نظــر

ایاددی کار دپاره هم په اساسی قانون کی کومه ماده شته؟

رسنیو یو خبر خپور کړچی دپارلمانی جنجالي ټاکنو( دولسی جرګی) لپاره دافغانستان دجمهور ریس له خوا کوم کمیسون جوړشو چی په نوروغړو سربیره په کی دخلکو په وینا وتلی حقوق پوه جناب نصرالله ستانکزی هم ګډون لری ترڅو داکمیسون په هغه وړاندیزونو غورو وکړی چی دټاکنو دکمیسون له خوا دجمهوریت مقام ته وړاندی شوی دی .

ترهغه ځایه چی ټول هیوادوال پوهیږی دستری محکمی اوقضاتو خپلواکی اغلبآ په اکثره هیوادنوکی یومنل شوی اصل دی اوکله چی یو قاضی اویا محکمه په یوه موضوع کی حقوقی وی ، که جزایی ، تجارتی وی او که په نظامی برخه کی پریکړه وکړی دمحکوم یاڅارنوال په غوښتنه به دوهمه محکمه ورباندی غورکوی اوددوهمی محکمی په پریکړه به دریمه محکمه او په نهایت کی ستره محکمه تصمیم نیسی دبل ارګان یا کمیسون واک نه دی چی دمحکمی په حکم باندی تصمیم ونیسی . که څه هم په دی کمیسون کی دستری محکمی یوغړی هم عضویت لری ولی دی کمیسنون ته محکمه نه شو ویلی او نه قضایی حیثیت لری او که  فرضآ دابله کومه اختصاصی محکمه وی نوداولی محکمی حکم او موجودیت چا ومانه چی ددوی به ومنی .

ایا داسی کومه ماده هم په اساسی قانون کی شته دی چی دکرزی صاحب دی اقدام ته جواز ورکړی ؟ او که کرزی ته مشوره ورکړی کرزی هم دمحکمی په حکم دغورحق نه لری  البته د ، عفوی او مجازاتو دتخفیف واک لری اوباید په عدالت سره وی .

دټولټاکنو خپلواک کمیسون چی سرتر پایه په موضوع کی ښکیل دی اودټولو بدبختیو عوامل ددوی مغرضانه کړنی دی اودغه شپږ فقری وړاندیز هم ددی خبر څرکندوی دی چی باید ددوی ټولی کړنی قانونی اوواجب التعمیل وی .

داختصاصی محکمی تاسیس اوپریکړی اودمعترضونوماندانو دعواوی هم ورسره غیرقانونی اودجعلکارو ، فریبکارو او تقلبکارو نوماندانو ټاکنی  پرځای دی اوجمهورریس باید ددوی وړاندیزته مثبت ځواب ورکړی اودمعترضونوماندانو دی لاس آزادوی چی څه یی دلاسه کیږی ودی کړی .

نوبیا خوددوی خپلواکی یقینآ پرځای ده اوددوی په جرایمو باندی غور کول د چا په واک کی نه دی ولی باید دکمیسون غړی او مشران یی په دی وپوهیږی چی دوی غلط پوهیدلی دی دوی په هغه صورت کی خپلواک دی چی همغه قانون ومنی چی ددوی خپلواکی یی تسجیل کړی ده او داسی نه وی چی دهغه پښتو متل  په مصداق چی وایی :- دغوښی پخودی لااودښو روادی مرور .

هغه مواد چی زموږ خپلواکی یی تسجیل کړی ده منو ولی داچی هیڅ مجرم دقانون څخه ځان نه شی بری کولی  مګر دقانون په حکم اودواک لرونکی محکمی په پریکړه ددی منلو ته حاضرنه دی .

بی له شکه انسان یوعجیب مخلوق دی دقیامت په ورځ چی کله مجرمینو ته په چپ لاس ددوی عملنامی ورکړشی اوددوی ټولی کړنی دکرام الکاتبینوله خوا په دنیا کی لیکل شوی وی اودالله تعالی په حضورکی ثبت وی ورڅخه منکروی اووایی چی داکار ونه موږنه دی کړی خپلی ښپی اولاسونه یی ورباندی شاهدی ووایی چی داکارونه موږ کړی دی نوپه خپلو ښپو اولاسونو سترګی رابرګی کړی اوورته وایی  : – ( لم شهدتم علینا ) ولی موراباندی شاهدی ورکړه ؟ دوی به ورته ووایی :-

( انتقن الله  )، الله تعالی  موږ ناطق کړو که نه موږ سره دخبروواک نشته دی نوبیا دی محکمی د مشر ښاغلی حقیق صاحب  اوددوی دغړو پریکړه منل څه مشکله خبره راته ښکاری . خوکله چی دالله تعالی په حضورکی ورباندی خپلی ښپی اولاسونه اودبدن غړی شاهدی ووایی په هغوی به هم سترګی رابره ګی کړی اوورته وبه ووایی :-  (لم شهدتم علینا ) .

