افغانستان

پر څلور کلن بند محکوم پاکستانی ژورنالیست، له زندانه خوشي شوی

نن ټکی اسیا  (یکشنبه، تلې۶مه، ۱۳۹۳ل):: د پاکستان د اطلاعاتو وزارت نن د یکشنبې په ورځ ناوخته خبر ورکړ، چې هغه پاکستانی ژورنالیست چې څه موده وړاندې افغانستان کې د غیر قانوني ننوتلو او جاسوسۍ په تور نېول شوی و، اوس خوشي شوی دی.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې د اطلاعاتو د وزیر پرویز رشید له خولې لیکلي ، چې : «د پاکستان حکومت د بیان ازادي ته ژمن دی او رسنیو ته به تر هغو پورې اسانتیاوي برابروي، ترڅو چې دوی خپل مسؤلیت په ښه توګه ترسره کوي.»

نوموړي د افغان حکومت مننه کړې، چې د دوی غوښتنې ته یې مثبت ځواب ورکړ او فیض الله خان یې خوشي کړ.

په تېر جولايي میاشت کې پر دغه خبریال باندې د محکمې له لورې د څلور کاله بند د سزا د را ختلو وروسته ځيني پاکستاني لوړپوړو چارواکو او رسنیو د نوموړي د ژر تر ژر خوشي کېدا غوښته کړې وه. همداراز پاکستاني چارواکو د رسنیو استازو ته ډاډ ورکړی و، چې دوی به د فیض الله خان د خلاصون لپاره د افغانستان په حکومتي کړیو کې دننه د خپل نفوذ څخه استفاده وکړي.

فیض الله خان نومی ژورنالیست چې د پاکستان له یوې محلي تلویزیوني شبکې – اې- ار- وای سره یې کار کاوه، دوې میاشتې وړاندې په ننګرهار کې د محکمې له لورې په څلور بند محکوم شوی و.

پر نوموړي دوه تورونه لګېدلي. یو دا چې د افغانستان خاورې ته غیر قانوني ننوتلی او دوهم دا چې د پاکستان لپاره یې په افغانستان کې د جاسوسي کولو هڅه کوله.

تر اوسه پورې  افغان چارواکو د یاد پاکستاني ژورنالیست د خوشي کېدا په اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.

د یادنې ده، چې د پاکستاني ژورنالیستانو فدرالي اتحادیې (PFUJ) د محکمې له پریکړې وروسته په پاکستاني او افغان چارواکو غږ کړی و، چې د دغه ژورنالیست د خوشې کېدو په برخه کې دې جدي ګامونه واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x