نظــر

دجنايتونو ځاله ړنګه سوه ؛او دړنګېدو پايلي به يې څه وي؟

درنو لوستونکو! ډېر به مو اورېدلي وي ، چي دتاريخ په اوږدو کي داسي خلک ځاى لري ، چي چا به خلک وژل ، چا به مالونه لوټول ، چا به دسپېڅلي دين پر ضد توره چلول ، چا به دسپېڅلي دين پر ضد قلم چلوى ، چا به دمسلمان ملت فرهنګ له منځه وړى ، چا به دخلکو څخه پوهه ، علم ، ادب ، غيرت ، ازادي ، دين او داسي نور شيان په ډول ، ډول لارو وړل، داسي پيښي خورا زياتي په تاريخ کي سته،

او هيڅ عجيبه خبره نه ده، ځکه دلوى متعال ذات دقهر او رحم سپېڅلي صفتونه هغه وخت اغېز لرلاى سي ، چي ددواړو دتاثر اخستلو لپاره بېلابېلو کړني انسانان ترسره کړي ،يعني ښې او بدي کړني ترسره کړي.
عجيبه خبره ؛ خو داده ، چي دکندهار دمېړني   او باهمت تاريخ  په دې وروستيو پاڼو کي داسي کس پيدا سو ، چي پورته جنايتونه يې ټول ترسره کړل ، داسي کړني يې ترسره کړلې ، چي دټولو بيان ؛خو ګران کار دئ ځيني نمونې يې په لاندي ډول دي:
1. دامريکا ګوډاګيتوب يې په رشتين ډول قبول کړى و.
2. خلک يې اړ ايستل ، چي دامريکايانو غلامي ومني که نه نو دده په لارښوونه به دبهرنيو ځواکونو له خوا چاپې باندي وهل کېدې څو دازادۍ غوښتلو په سزا کي ددوى خويندي ، ميندي او مېرمني په کورو کي ورته بې عزته کړي ؛ او دکور ماشومانو يې  ورته په  وحشيانه يرغل باندي داسي وډاروي ، چي دتل لپاره ځني روهي همت بوزي.
3.کوم ارګانونو ، چي به يې دعامو خلکو لپاره څه کارونه کول او يا به په هغه ارګانونو کي ځيني مامورين وه ، چي دوطن دوستۍ څه فکر به ورسره وه ، دده لخوا ياد مامورين له منځه وړل کېدل، هغه مامورين به ورته ټاکل کېده ، چي دده سره به په جنايتونو کي هم رکابه وه او يا به ورته داسي مسؤلين
ټاکل کېده، چي خلک به يې جنايتونو ته اړ ايستل.

دا کس به نو څوک و؟
څه نومېدئ؟ او دکومي کورنۍ سره يې اړه درلوده؟
بلي! دا کرغېړن کس احمدولي کرزى نومېدئ.
دې کس داسي جنايتونه ترسره کول ، چي دټولو ليکل خو بيخي دتوانه وتلى کار دئ ، که وي نو مستقل کتاب غواړي ، چي بايد باندي وليکل سي خو يوه يادوې بېلګي به يې دلته رانقل کړو:

