افغان ولسمشر حامد کرزی سبا واک پرېږدي

کرزی: «د سولې لپاره مې هڅې وکړې؛ خو بریالی نه شوم»

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۶مه، ۱۳۹۳ل): نن په ارګ کې د ولسمشر حامد کرزي وروستي شپه ده. کرزي شېبه وړاندې، د ولسمشر په توګه، ولس ته خپله وروستۍ وینا وکړه. حامد کرزی به سبا (دوشنبه، تلې ۷مه) واک نوي منتخب ولسمشر، ډاکټر اشرف غني احمدزي ته سپاري.

ولسمشر کرزي د خپل نن ماښام وینا له دیارلس کالو مخکیني افغانستانه پیل کړه. کرزي وویل، چې دی ډېر خوشاله دی، چې د افغانستان بېرغ د دې هېواد په سیاسي نمایندګيو کې رپانده دی. حامد کرزي دیارلس کاله مخکې افغانستان د پردیو په واک کې وباله؛ خو ده ونه ویل، چې افغانستان د چا په لاس کې و. کرزي، بې له دې چې کوم هېواد ته اشاره وکړي، وویل، چې هېواد مو دیارلس کاله مخکې تر حملو لاندې و.

افغان ولسمشر وویل: «په تېرو کلونو کې د خپلو خلکو د ټولو غمونو او ښادیو شاهد وم». کرزي په هېواد کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو جنایتونو ته هم شاره وکړه، ده وویل، چې د بهرنیو ځواکونو په بمباريو کې يې د وژل شوو افغانانو کورنیو ته يې ځان رسولی دی.

تېرو دیارلسو کلونو کې د پردیو هېوادونو د ځواکونو شتون له امله ډېری وخت د هغوی د بمباريو او یا هم مخامخ وژنو له امله ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې د کرزي له حکومته د ولسي لرې والي یو لامل همدا ګڼل کېږي.

حامد کرزي د سولې بهیر ته هم اشاره وکړه. ده وویل: «د سولې لپاره مې ډېرې هڅې وکړې؛ خو دا هیله مې تر اوسه متاسفانه سر ته نه ده رسېدلې». مګر کرزي په ډاډ سره وویل، چې سوله هېواد ته راځي: «سوله هېواد ته حتما راځي؛ خو زموږ هڅه دا ده، چې ژر تر ژره راشي».

ولسمشر کرزي وویل، چې سبا به واک منتخب ولسمشر ته سپاري او د یوه عادي افغان په توګه به هېواد کې ژوند کوي. کرزي راتلونکي حکومت ته هم ډاډ ورکړ، چې ورسره به همکاري کوي.

حامد کرزي د اشرف غني او عبدالله عبدالله ایتلافي حکومت له امله ولس ته مبارکي وويله. کرزي په پای کې له ټولو وغوښتل، چې ټول باید له راتلونکي حکومت سره همکار شو او د بري لپاره یې زیار وباسو.

حامد کرزی سبا محمد اشرف غني احمدزي ته واک سپاري.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سباوون برئ
میلمه

غمزیه اوس بالا ناوخته دئ ، دنسو توبه دی هم نه قبلیږی ، خو ، ښه شانس دی اوس هم د یوه ماهر ګوداګی او مداری ګوداګئ په حیث د خپل شانداره ژوند دباره درسره دئ ځکه اوسنی چارواکی هم لکه تا غوندی ګوداګیان دی او تابه شه وساتی ! اما نوم ، عزت ، شرف او حیثیت دی په تاریخ کی بدنام بدنام سو!