
واشنګټن پوسټ د سپينې ماڼۍ امنيتي پلان افشا کړ
نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۶مه، ۱۳۹۳ل): امريکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ د سپينې ماڼۍ امنيتي پلان افشا کړ.
واشنګټن پوسټ ليکلي، چې ګردې نړۍ کې د امنيت ژغورلو ټيکه دار امريکا سپینې ماڼۍ امنيتي دا حال دی، چې يو وسله وال د سپينې ماڼۍ پر ودانۍ ډزې وکړې او امنيتي مسؤولين له پېښې څلور ورځې وروسته خبر شول.
ورځپاڼه زياتوي، چې يو وسله وال د سپينې ماڼۍ مخته خپل موټر ودراو او د ماڼۍ پر ودانۍ يې اووه ډزې وکړې. د ډزو له امله د سپينې ماڼۍ د ودانۍ شيشي ماتې شوې او بريدګر له پېښې وروسته په تېښته بريالی شو.
د واشنګټن پوسټ له قوله امنيتي مسؤولين تر څلورو ورځو له پېښې ناخبره وو او اخر يو جارو کش امنيتي مسؤولينو ته خبر ورکړ، چې پر سپينې ماڼۍ ډزې شوي دي.
د سپينې ماڼۍ امنيتي مسؤولين وايي، چې د ډزو د اوريدو پر مهال دوی فکر کاو، چې دا د موټر د سلينکسر غږ دی.
امريکايي رسنۍ وايي، چې د پېښې پر مهال د ولسمشر بارک اوباما يوه لور هم د پېښې ځای سره نژدې يوه کوټه وه.
د سپينې ماڼۍ امنيتي مسؤولين د پېښې په اړه له څه ويلو انکار کوي.
د يادونې وړ ده، چې څو ورځې مخکې هم يو ناڅرګند وسله وال سپينې ماڼۍ مرکزي دروازې ته ننوتی و او له هغې وروسته امنيتي مسؤولينو سړی ونيو او زندان ته يې بوته.