دکندهار دحاجي ميرويس لېسې مدير داسدالله همپا په نوم و، ده به تل شاګردانو ته ويل ، چي تاسو داسلام په دين مکلف ياست، که دطالبانو حکومت سقوط کړى دئ داددې معنا نه ده ، چي ستاسو دين سقوط وکړئ، تاسو به خپل فرهنګ ، دين او عنعناتو ته پوره پام کوئ ؛ اوکوم شاګرد ، چي دې اصل ته پام وکړي زه ورته په امتحانو کي امتيازي نمرې ورکوم. دلږ وخت په تېرېدو سره مستقيماً احمدولي کرزي دغه مدير برطرف کړ، او ددغه لېسې څخه يو نوى فارغ تن ، چي ددولسم څخه داحمدولي په لوچګۍ فارغه سوى و، نوم يې وحيدالله احمدي و، ډیردټيټې کچې سوادیې درلود، عالي تحصيلات خو يې بيخي نه وو کړي ــ دغه کس دمدير په حيث مقررسو، دې کس نو په مکتب کي داسي کارونو ترسره کړل، چي قلم يې دليکلو بيخي حيا کوي ، لواطتونه ، زناوي ،  پردي فرهنګ اودود منځته راوړل ، دامنيت ملي سره همکارۍ کول ، تش دملا ياطالب په نوم باندي خلک امنيت ملي ته په لاس ورکول او داسي نور کارونه، دغه کس ، چي اوس هم دهغې لېسې دمدير په حيث دنده په مخ وړي هروخت ژورناليستان او نور اهل قلم کولاى سي، چي ورسي او دده دپوهي استعداد وګوري او په ازادانه توګه ددغه لېسې دشاګردانو او استاذانو څخه دده دجنايتونو په اړه پوښتنه وکړي ، داداسي حقيقت دئ ، چي دښار سابقه داره معلمان ټوله په خبر دي ، ددې ترڅنګ ددغه کس ورور ، چي نجيب الله احمدي نومېد؛ او دخپل ورور وحيد الله سره يوځاى ددولسم ټولګۍ څخه فارغه سوى و، په ټولو صنفونو کي يې يوه ورځ هم درس نه دئ ويلى هغه دباعلمه ولايت ؛کندهار دمعارف رياست ادارې مدير وټاکل سو او خپله نجيب الله دخپل ټاکل کېدو قصه داسي کوي: کله ، چي ماته احمد ولي کرزي امر وکړ، چي ولاړ سه دوزير سره کښېنه ماته تليفون راوکړه ، کله ، چي زه ولاړم دوزير سره مي وليدل احمدولي وزير ته په تليفون کي وويل: دغه ځوان دکندهار معارف رياست ته دادارې مدير په توګه مقرر کړه! وزير ورته وويل: پر سترګو!. ددغه خبرو ورورسته وزير دستي  مکتوب راکړ ما کندهار ته راوړى، په کندهار کي حيات
الله رفيقي دمعارف رئيس و ، هغه په  تعجب سره راته وويل: داڅنګه کېداى سي، چي سږکال دي ته فارغه سوى يې او دستي اداري مدير سې؟ داخو لويه دنده ده او کامل تجربه کار مسلکي کس غواړي،  ما دستي وزير ته تليفون وکړ، وزير حيات الله رفيقي ته وويل: ماچي کوم مکتوب دراستولى دئ دا واجب التامين امر دئ، حتماً يې وکړه، رفيقي صاحب زه دستي مقرر کړم. دا دنجيب الله دخولې بيان دئ ، چي څو ځايه يې په مجلسو کي کړى دئ او حيات الله رفيقي ، چي داحمدولي کرزي له خوا درياسته شړل سوى دئ اوس هم دپورته خبرو اقرار ته حاضر دئ ژورناليستان يې معلومات کولاى سي. کله  ، چي دکندهار دفرهنګ غل نجيب الله ادارې مدير سو دوه کاله يې دنده ترسره کړل تش په نامه لوى څارنوال دفساد پرضد جهاد اعلان کړ او کندهار ته راغلى. دنجيب الله او دده په څېر په لسګونو نورو خلکو په اړه دستي دښاريانو سره فکر پيدا سو ، چي دا کسان به دعدل محکمې ته راکش سي ؛ خو يو لاهم راکش نه سوه.

دشهيد  عبدالطيف ښوونځى مدير اسدالله په خپله اداره کي ددوى دنه راکشېدو علت داسي بيان کړ: تېره شپه نجيب جان زما کورته راغلى او يو کاغذ يې راته  کښېښودئ، چي داژر لاسليک کړه ځکه احمدولي خان درته امر کوي، ماچي خط وکاتى په خط کي داسي ليکل سوي وه، چي دمعارف وزارت له خوا دعبداللطيف لېسې ته ددوو کالو ژمني بوټي او بخارۍ تسليم سوې. ما چي دا خط وليدئ دستي مي ورته وويل: داشي خو ماته نه دئ تسليم سوى، ده په جواب کي راته وويل: نور څه مه وايه دا داحمدولي خان امر دئ ماهم دويري له وجهي ور لاسليک کړ.

