ترکیې کم مصرفه لوی برقي موټر جوړ کړ!

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۷مه، ۱۳۹۳ل): ترکیې اوږدې مودې لپاره چارج ساتونکی برقي موټر جوړ کړ.

ترکیې په نړۍ کې تر ټولو اوږدې مودې لپاره چارج ساتونکی برقي موټر په بریالیتوب وازمایه.

دغه موټر ۲ ساعته چارجولو سره د ۴۰۰ کیلومټره واټن وهلو ظرفیت لري.

دغه نوی جوړ شوی برقي موټر د ترکيي هیواد علم، صنایع او ټیکنالوژي وزیر فکري اشک (Fikri Işık) پخپله امتحان کړ او خبریالانو ته يي وویل چې دغه برقي موټر به ۲۰۲۰ ز کال څخه مخکې بازار ته وړاندې شي.

نوموړي په وینا د دې موټر د کم تولید په سبب بیه يي لوړه ده؛ خو هڅه کوو چې بیه یي ټیټه شي.

دغه برقي موټر د استانبول د تخنیک پوهنتون لخوا طرحه او ډیزاین شوی دی، چې په لومړۍ مرحله کې به د همدې پوهنتون د ټرانسپورټ په برخه کې ترې استفاده وشي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د