افغانستان

ولسمشر کرزي د حبیب استالف د اعدام حکم لاسلیک کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۶مه ۱۳۹۳ل): ولسمشر حامد کرزي د «حبیب استالف» د اعدام حکم لاسلیک کړ.

د امورو ادارې ویاندجواد ناجي وايي چې ولسمشر کرزي د حبیب استالف د اعدام حکم لاسلیک کړ.

حبیب استالف د تېر کال (تله میاشت) کې  پولیسو په کابل کې تر څو ساعته نښتې  وروسته ونیولو او لويې څارنوالۍ د نوموړي دوسیه چې په بېلابېلو جرمونو کې يې دده ککړتیا ثابتوله د همدې کال په  مرغومې میاشت کې محکمې ته وسپارله.

لویې څارنوالۍ  وايي چې ثبوتونه ښيي چې نوموړی په داخل او خارج کې د مافیايي ډلو سره اړیکې لري.

د کابل د امنیه قومندان مل پوسوال محمد ظاهر ظاهر په وینا حبیب استالف د هېواد د غښتلیو مافیايي غړو څخه دی او لس کاله پخوا د پلچرخي د زندان څخه تښتیدلی و.

حبیب الله چې په حبیب استالف مشهور دی د کابل ولایت د استالف د ولسوالۍ دی. نوموړی په تېرو ۱۲ کلونو کې په زیات شمېر وژنو، تښتونو، مسلحانه غلاګانو او نورو جرمونو کې ککړ و.

د کابل ابتدايي محکمې نوموړی د تښتونو، وژنو او مسلحانه غلاګانو په تور د لويې څارنوالۍ په غوښتنه په اعدام محکوم کړی.

حبیب استالف هغه جرمونه چې د پولیس سره ثبت شوي، ځينې یې په لاندې ډول دي:
–    مشهور صراف حاجي فاروق تښتول او بیا وژنه
–    د تيل خرڅونکي حاجي هاشم وردګ تښتونه او بیا وژنه
–    د پولیس وژل او د شهرنو څخه ۳ میلیونه ډالر غلا
–    مسلحانه غلا او د عصمت صراف وژنه
–    د کابل بانک ۵ تنه ساتونکو وژنه
–    د حاجي احمدشاه کروزین موټر غلا
–    د ملي امنیت ۲ کارکوونکو وژنه

دا او دې ته ورته نورو لسګونو جرمونو کې  د حبیب استالف ککړتیا ثابته شوې او محکمې د همدې جرمونو پر اساس نوموړي ته د اعدام سزا ورکړې.

د امنیتي سرچینو په وینا حبیب استالف د تېرو لسو کلونو راهیسې د کابل  پولیسو تر سختې څارنې لاندې و چې بالآخره ونیول شو.

نوموړی پخوا هم د پلچرخي د ساتونکو لخوا خوشې شو او پولیسو رسنیو ته
څرګنده کړه چې نوموړی له زندانه تښتېدلی دی.

په حبیب استالف د اعدام حکم په داسې حال کې کیږي چې تېره ورځ ولسمشر کرزي د پغمان د جنسي تيري په پېښه کې ککړو ۵ کسانو د اعدام حکم لاسلیک کړ.

څو ورځې وړاندې ملي امنیت د تښتونکو، اجرتي قاتلینو او مسلحانه غلاګانو د بانډ مشر «رییس خدایداد» له ۱۳ کلونو وروسته په کابل کې ونیولو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عندلیب ساگر

په اولنی زل یی لگ د نرتوب کار وه کانده خو افسوس چی همیشه یی داسی کارونه اجرا کاندلی وایی نو نن زمونگ ولسمشر وه خو ده هغه کسان ولی اعدام نه کاندل چاچی د بی گناه خلکو وینی وه بهولی هغوی ته یی دذامیر امان الله خان مدالونه ورکاندل هغوی یی خپل سنگ ته وه ساتل د هغوی هره کرنه یی بهادری وه بلله د هغوی هر امر ته یی لبیک وویلو دهغوی مرسته یی وه کاندله خو بیا هم چی اخیر کی لگ د نر نسان ورکی پیدا شو الله دی په مستقیله توگه په اسلام کی داخل… نور لوستل »

یورش

دا هغه منافق دی چی هیڅکله به اسلام ته داخل نشی او ټول ژوند به یی د الله د دښمنانو دوستی او دالله د احکامو پر ضد به کار کوی او پاتی شو د امضاء خبره نو ده ځکه ددوی د اعدام حکم امضاء کړه چی پوهیږی چی دده نه وروسته د امریکا نه ټاکل شوی ریس جمهور به دا فرمان هیڅکله عملی نه کړی دا حکومت د همدغه جنایت کارانو او قاتیلینو حکومت دی دا هم ددوی یو دسیسه ده انشاء الله چی تاریخ به ګواه وی چی همدا ریس خدایداد او حبیب ستالفی او دا نو ر د… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx