امینتي تړون او څو عمده ضررونه

لیکوال: فاتح کاروان

امریکایانو دا دومره پيسې او وسلې د دی لپاره نه دي کارولي چې ګواکی دوی زموږ  سره  خواخوږي لري، بلکې  د دوی د پیسو، وسلو او پوځيانو د قربانیو  په بدل کې دوی  ډير څه غواړي چې باید تر  لاسه  یې کړي.

افغانستان خو د دی صلیبي خونخوارو له لاسه د نړی تر ټولو وروسته پاتې هیواد دی، اصلاً د افغانستان د بدبختۍ  اساس همدې صلیبي امریکایانو او بریطانویانو ایښې، پرون بریطانویانو د دی خاورې د مستعمره کولو ناکامې هڅې کولی، چې په پای کې يې  امپراطوري دړي وړي شوه خو د ډيورنډ په نوم شرمیدلې کرښه يې  موږ ته د تاریخي جنجال په توګه راپریښوده او نن  بیا امریکایان هڅه کوي  چې  افغانستان خپله مستمعمره وګرځوي.

د صلیبي یرغل را په د ی خوا په افغانستان کې د نصرانیت د ترویج لپاره پراخه پانګونه شوی، همدا اوس په زرګونو کسان مرتد شوي دي خو د له ډاره غږ نه شي پورته کولای. همدا راز په تعلیمي نصاب کې  زړه بوږنونکي بدلونونه هم  هغه  څه دي چې موږ ته د امریکايي وحشیانو د دوستۍ اصلیت په ښه توګه راښايي، امریکایان چې په نړی کې د شیطانت او رذالت ریکارډ لري، هڅه کوي چې په افغانستان کې خپل یو لاسپوڅی نظام حاکم کړي او بیا ورسره  د امنیتي تړون په نوم داسې یو تړون امضاء کړي  چې له مخې به یې دلته د امریکایانو هر جنایت او وحشت قانوني کړنه وبلل شي. د خلکو په کلیو او کورو چاپی او بمبارونه، د مدارسو او مساجدو ړنګول، د دیني عالمانو، حافظانو او مجاهدینو له منځه وړل، د فحشاء ، عریانۍ او بې دینۍ ترویج، د لږګیو په نوم د صلیبي اقلیت رامنځ ته کول چې  په ترڅ کې به يې نوي مرتد شوي تش په نامه افغانان  یوه ټولنه جوړوي لومړی به د سیاست میدان ته را دانګی او وروسته به د کفارو په مرسته واک تر لاسه کوي ، تر څو په دی ډول افغانستان یو صلیبي هیواد شي!! د ښځو د حقوقو په نوم د زناکارۍ او بې بندو باره ازادۍ عامول چې دا هم په لوی لاس د افغانستان د تباهۍ هڅه ده. دا او دی ته ورته په لسګونو توطيي دي چې د امنیتي تړون له امضاء وروسته به په دی برخو کې فعالیتونه قانوني جواز پیداکړی او بیا به هیڅوک په دی کارونو کې د امریکا پر وړاندې د خولې د چوله کولو  حق نه لري!!

دا چې نن سبا د امنیتي تړون اوازی  ډيری ګرمې دي  په دی هکله  زموږ مسلمانو تکړه او با احساسه لیکوالانو  ښایسته او واضحه لیکل کړي  خو ما هم  د یو مسلمان او افغان په حیث وپتیله چې باید خپل ولس ته د دی منحوس تړون عمده ضررونه بیان کړم تر څو مې خپل ایماني او وجداني مسؤلیت اجرا کړی وي.

لاندې څو مهم ضررونه چې  سترګې پرې نه شي پټيدای:

۱: دا تړون د کفارو سره دوستي ده او د کفاروسره دوستي د قرآن کریم په ډیرو ایتونو کې حرامه بلل شوی.

۲: دا تړون  د زورور او کمزوري تر منځ کیږي ، چې په منځ  کې يې هیڅ کوم ضمانت ګړی نشته، او نه هم  د کابل د اداری  چارواکي دومره دي چې سبا ورځ له تړون نه راپیداکیدونکي جنجالونه حل کړي.

۳:  هر هیواد د نورو هیوادونو سره تړونونه امضاء کوي، خو په دی شرط چې له یوې خوا د یادو دواړوهیوادونو چارواکي د خپلو ولسونو لخوا انتخاب شوي وي او له بلې خوا ولس  په دی هکله  هر اړخیزه اګاهي ولري. متأسفانه چې دلته  دواړه خبری معکوسی دي . ولس  له  چارواکو نفرت کوي ، دوی ته خپله خوښه سپارل خو یې لری خبره ده.

۴: تړون د هغه هیواد سره کیږي چې  له پخوا نه ورسره  ښې اړیکي موجودی وي، حکومت یې  ظالم نه وي او د تړون هدف یواځې دوه اړخیزه همکاري وي، هغه هم  د اسلامي شریعت په چوکاټ کې دخیله، خو اوسنی تړون  یو مخ  د اسلام سره په ټکر کې دی او د داسې  یو هیواد سره کیږي  چې  زموږ  دښمن او  ظالم هیواد دی، نه خو  اسلامي شریعت د دی تړون د امضاء اجازه ورکوي او نه هم  اوسني شرایط.