په دی خبره زموږ ایمان دی چی هلته بیا دوکې او بره ګی سترګی کارنه کوی او هغه متل دی چی وایی وربه شی خبر به شی .

باید چی دخپلواک کمیسون ټول متهم غړی او متقلب ، دوکه مار ، او جعلکار نوماندان وپوهیږی چی دمحکمی دپریکړی تطبیق دکرزی فرض دی ځکه چی دی دحکومت مشردی اوداجرائیه قوی په سرکی ځای لری اودمحاکمو دنافذوپریکړواوقرارونو تطبیق داساسی قانون په حکم دده مسولیت  او مکلفیت دی .

بله خبره دا چی دکولو ده هغه داساسی قانون دڅارنی کمیسون دمشر څوورځی ترمخه خبره ده چی ده په خپله مبارکه خوله اعلان چی دجمهور ریس کړنی دستری محکمی اجرات اوداختصاصی محکمی تاسیس او پریکړی داساسی قانون دحکم مطابق دی او باید عملی شی نونن به بیا په همدغه مبارکه خوله بل څه وایی  ؟ په دی  کی شک نشته دی چی زورقالب نه لری .

په همدی ترتیب استاد ستانکزی صاحب څوڅوواری په خپلو مصاحبو کی دکمیسون درغلی اودیوشمیر نوماندانو دوکی ، فریب ، درغلی  او جعلکاری منلی دی دښاغلی کرزی اودستری محکمی له خوا داختصاصی محکمی تاسیس یی قانونی کړنه تایدکړی ده چی په دی بنیاد دافغانستان خلک په دی باوردی چی که داکمیسون واک ولری او په خپل قضاوت کی آزادوی ښاغلی کرزی ته به مشوره ورکړی چی داختصاصی محکمی حکم که تنفیذآ صادرشوی وی فورآ عملی کړی او پریږده که دانړۍ ددغه جعلکارانو نوماندانو چی محکمی یی اتهام منلی دی او غیر مستحق یی اعلان کړی په اوږوودانه وی چی راورانه شی . دحق په مقابل کی بغاوت لوی جرم دی په دی یو شپیتوتنو باندی افغانستان نه ودان دی او نه ورانیږی .

جناب کرزی صاحب دی په خپل رب توکل وکړی ا وپه دی شپږو او کلو کی چی دی ریس جمهوری دایو کارخودی دخپل رب په توکل وکړی .

زه ده ته ډاډ ورکوم چی دالله تعالی وعده حقه ده فرمایی  :- ( ومن یتوکل علی الله فهو حسبه ) الله تعالی به درسره مرسته وکړی اوداکار دی ضرور وکړی .

په دی اوهغی باندی وخت اړول په اساسی قانون ملنډی وهل داکثریت افغانی ولس دارادو بی عزتی کول خپله یو عظیم جرم دی او جناب کرزی صاحب دی نوردداسی اعمالو مرتکب کیږی نه چی په خپلو غوږونویی اوری چی دهمدی ولسی جرګی غړی یی دمحاکمی غوښتنه کوی .  او که حالات داسی وی نوهغوته دی ددی موقع نه برابره وی چی په افغانستان کی دخپلو شومو اغراضو اونارواګټو دساتنو لپاره دامن خلاف اورته لمن وهی او خپله بقا په دی کی ګوری چی ګډوډی وی او به خړه وی او کبان نیسی . دقانون حاکمیت دجناب کرزی اوددی هیواد داصلی وارثانو یعنی مطلق اکثریت په ګټه دی .

داوه زما غیرجانبدارنه مشوره نوره دکرزی صاحب خوښه چی په زړولارو ځی او که دځان اوملت دبقا دپاره دانوی لاره غوره کوی بی له شکه دالاره سمه لاره ده .

په ماته کشتۍ ناست یم خو په دی لاره یی بیایم  ــــــــــــــــــــــــ خادم بادسایم که وم وم که نه وم نه وم

لیکنه: عبدالهادی خلیل زی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x