نظــر

دظلم کاسه نسکوره ده

ahmad_wali_karzai_brotherسید سعید

په افغانستان کي دامریکایې ښکېلاک دروان لس کلن کشتاراوناتاردغړانده اورسپرغۍ دکرزي په کورکي هم ولګیده ،هغه اورچي هره ورځ بلاناغه مودهیوادوالوکورونه ،فصلونه اوباغونه سوځوي ،له سره موبوډاګان مشران اوله غیږي موماشومان اخلي ، له ماشومانو مو پلار ومور نیستي کوي ،

له ځوانانومودژوندملګري بیلوي او…..دښکېلاک پرضدمودمبارزه کوونکوشازلموپښواولاسوته هتکړۍ اوزولنې وراچوي ،په کلونوکلونویې له کوروکلي څخه لیري اوله حاله یې ناخبره په قفسونوکي ساتي .دبشردوستۍ !! اوډیموکراسۍ دعلمبردارانوله لوري دجنګي اسیرانوسره دنړیوالومقرره قوانینوخلاف چال چلندکیږي ،په پرله پسې توګه شکنجه کیږي ،په رواني لحاظ کړول کیږي آن بیله قاضي اودیوانه اوپرته له محاکمې اووکیله اعدامیږي ،بالاخره همدې اورنن دولسمشر!! دکورخوښۍ هم په ویراوساندوبدرګه کړې  .دحامدکرزي کشروروراحمدولي کرزی په خپل استوګنځای کي دخپل یوه ساتونکي سردامحمدله لوري ووژل سواونوموړي هم سم دستي  دولي کرزي دنوروساتونکوله خواله منځه یووړل سواومړی یې بیادکندهارښارپه شهیدانوچوک کي راځوړندسو.مشرکرزي دکشرکرزي په وژلوبېسارې خواشیني ښکاره کړه اوپه تړاویې له کابله کندهارته راغی .

احمدولي کرزی که ظاهرادکندهاردولایتي شوری رئیس ؤ،خوپه واقعیت کي نه یوازي دکندهاربلکي دټولي جنوب لویدیځي حوزې ترټولوځواکمن واکمن ؤ،ځکه دهغه په خوښه اوغوښتنه دیادي حوزې لوړپوړي چارواکي نصب اوعزل کیدل .وژل سوي کرزي ډیري ځانګړتیاوي درلودې هغه قانوني اوغیرقانوني تجارت کاوه ،دمشرکرزي لپاره یې سیاسي ،مالي اوملکیتي کمپاین کاوه ،دامریکالپاره یې بیاجاسوسان استخدامول اوروزل اوبیابه یې په ځانګړې توګه دهغوی سره په پوځي عملیاتوکي دمرستي لپاره لیږل .دنیویارک ټایمزپه حواله هغه ته هره میاشت «sia »پرېمانه ډالرورکول .هغه به بیاخپلوپلویانواونسبتابانفوذه کسانوته ښې پیسې ورکولې خوچي لاربه یې نه  ورسره وړله نوبیایې په وژلوهم صرفه نه کوله ،په کندهارکي یې دمیشتوقومونوسره دمورمیرې چلندکاوه حتی دځینوقومي مشرانودوژلوګوته هم ورته نیول کیږي .دکرزي سیاسي مخالفین یې ډبل اوتهدیدول ،دیوشمېرژورنالیستانوپه وهلو،بندي کولواووژلوهم تورن ؤ،دمځکوغصبولواومخدره موادودخورا بډایې مافیامشري یې هم کوله .لنډه داچي دولي کرزي تشه به کرزی اوامریکایان په هیڅ ډول هم ډکه نکړای سي ،ځکه دهغه بدیل نه دکرزي په نورووروڼوکي لیدل کیږي اونه هم په جنوب لویدیځ کي دبل ټبرپه هغوکي چي کرزي اوامریکاته نژدې اووفاداردي .

په دې وروستیوکي  دکابل ادارې خورااغیزمني سټي ووژل سوې د کندزوالي انجنیرعمر،امنیه قوماندان یې سیدخیلي ،دکندهارامنیه قوماندان خال محمد،د۳۰۳شمال زون قوماندان  جنرال داوددتخارامنیه قوماندان شاجهان نوري اوګڼ شمېرنوروټیټ پوړو اوجګپوړو  چارواکویوپه بل پسې خپل سرونه وخوړل  .

مشهوره اومنلې ده چي دظلم کاسه نسکوره ده چاچي نورژړولي اووژلي دي خپله  هم دورته برخلیک سره مخامخ سوي دي .هغوی چي داسلام اوهیوادسره خیانت کړی دی ،دواړي یې خطاسوي دي ،په دنیاکي یې هیلي نیمګړي ارمانونه نیمه خواسوي دي ،اوپه اخرت کي بیادهسک څښتن تعالی دقانون اوسنت له مخي رټل سوي اومجازات سوي دي ،کرزی ،وروڼه ،یاران اوپه ټوله کي ټلواله یې هغه توراوبدنام کرکټرونه اوبانډونه دي چي دافغانستان مظلوم ولس به یې په هیڅ ډول هم ونه بخښي ،ځکه همدي ووچي صلیبي وژنکوفاشیستانوته یې نه یوازي پرافغانستان دیرغل زمینه مساعده کړه ،بلکي عملایې دهغوی دپیاده پوځیانورول اداکاوه هغوی ته به یې کوردینات ورکول چي له امله یې په لسهاووزره افغانان شهیدان اوټپیان سول ،جونګړي یې بمباراوشتمنۍ یې تالاترغه سوې ،خودوی بیاپه بهراوداخل کي ښکلي قصرونه ودان کړل دمارکیټونواوشرکتونومالکان اوملیونران سول .

هو! احمدولي کرزی که ملیونرسو،خودادی مړسو،حساب وکتاب به یې هغه ورکوي ،مګرمزې اوچړچې به نورپکښي کوي ،دمرګ څخه خوهسي هم چاره نسته ځکه له وجودسره عدم تړلی دی ،یوازي اویوازي هغه لایزال څښتن (ج)به تل ترتله موجودوي ،چي له ازله ترابده یې پاچایې چلیږي ،نونیکمرغه هغوی دي چي خپل مادي اومعنوي شتمنۍ دحقیقي بادارتررضاقربان کړي ،اوبدمرغه بیاهغه دی چي دڅه نامعلوم وخت اومحدودومزولپاره دحقیقي باداردغلامۍ پرځای دناټویاوارسا،امریکایابرتانیااو…..دغلامۍ کړۍ وغاړي ته اچوي ،چي دګران هیوادپه معاصرتاریخ کي ددواړو(نیکمرغواوبدمرغو)زښت ډیرمثالونه سته .

دنومیالي صوفي علي ثقیفي (رح )ارزښتمنه ویناده چي :«افسوس دهغه چاپرحال چي ټول یې په هیڅ خرڅ کړل اوهیڅ یې په ټولورانیوی » .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x