۵: امریکایان اشغالګر دي او د اشغالګرو سره دوستي ، په هیڅ یوه منطق نه ده روا، دا چې له یوې خوا مو هیواد اشغال دی باید د دی کفارو پرضد جهاد وکړو له بلې خوا د تړون خبری کیږي، په حقیقت کې دا یو صلیبي توطیه ده چې له مخې به یې د کفارو پرضد جهاد په دوستۍ او غلامۍ بدلیږي، چې دا بیا هیڅ یو مسلمان او با احساسه افغان ته د منلو وړ خبر نه ده، ځکه چې د کوم کافر سره جهاد فرض وي  د هغوی سره دوستي د الله جل جلاله سره دښمني ده.

۶: د سعودي او پاکستان مثال ورکول هم له کمعقلتوب پرته بل څه  نه دي، ځکه چې  موږ په سعودي یا پاکستان ایمان نه لرو بلکې په قرآن او حدیث ایمان لرو، زموږ  او د سعودي د شیخانو فرق دادی چې هغوی  دین له سیاست نه جلا کړی او موږ سیاست له دین نه جلا کول د بې دینۍ  په لوري یو  مهم ګام بولو چې  نه به یې پخپله واخلو او نه به دلته نور چاته اجازه ورکړو چې دین او سیاست سره جلا کړي، بیا په پاکستان او سعودي کې د امریکایان موجودیت  په افغانستان کې د امریکایانو د موجودیت سره د ځمکې او آسمان فرق لري، نو ځکه  د تړون د منلو لپاره دا دلیل هم هسې عبث خواري ده.

۷: په تیرو دیارلسو کالو کې د امریکایانو بې شمیره جنایت موږ ته دا ا جازه نه راکوي چې  د امریکایانو سره  تړونونه امضاء کړو، امریکایان باید موږ ته حساب راکړي، زموږ پر حریم يې تیر کړی، خلک یې وژلي، کلي او کورونه یې نړولي، بي دیني او فحاشي یې خپره کړی، د تړون یو هدف هم دادی چې په دی سره به د امریکایان ترسره کړي جنایات پټ شي او امریکایان به له حساب نه خلاص شي.

۸:  امریکایان ټګ او برګ خلک دي، هیڅوک نه شي ښودلای چې په دی دیارلسو کالو کې دی امریکایانو دلته کومه اساسي زیربنا رغولي وي، نه يې  بریښنا کوم ستر ډیم جوړ کړ، نه یې کومه مجهزه فابریکه، پرمختللې روغتون او  نړیوال پوهنتون جوړ کړ، نو چې په دی دیارلسو کالو کې يې  څه و نکړل، پرته له ظلمونو او وحشتونو، له دی وروسته به يې څه وکړي؟!!

۹:  د کابل اداره د هیوادوالو لخوا نه بلکې د امریکا د خارجه وزارت او  امریکايي سفارت لخوا رامنځ ته شوی، ځکه خو هیڅ قانوني ارزښت نلري، نه یې تړونونه او معاهدی د منلو دي، تړونونه د ولسونو کار دی، ولس خپل استازي ټاکي او استازي بیا فیصله کوي، په اوسنۍ اداره کې خو د ولس استازي نه بلکې د ولس قاتلین، زاړه کمونیستان، او د هیواد قسم خوړلي دښمنان په واک کې قرار لري، نو ددوی تړونونه به هیواد ته څه ګټه وکړي؟!!

۱۰:  امریکا او هند له افغانستان نه د خپلو نظامي اډو په توګه کار اخلي، دوی هڅه کوي چې  افغانستان د ایران، پاکستان، چین او  روسیې پرضد  وکاروي، سبا به دوی ښپې سپکې کړي افغانستان به بیا د دی هیوادونو سره په جنجالونو او جګړو اخته وي، ولې چې د ګاونډیتوب  متقابل احترام دلته نه دی ساتل شوی، همدا شان پاکستان، ایران،چین او ورسيه هم هڅه کوي چې افغانستان د خپلو رقیبانو پرضد د مورچې په حیث وکاروي، نو دی ټولو خبرو ته په پام سره امریکا دلته د سره امنیت نه غواړي، بلکې هڅه کوي  افغانان د ټول عمر لپاره د خپلې غلامۍ په پړي کلک وتړي او ځانته یې محتاج وساتي.

پورته څو عمده  او ښکاره خبری  دي چې ټول هیوادوال له دی خبرو خبر دي، تر څو چې دا مسئلی حل نه شي تړون  هیڅ معنی نلري، بلکې دا به په لوی امریکایانو ته د افغانانو د مهارولو چانس په لاس ورکول وي، او یا دا چې د ډيورنډ او ګندمګ شرمیدلي کارنامې به تکرار شي، نور نو د داسې تړون هیڅ ګټه نشته، هغه څوک چې دفاع یې کوي هغوی  اکثریت په ډالرو اخیستل شوي  ایمان پلورونکي دي چې  نه د ملت استازي بلل کیږي او نه هم  د دین او هیواد خواخوږي.

د یو ازاد او خپلواکي اسلامي افغانستان  په هیله.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د