
دامريكا سره دامنيتي تړون لاسليك كول يو لوى ملي خيانت دئ
لیکوال: د.ب.هیښ
د امريكا سره د امنيتي تړون لاس ليك كول يو لوى ملي خيانت دى ، ځكه
١- افغانستان د اشغال په حالت كى دى او تړون بايد د دوو مستقلو او سيالو لوريو تر منځ وشي
٢- دا تړون لكه خپله كرزى چى وايي دمجبوريت له كبله عقد كيږي او هر څه چى دمجبوريت په اساس وي دمجبور لوري منافع ، غو ښتنى او موقف په نظر كى نه نيول كيزي، بلكى دجابر خواهشات به بر اورده كيږي.
٣- دا تړون هيڅ سياسي، امنيتي، اقتصادي او اجتماعي مفاد د افغانستان د اولس دپاره نه لري ، ځكه د اشغالكرو امريكايانو په راتګ سره سياسي قدرت جنګي جنايتكارانو او دملت د قاتلانو ته دامريكايانو په وسيله وركړل شو ، هيڅ بنسټيزه پروژه پياده نه شوه او يوازى دمطبوعاتو له لوري دميلياردونو ډالرو دمرستو اعلانونه مو واوريدل ، چى دداخلي او خارجي مافيا په جيبونو كى ولويدى او ملت نور هم فقيرتر شو ، د امنيت په ځاى جنګ نور هم شديد او وسيع شو او د افغان وينه مباح و ګرزيدله ، دافغان اولس قتل عام يوه دولتي -تروريستي پاليسي و ګرزيدله او دملي اتحاد په ځاى د قومي -ژبني-مذهبي-سمتي او توكمي تعصبونو د فتنو اور ته په شعوري شكل د امريكايانو تر حمايت او دستور لاندى لمن ووهل شوله او دملي تفاهم په ځاى دملي نفاق مصيبت تحميل شو ، د خلكو اجتماعي حالت د امن او ثبات په عوض د يونيفورمي او غير يونيفورمي حرفه اي او مسلكي قاتلانو او تجاوز ګرانو له لوري د څنګل په وحشت بدل شو، چى نه د سر او نه د مال او ناموس خونديتوب شته او نه احترام، نو په كوم منطق او عقل به څوك د١٣ كالو دمجرمينو نه دخير تمه ولري او اعتماد به پرى وكري .
٤- دا تړون هيڅ اجرايي ضمانت او اعتبار نه لري ، ځكه د افغانستان مطلق اكثريت ورسره مخالفت لري ، د همدى وجهى په اساس به جنګ نور هم شديد او اوږد شي.
٥- امريكايان به هيڅكله په افغانستان دهمسايه ګانو مريى او نامريي، مستقيم او غير مستقيم تجاوزونه او مداخلو ته دتقابل پاليسي په مخ بو نه زي ، ځكه دامريكايانو ستراتيژيك منافع د افغانستان دهمسايه ګانو سره خصوصاً دپاكستان سره تر افغانستان مهمى او حياتي دي او په افغانستان كى خفلو اډو ته د اكمالاتو دسر ته رسولو له باره دهوا او ځمكى له لارى بى دهمسايه ګانو درضايت نه امكان نه لري ، نو په كوم منطق او قيمت به امريكايان پاكستان او نورو ته شا او افغانستان به په غيږ كى ونيسي او دافغانانو د ملي منافعو د حفاظت سره به دپاكستان په تاوان اقدام وكري . نو د ځينو كوتاه فكرو دا استدلال چى ګواكي امريكايان به دافغانستان دهمسايه ګانو دمداخلو مخه ونيسي بى اساسه او غير منطقي ده او د همسايه ګانو د لا زيات مزاحمت او توطيه سازى سبب به شي .
٦- امريكايان هيڅ محلي ، ملي ، منطقوي او بين المللي اصولو او قوانينو ته نه تعهد لري او نه احترام ، چه څه يى زړه غواړي هغه كوي نه د يوه ملك استقلال او نه ارضي تماميت ورته محترم دى او نه يى عنعنات او دين ، لكه چى د امريكا تاريخ او دا ١٣كاله موجوديت يى په افغانستان كى دا مساله ښه ثابته كړه ، نو د دى قرارداد په عقد كولو دهغوى وحشيانه سياست ته رسمي جواز وركول دي .
له دى كبله هيڅ افغان به چى ازاد ضمير او بيدار عقل ولري دخپلى ازادۍ، استقلال او خود اراديت دلاسه وركولو په قيمت د خايينانه معاملى ته حاضر نه شي، بلكى ددى ملي خيانت په مقابل كى به مبارزه وكړي.