نظــر

پهلوان زنده خوش است!

khost_muzahiraشاهد غزنیوال
دتیرې پنجشنبې په ورځ خوست والو  په دغه ولایت کې دبهرنیو ځواکونوله لوري دوژل شویو۱۳ تنو ولسي وګړو په اعتراض کې  په یوې  پراخې  مظاهرې  لاس پوري کړ.
هغوئ  په دې مظاهره کې  دمرګ په امریکا اومرګ په ناټو ترڅنګ  دمرګ په کرزي شعارونه هم ښه په خلاص ستوني ورکول .
ښاغلي کرزي تیره میاشت د هلمند د نوزاد په ولسوالۍ کې   دامریکايي ځواکونو لخوا دولسي خلګو دوژلو  په غبرګون کې په یوه غیرمتوازن حالت کې پټکه کړې وه چي که بهرني ځواکونو بیا داسي وکړل ، نو دی به ورته د یرغلګرو په سترګه وګوري، خو د هغې پټکې لا میاشت نه وه پوره شوې چې امریکایانوپه خوست ،غزني  اودهیواد په بیلابیلو سیموکې دبمباریو اوشپي ایزو عملیاتو په ترڅ کې په لسګونو ولسي وګړي ونیول ،وځورول او ویې وژل.
که څه هم چې په هماغه وخت کې لا  ډیروشنونکو دښاغلې کرزي ترخولې  د داشانې لویې پټکې  ایستل دنوموړي  ترمعلوم واک اوصلاحیت لوړه خبره بللې وه ،خوبیا هم ځیني خلګ دیته منتظرول چې ورځه داچانس به هم لا خپل ولس مشرته ورکړوچې که دوباره هغوئ دامریکایانو لخوا ووژل شي نو دولسمشر غبرګون به یې په مقابل کې څه وي ؟
خوله بده مرغه اوس   ولیدل شول چې دامریکایانو له لوري دعین جنایت له تکرارسره سره بیاهم هغه درک اوهغه خرک بلکې داځلې په دومر توپیرسره چې مخکې به ښاغلې کرزي  داشانې خونړۍ پیښې د یوې  نمایشي اعلامیې په خپرولوسره غندلې داکرت یې په هغوهم خوله پټه کړه.
دلته سړی نه پوهیږي چې  ښاغلي کرزی   دکارل ایکانبري یوه ګواښ دومره غلی کړ چې  دغبرګون ښودلو قوه یې بلکل ورشنډه اوکه له دې ماسیوا د ده اودده دبهرنیویارانو  ترمنځ څه خاص رمزدی چې  مونږغوندي سادګانوته یې  په سور پوهیدل   ګران کار دی .
بل لورته  له دې ناورین نه سیوا پوره یوه میاشت وشوه چې پاکستانې  پوځیان دهیواد ختیځې سیمې په تیره دکونړ ولایت سرحدي کلې په توپونو ولي ،ولسي خلګ شهیدانوي اودهغوئ کورونه  ورورانوي ښاغلی ولس مشر په خپلو تشریفاتي سفرونو او دده له بهرنیو میلمنوسره په ملاقاتونو دومره مصروف دی چې دیوې میاشتې په تیریدوکې یې د دې وخت نه دی  موندلی چې دپاکستان  ددغه  بربنډ یرغل په اړه څه اقدام وکړي .
د ده  دنامتجانس پرلمان غړیو چې کله  په  خپلې فوق العاده ناستې کې دپاکستان دیرغل په اړه څه تصمیم نیوای مخکي تردې چې دپاکستاني پوځ دتوپونو راویشتلو  په اړه څه پریکړه وکړي دوئ په خپل منځ کې داسې بوټونه سره وویشتل  چې په معنوي لحاظ یې دخپل ملک اوملت حیثیت ته دپاکستان تر توپونو راویشتلو تاوان ډیر زیات دی.
دپارلمان  دغړیوترمنځ ددغه  نامناسب حرکت  په وړاندې هم دښاغلي ولس مشر غبرګون په دې توروکې  تعبیر شوچې هغه یې  (پروسه  طبیعي رشد دیموکراسي درافغانستان ) وباله  اودابوټ پراني یې  د دیمکراسي دپلي کیدو یوه عادي  پیښه وبلله .
اصلاولس مشر دیوه اولس دهویت  ممثل وي  خوهغه ولس مشر چې هغه واقعا هم  دولس   په  خپلې غوښتنې  دهغوئ ولس مشر شوي  وي  نه دپردیو ځواکونو دوسلو اونه هم  دپردیو بسپنو دډالرو په زور.
ایا دداسې ولس  جمهور رئیس  چې هغوئ  په  تیره  یوه پیړۍ کې دنړۍ  د دوسترو امپراتوریو دراپرځولو ویاړلري اودریمه  ترټولو مغروروه امپراتوري یې اوس راپرځولوته نیږدي کړې وي  هم دومره  بي واکه اوصلاحیته وي چې  یواځې دجنرال  ایکانبري  په یوه ګواښیزه وینا یې  دغبرګون قوه ختمه   اودپاکستان دیوه میاشتني  یرغل په وړاندې  یواځې  دتشو خبرو  جرات هم  تري سلب  شو.
اصلا دغه ټول  واقعیتونه  خپله    ښاغلي کرزي  ته هم   ښه مالوم  دی چې ددغوټولو ناخوالوپه مقابل کې   دهیڅ کولو توان  نه لري؛ ځکه  خودی هم  له ډیرې ناچاره  ورځې  دارګ په چاردیواري اودبهرنیو ځواکونوترحمایت  لاندې  یواځې دولسمشرۍ نوم  دځان لپاره ترټولو ښه  متاع ګڼي نورنو که  په مظلوم  ولس یې دبهرنیو ځواکونو اویاهم یرغلګرو ګاونډیانو له لوري هرڅه  کیږي  په هغه دی ری نه وهي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x