fbpx

سیرت څیړنه – د مشرانو درناوی

لیکوال: حامد افغان

جریربن عبدالله البجلي رضي الله عنه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغی، رسول الله صلی الله علیه وسلم په داسي کور کې ناست و چې هغه له صحابه کرامو رضی الله عنهم نه ډک و، جریر په دروازه کې ودریدی، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ولید یوه بل لور ته یې وکتل او خالي ځای یې تر سترګو نشو، نو یې خپل څادر تاو کړ او جریر رضی الله عنه ته یې ور وغورځاوه، او ورته ویې ویل چې په دې څادره باندي کښېنه.

جریر رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم څادر ورواخيست له سینې سره یې ولګاوه ښکل یې کړ او بیرته یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورکړ او ورته ویې ویل: يارسول الله! الله دي ستا داسي عزت وکړي لکه زما عزت چي دي وکړ، رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرامو ته وویل: کله چې تاسو ته د کوم قوم عزتمن مشر راشي نو تاسو د هغه عزتدکوئ. (حیاة الصحابه ج۲ ص۵۶۳) .

جریر بن عبد الله رضی الله عنه د بُجیله قبیلې مشر ود لسم هجري کال په رمضان کې یې اسلام منلی و، ویل کیږې دی ډیر زیات ښایسته و، د ښایست په اړه یې عمربن الخطاب رضی الله عنه وایې: جریر د دې امت یوسف دی. البدایه والنهایه.

له دې روایت نه یوه مهمه ګټه دا ترلاسه کولی شو چې باید د مشرانو درناوی او احترام وکړل شي، مشران باید پخپلو کې هم د یوه بل احترام وکړي او کشران خامخا باید د مشرانو احترام وکړي دا خبره په نورو روایاتو کې هم بیان شوې ده، داراز له روایت نه دا هم معلوميږي چې څوک ستا احترام وکړي باید د هغه متقابل احترام وکړل شي او خپله مینه او د هغه په احترام خوشالي ورته ښکاره کړل شي لکه جریر چې د رسول الله د څادر په ښکلولو او هغه ته په دعا کولو سره خپله مینه او خوشالي ښکاره کړه، او که په ټولنه کې دا ډول درناوی، احترام او ورته متقابل چلند رامنځته شي خامخا به په خلکو کې مینه، درنښت او احترام وده کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د