افغانستان

میدان وردګ: چاودنې ۵ اربکیان وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۶مه ۱۳۹۳ل): د میدان وردګ ولایت په جلریز ولسوالۍ کې ماین چاودنې ۵ اربکیان وژلي.

د دغه ولایت د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي ویلي چې دغه چاودنه تېره د جلریز ولسوالۍ په اسماعیل خېلو سیمه کې رامنځته شوې.

نوموړي زیاته کړې چې یو اربکی له طالبانو سره په نښته کې ووژل شو، نور اربکیان چې د نوموړي مړي د انتقال لپاره سېمې ته تلل په لاره کې د طالبان پر ماین ورغلل.

خوږياڼي  وویل په چاودنه کې ۵ اربکیان ووژل شول او رینجر موټر یې په بشپړه توګه ویجاړه شوه.

په عین حال کې طالبانو ددغې چاودنې مسوولیت پر غاړه اخېستی او ويلي يې دي چې چاودنه د نظم عامه پولیسو په زغروال ټانګ شوې.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد زیاتوي چې چاودنه تېره ورځ ماسپښین ۲ بجې په اسماعیل خېل نومې سیمه کې وشوه. نوموړی وايي د چاودنې په ترڅ کې ۶ پولیس ځای پر ځای ووژل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x