د پاکستان له خوا د بهرني سیاست د کنټرول په اړه د حامد کرزی هیښونکې وینا

نن ټکی آسیا – سرمقاله: دتیري جمعې په ورځ ولسمشر کرزي په خپلې وداعیه وینا کې د افغانستان په اړه یو لړ ناویلي حقائق را وسپړل.

نوموړي وویل چې ما د خپلې واکمنۍ په ۱۳ کلن بهیر کې شل ځله ګاونډي هیواد پاکستان ته سفرونه کړی، خو دغو سفرونو په افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره هیڅ مرسته نه ده کړې؛ ځکه په افغانستان کې دسولې له تحکیم سره دپاکستان مرسته مشروطه مرسته وه او هغه دا چې باید افغانستان هم د ډیورنډ فرضې کرښه په رسمیت وپیژني او هم دخپل هیواد د بهرني سیاست واک د پاکستان په اختیار کې ورکړي.

تر اوسه پوري افغانان په دې نظر ول چې پاکستان غواړي یواځې په خپل ګاونډ کې داسې یو افغانستان ولري چې هغه په هر څه کې پاکستان ته محتاج وي، خو دا لومړی ځل دی چې حامد کرزی د افغانستان د ولسمشر په توګه دا خبره په ډاګه کوي چې پاکستاني چارواکي له نوموړي څخه د ډیورنډ فرضي کرښې د رسمیت تر څنګ پاکستان ته د خپل هیواد د بهرني سیاست ورسپارلو غوښتنه هم کړې.

له بده مرغه په افغانستان باندې د بهرنیو اشغالګرو د پرلپسي تیریو له کبله زمونږ هیواد په داسې نامناسب وضعیت کې قرار لري چې ګاونډیان یې ورڅخه دغه ډول نامشروعې او غیر اخلاقي غوښتنې کوي.

که پر افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد او د هغه په تعقیب د اوسني امریکايي ایتلاف یرغل نه وای بیا د پاکستان په شمول هیڅ ګاونډي او سیمه ییز هیواد د دې جرأت نشوای کولای چې د افغانستان له ولسمشر څخه د خارجي سیاست د ورسپارلو غوښتنه وکړي، ځکه پاکستان په تاریخي لحاظ هغه هیواد دی چې دځمکني کٌري پرمخ د ده موجودیت د افغانانو د سرښندنو او فداکاریو محصول دی ، که د انګریزي اشغالګرو پرخلاف د افغانانو مقاومت نه وای نو اوس به هم پاکستان د هندي مستعمرې دیوې ټوټې په حیثیت موجود وه نه دیوه مستقل هیواد پاکستان په توګه.

د ګاونډي هیواد پاکستان دغه هڅې او نامشروع غوښتنې پر افغانستان باندې د شوروي یرغل له پیله نه شروع بیا تر اوسه پوري دوام لري، خو افغانان که هرڅومره د بهرنیو اشغالګرو دمسلسلو تجاوزاتو له کبله ځوریدلي او کړیدلي بیايي هم دخپل هیواد ځمکني تمامیت، داخلي او بهرني سیاست مستقل ساتلی او هیڅ دیته نه دې حاضر شوي چې د پاکستان په شمول د خپل هیواد دکورنیو او بهرنیو چارو سیاست بل اجنبي طرف ته وسپاري.

د ډیورنډ كرښې په رسمیت پیژندل خوهغه پخوانۍ جنجالي موضوع ده، چې هر وخت د پاکستان او افغانستان تر منځ مطرح وي، د پاکستان لخوا د دغې موضوع په اړه د استاد رباني په مشرۍ د مجاهدینو له حکومت نه رانیولې بیا د کرزې ترحکومت پوري تل یادونه او د ډیورنډ کرښې د په رسمیت پیژندلو مطالبه شوې چې هیچاهم نده ورسره منلې.

خو هغه څه چې د پاکستان په نوې غوښتنه کې د حیرانتیا وړ خبره ده هغه داچې هغوی د ډیورنډ کرښې د رسمیت ترڅنګ له افغاني لوري څخه د افغانستان د خارجي سیاست واک ورسپارلو غوښتنه هم کړې ده .

پاکستان د کابل د ناتوانه حکومت له بد وضعیت نه په سوء استفادې سره یواځې له ولسمشر کرزي نه دخارجي سیاست دواک ورسپارلو غوښتنه نده کړې ، بلکې په دې اړه یې پر طالبانو هم د هغوي دمجبوریت له وجې ډول ډول فشارونه راوړي خو تر اوسه پوري پاکستان په دې نه دی توانیدلي چې د طالبانو په شمول له هیڅ افغاني لوري څخه د افغانستان د کورني او یا بهرني سیاست د کنټرول واک ترلاسه کړي.

