افغانستان

د پاکستان ولسمشر سبا کابل ته راځي

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۶مه، ۱۳۹۳ل): د پاکستان ولسمشر ممنون حسين د نوي ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزي د لوړې مراسمو کې د ګډون په موخه سبا کابل ته راځي.

پاکستاني رسنيو او کابل کې د اسلام اباد سفارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د پاکستان ولسمشر ښاغلی ممنون حسين به سبا د ايتلافي حکومت د نوي ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزي د لوړې مراسمو کې د ګډون لپاره کابل ته راځي.

پاکستاني چارواکي وايي، چې دوی افغانستان کې د ډيموکراتيک بدلون هرکلی کوي او دواړه هېوادونه به د وروڼو په توګه يو بل سره دايمي همکاري کوي.

پاکستان ويلي، چې کابل ته د ولسمشر ممنون حسين سفر د دواړو هېوادونو د دوستانه اړيکو او ورور ولۍ يوه ښه نښه ده.

سبا د دوشنبې په ورځ د ايتلافي حکومت نوی ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزی او اجرايوي ريس ډاکټر عبدالله عبدالله به د خپلو دندو لوړه کوي او په دغه غونډه کې به د کورنيو او بهرنيو ميلمنو په ګډون ۱۴۰۰ ميلمانه ګډون کوي.

د يادې غونډې له امله به سبا کابل کې ټولې ادرې رخصت وي.

جان کيري د ولسمشرۍ د لوړې مراسمو کې ګډون نه کوي

امريکايي چارواکي وايي، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري، چې د نوموړي په هڅو، تشويق او ګواښونو دواړه نوماندان د ايتلافي حکومت پرېکړې ته ورسيدل؛ د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو کې ګډون نه کوي.

امريکايي سرچينې وايي، جان کيري د يو لړ سياسي بوختيا له امله نشي کولای د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو او د کابل واشنګټن تر منځ د امنيتي تړون د لاسليک پروګرام کې ګډون وکړي.

ويل، کيږي، چې د کابل واشنګټن تر منځ امنيتي تړون به د يو لوړپوړي امريکايي چارواکي يا کابل کې د امريکا د سفير له لورې امضاء شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Afghan

دا ښاغلی خو تاسو ته ډیر مهم دی ځکه مو دا خبر نشر کړله، ډیر به ورته خوشاله وی سی ستاسو بادار افغانستان ته را روان دی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x