افغانستان

د پکتیا زندان بندیانو هم اعتصاب پيل کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، د تلې۶مه، ۱۳۹۳ل): راپورونه وايي، چې د پکتیا زندان لسګونو بندیانو له تېرو دوو ورځو راهیسې د نه خوړلو اعتصاب پیل کړی او ډېری بندیانو خپلې شونډې هم ګنډلې دي.

د پکتیا د محبس بندیان هم د هېواد د ځینو نورو زندانونو د اعتصاب کوونکو بندیانو په څېر شکایت کوي، چې له مودو – مودو راهیسې بې ګناه او بې له کوم جرمه په بند کې ساتل کېږي، دوسیو ته یې توجه نه کېږي او همدارنګه د دوی په اړه د ولسمشر د عفوې فرمانونه هم نه تطبیق کېږي.

دوی له نوي منځ ته راغلي حکومت نه غوښتنه وکړه، چې ژر تر ژره دې دوی دوسیو ته جدي پاملرنه وکړي او یا دې ټول د عمومي عفوې له مخې ازاد کړي . بندیان ګواښ کوي، چې که یې غوښتنې ونه منل شي؛ نو اعتصابونه به یې همداسې دوام لري او شونډې به هم ونه سپړي.

بل پلو، د پکتیا د زندان مدیر عبدالظاهر سیدي بیا له خبریالانو سره په خبرو کې د بندیانو شکایتونه ناسم وبلل او ويې ویل، چې د ولسمشر د عفوې د فرمانونو له مخې يې تر اوسه ۲۲ بندیانو ته تخفیف ورکړی او ۱۲ نور یې خوشي کړي دي.

له تېرې اونۍ راهیسې، کله چې د ډاکتر اشرف غني احمدزي په مشرۍ نوی ایتلافي حکومت اعلان شوی او تمه ده چې سبا به ښاغلی احمدزی د ګڼو هېوادونو د ولسمشرانو او لوړوپوړو چارواکو په وړاندې د دغه حکومت د مشر په توګه د لوړې مراسم ترسره کړي، د هېواد په زیاترو ولایتونو کې بندیانو په اعتصابونو لاس پورې کړی.

په دې لړ کې تر دې مهاله د کابل د څرخي پله، هلمند، غزني، ننګرهار، خوست، جوزجان، روزګان او ځينو نورو محبسونو بندیانو خپلې خولې ګنډلي او د نه خوړلو اعتصاب ته ادامه ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x