتواوقلم دي بركت شه . مگردومره بايد درته ووايم چي دا ارزان قيمته اودصليبيانولخواء جوړشوي متفكرين چي په افغان مجاهد ولس تپل شوي دي دوي فقط دشنوډالراودپاني دنيادمقامونوخوند پيژني اوبس ځكه دا نيانځكي د دي لپاره پيرودل شوي اوروزل شوي چي دخپل بادارهره نارواء رواء اوهرظلم اونادوده يي اصلاح وگڼي په هرصورت الله ج دي زمونږپه مظلوم ملت ورحميږي… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x