د بیلګې په توګه څه موده مخکي الجزیره شبکې یورپوټ خپور کړ چې دهغه په استناد ویل شوي وه چې پاکستاني چارواکو د طالبانو د سیاسي کمیسیون دمشر سید طیب اغا وروڼه په دې غرض نیولې، تر څو نوموړی مجبور کړي چې د طالبانو بهرنيو اړیکو كنټرول خپل په واک کې راولي.

پاکستان د خپلې دغې غوښتنې د اعمال لپاره له مختلفو لارو کوښښ کوي ، کله د کراچۍ په بندر کې د افغاني تجارانو مالونه د ډیر وخت لپاره بندوي، کله په سرحدي سیمو توغندي واروي او کله هم په پاکستان کې میشت مهاجر افغانان په یوه او بله پلمه تنګوي تر څو افغان چارواکي د خپلو غوښتنو منلو ته اړباسي.

خو افغانان که څه هم چې دری نیمو لسیزو مسلسلو جګړو سخت ځپلي او همدا اوس یې هیواد تر خارجي یرغل لاندې دی خو بیا هم په هیڅ صورت دیته نه دې تیار شوي چې دخپل هیواد پرخلیک ، د کورني او یا بهرني سیاست واک پاکستان یا بل کوم اجنبي لوري ته حواله کړي .

د بیلګې په توګه دطالبانو لوړ پوړي مشران په پاکستاني زندانونو کې دمرګ تر مرحلې وکړول شول خو دخپل هیواد پر مصالحو معاملې ته نه شول حاضر ، همدا راز هغه کرزی چې دخپل حکومت د استحکام لپاره یې شل ځله پاکستان ته سفرونه وکړل او د ده په وینا هرځلې پاکستاني چارواکو خپله نامطلوبه غوښتنه ورته تکرار کړې مګر ده نده منلې.

البته یو شمیر مزدور او پردي پال افغانان شته چې د خپلو شخصي مصالحو د تحقق لپاره یې د ګاونډیانو په شمول د یو شمیر غاصبو اجنبي هیوادونو غوښتنې منلې لکه همدا اوس چې له امریکایانو سره د امنیتي تړون تر نامه لاندې د افغانستان د ارضي تمامیت خرڅولو ته یې تیاری ښودلی.

دغه منفور شخصیتونه که څه هم په بڼه او څیره افغانان خو په حقیقت کې هغه منحط او لویدلي کریکترونه دي چې دخپلو بي ننګه اسلافو شاه شحاع او ببرک کارمل په څیر به تل د افغان غیرتي ولس لخوا په هیواد او ناموس پلورنې محکوم وي او دخارجي یرغلګرو له پر شاتګ سره به دوی هم د افغان غیرتي ولس په منځ کې هیڅ د اوسیدو ځای ونه لري.

avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
قاري سعيد خوستئ
میلمه
قاري سعيد خوستئ

محترمو افغانانو ورونو: دا يو تاريخي حقيقت دى چي پاكستان دافغانستان تاريخي دشمن دى او دپاكستان وجود ته راتلل دهمدي لپاره شوي ؤ چي دافغانستان لپاره تل يو سرخوژئ وي پاكستان په ٹول تاريخ كي داسي سه نه لري چي دافغانانو دهوسايني لپاره وي كه پرون يي دروسان په خلاف جهاد په وخت كي زاي راكڑئ ؤ نو دهغي خارجي مرستو بركت ؤ چي پنجاپيان دايٹم بم چشتنان شول زه خو ديو مسلمان افغان مجاهد په حيث له دي هيواده دومره نفرت لرم چي په خداي قسم كه داسرائيلي دولت سخه هم دومره نفرت لرم او كه رشتيا واقيعتونو ته… نور لوستل »

مسلم مسلم
میلمه
مسلم مسلم

الله ج دى حق وه حق دارته ورسوي ضالم ته دي الله ج سزا هم فه دي دنيااو هم فه هغه دنياكي وركي امين

عابد
میلمه
عابد

ډیره خواشینې کوونکې ، نه تنها ډيودنډ کرښه بلکې د هیواد خارجی سیاست!!

که دا 16 کاله افغانان متحد وایی. او د طالب په نامه له اسلام او خپل ولس سره نه جنګیدلی . او د دې په جای یې د پاکستان په نوم د انګلیس ناخلفه وارث او منافق حکومت جرړی ایستلې ولې . اوس به د کشمیر او هند مظوم مسلمانانو هم د ازادۍ او نیکمرغۍ څښتنان ول.
په درناوی