اسدالله زياتوي: په تيرو دوو کلونو کي رشتيا هم معارف وزارت ټولو مکتبونو ته بخارۍ او بوټي ورکړي دي په راديو کي اعلان هم سوى دئ ، حال داچي يوه مکتب ته هم نه دي ورکول سوي ، ټول مصرف يې په ميلنونو ډالر کيږي ټوله پيسې احمدولي اونجيب جان خوړلي دي دوزارت  دخطاايستلو لپاره يې دمکاتبو په مديرانو په زوره تسليمي لاسليکول.
دا داسدالله خان دخولې بيان دئ . احمدولي په دې جنايت بسنه ونه کړه بلکي دغه بې سواده کس يې دکندهار دمعارف درئيس په توګه مقرر کړ، څو دمعارف اړونده ټولي پروژې دخارجيانو څخه دځان لپاره واخلي او پيسې يې خپل جوب ته واچوي ځکه احمدولي داسي څوک دئ، چي دهر چاڅخه غلا ورسېدلې واى کول يې، په ښار کي هيچا ددې حق نه درلودئ ، چي يوه قدم هم دده بې مشورې واخلي ، آن تردې ، چي ځيني تجارانو دمدرسو او مسجدونو سره مرستي کولې دهغو لپاره يې هم دعينو بنياد په نوم يوه اداره رامنځته کړل،  خپل ورور محمود کرزى يې ورمشر کړ، احمد فرزان يې سکرتر و، ټولو تجارانو ته يې  ويلي  وه ، چي تاسو پر  خپل سر دخلکو سره مرسته  نه سي کولاى بلکي پيسې به دلته راوړئ او ددې بنياد دلاري به خلکو ته  توضيع کيږي. دولتې پوستونو ، پروژې او دپيسو نوري لاري خو يې ټوله په خپل ګورت کي راوستلي وي دغه يوه دخير او خيرات لار وه دغه يې لا مدرسو ته نه زړه کېدل هغه ګټه يې هم په خپل واک کي اخستل ، دا هغه حقايق دي ، چي ټوله ښار په خبر دئ ، البته ځيني خلک يې تحليل کولاى سي او ځيني به په ظاهر نظر  ورته  ګوري.د(PRR) په نوم يوه اداره رامنځته سوه ، چي ددوى په وينا کار به اهل کار ته سپاري ددغه ادارې رئيس يې برقي مقرر کړ، چي په کورونو کي يې دخلکو برقونه سمول او کريم الله نومېدئ ، البته دميرويس لېسې داستاذانو په وينا ، چي دغه کس يوځلي
دميرويس لېسې په شپږم صنف کي داخله واخستل ؛ خو داچي مضامين سخت  وه او دده سويه ټيټه وه نو ځکه يې مکتب بيخي پرېښودئ او اوس داحمدولي کرزي په امر د (PRR) يا ادارات اصلاحي رئيس مقرر سوى دئ ، داڅه پټه او پېچلي خبره نه ده بلکي دکريم الله او دنجيب جان علمي ډګرۍ او سويه ټول ښار ته معلومه ده او ددوى څخه دارزيابۍ پرمهال خو بيخي معلومېداى سي. احمدولي کرزي ته هم ددوى ټيټه سويه معلومه وه خو په دغو ادارو کي يې قصداً داسي کسان ګومارل ، چي ده ته غلا وکړي. دولايتي شورا وکيلان يې هغه څوک ټاکل ، چي دده سره به يې هره خبره منل ، که نه نو خلک دي وګوري کوم کسان ، چي دکرزيانو دکورنۍ سره مخالف وه يوه هم ولايتي شورا ته لاره نه ده پيداکړې، که چاته معلوم وي نو هغه کس دي وښيي. والي به اړ و ، چي داحمدولي ټولي خبري ومني که به يې منلي نه واى دده په امر دستي ليري کېدئ ښه مثال يې رحمت الله روفي و، چي ټولو خلکو وليدئ ، احمدولي په چپلاخه وواهه او ددندي څخه يې ليري کړ ، عجيبه خو لا داده ، چي احمدولي سخت بې سواده و، خپلو انډيولانو ته يې هم کلک ښکنځل کول ، شخصي زندانونه يې درلودل  ما به يې ګڼ شمېر مثالونه هم ويلي واى خو ليکنه ډېره اوږديږي حاصل داچي دکندهاريانو فرهنګ يې دخپلي استبدادي امريت په وجهه له منځه وړى و، داڅه پټه خبره نه ده بلکي دنياوالو ته ثابته ده، ځان يې دامريکا غلام جوړ کړى
و، خلک يې دځان غلامان جوړ کړي وه، که ديوې ادارې له خوا په کندهار کي نظر پوښتنه وسي نو په سلو کي به د ٩٥ فيصده خلکو دده څخه پر زړه ويني ولاړي وي ، ځکه داديبانو اوفرهنګ پالانو ډله دډاکټر طارق رشاد په مشرۍ کابل ته ولاړل دکزري څخه يې دده دايسته کېدو غوښتنه وکړل، دقومي مشرانو په لړکي دالکوزو مشران ولاړل ، دبارګزو مشرانو دده څخه احتجاج وکړ، خو کرزي دده دليري کېدو په اړه ځکه اقدام ونه کړ، چي کرزى اصلاً داسي کس نه دئ ، چي په قانوني ډول پاچاهي وکړي ځکه نه قومي نفوذ لري ، نه رسمي ګوند لري ، نه داسي مذهب پاله ملا تړي لري ، چي دمذهب په رڼا کي دده ملاتړ وکړي ، کرزى يوازي دبهرنيانو دموټو په زور راغلى دئ او دانتخاباتو لپاره يې ، چي کومه دوړو پوزه ايښې ده دا کار ورته احمدولي کرزي کړى دئ نو ځکه داحمدولي ليري کېدل دده لپاره دپاچاهۍ دلمنځه وړلو په معنا و.

