افغانستان د استرالیا نیو ساوت ویلز ته بیا ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۷مه، ۱۳۹۳ل): افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د تمریناتي لوبو په ترڅ کې پرون د دوهم ځل لپاره د استرالیا سیمه ییزې لوبډلې، نیو ساوت ویلز ته ماتې ورکړه.

د لوبې پچه ساوت ویلز لوبډلې وګټله او د لومړي توپوهنې پریکړه وکړه.

ساوت ویلز لوبډله ټاکل شوو ۵۰ اورنو کې د ۹ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۳۲ منډې جوړې کړې او افغان لوبډلې ته يي د ۲۳۳ منډو هدف ورکړ.

افغان توپ اچونکې استرالیايي لوبغالو سره لږ اشنا شوي وو او سیال لوبډله يي ډیرو منډو جوړولو ته پرینښوده.

افغانستان لپاره توپ اچوونې په برخه کې یمین احمدزی ۴ او محمد نیي عیسی خیل ۳ لوبغاړو سوځولو سره ښه وځلیدل. ګلبدین نایب او سمیع الله شینواري د یو یو لوبغاړو په سوځولو بریالي شول.

افغانستان ټاکل شوي هدف د ۵ لوبغاړو سوځیدو سره د آخري اور په لومړي بال د عثمان غني په څلوریزه پوره کړه.

د افغانستان توپوهنې برخه کې عثمان غني یو ځل بیا ښه وځلید او ۶۱ منډې جوړلو سره نا سوځیدلی پاتې شو.

په دې لوبه کې نجیب الله ځدراڼ ۴۶، سمیع الله شینواري ۳۲ او ګلبدین نایب ۲۳ منډې جوړې کړې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د