شعـــــرونه

د محمدامین حيدری یو شعر

شاعر: محمد امین حیدري

ښامار په زهري نېښ کې ملغلرې دي تړلې

وخت پټه خله په ژبه کې خبرې دي تړلې

ملنګ لپې نيولې دي او خدای ته په ژړا دی

دزړه له ړنګ منار یې چا کوترې دي تړلې

نړیږي دزړه ستنې په لیدو دې ویده بازه

تاشونډې او ښکاري درنه وزرې دي تړلې

ورک شوي له ځانونو څخه هم دستا په عشق کې

ای خدايه دا ريښې څومره ژورې دي تړلې

دشونډو په نازکو پردو تېر وسپنيز تاره

دانه وایې چې شونډې که ډبرې دي تړلې

دوئ ندي اړ چې وغواړي دژوند خیرات غلیم نه

دوئ ژبه کې غلیم څخه لښکرې دي تړلې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x