که څه هم احمدولي هر ډول ملي خيانتونه ترسره کړل،  خودکندهار دمېړني او مذهب پاله ولس
سره يې داسي تاريخي دښمنۍ وکړې ، چي دتاريخ په اوږدو کي سارى نه لري آن تردې ، چي مکتبونه يې داسي په بې سوادۍ ولړل  ، چي اوس دمکتبو سر لوحې بيخي املايي غلطياني لري، ټول تجربه لرونکي خلک يې پر خپلو ځايونو باندي کښېنول. دکندهار دادب هغه تاريخي غيور نن يوازي پر څو هلکوانو باندي دده دلاسه درېدلى دئ، چي تش دده لپاره کار کوي.

 

داچي داسلامي امارت دژور تکتيک او نه کشفېدونکي تګ لاري په مټ نوموړى فرعون ووژل سونو لاندي پايلي به ولري:

خلک به هغه حقوق لاسته راوړي کوم ، چي ده ځني غصب کړي وه.
دبيت المال دمځکو دغصبېدو مخه به ونيول سي.
مخالفين به يې لږ ترلږ هغه ناخوالې څرګندي کړي کوم ، چي دده دملي خيانتو په معنا وي.
په افغانستان کي دنيواګري ادارې دسرپرستي کورنۍ يعني دکرزيانو کورنۍ نوره دفعاليته وغورځېدل، دتقدير فيصلي خو الله ج ته معلومي دي مګر په عقلي لحاظ نور دکرزيانو کورنۍ له منځه ولاړل ، هيڅکله بياکه داحالت هم باقي وي کرزى واک نه سي ترګوتو کولاى.
ـ زيات شمېر مشرانو په ډېره چابکۍ سره استعفا ته زړه ښه کړى دئ ، نه غواړي، چي نور دنيواګري ادارې سره ، دويري کار وکړي.
ــ کوم نااهله کسان ، چي احمدولي په دندو ګومارلي وه، دهغو دغلاوو او ځورونو لپاره نور ځاى نسته.
ــ دټولو مخالفينو او ګوډاګيانو زړه ولړزېدئ، چي د اسلامي امارت مجاهدین هرکارته ، چي اراده وکړي هغه کار به دامارت ترارادې لوړ نه وي، نور امارت  هرچيري حاکم دئ.
ــ دامارت دمجاهدینوروحیات به قوي او دمخالفينو مرال به ضعيف وي.
ــ داحمدولي دجنايتونو هغه کاروان ، چي قلم يې دليکلو توان نه لري، هغه کاروان به نور دتللو جوګه نه وي، وبس.
ستاسو ورور
ساجد ستاينوال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x