افغانستان

پر زرمت ولسوالۍ ډله ييز سرتيري بريدونه روان دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، د تلې۷مه، ۱۳۹۳ل): د پکتيا ولايت پر زرمت ولسوالۍ ډله ييز سرتيري بريدونه روان دي.

د پکتيا ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې طالبانو نن سهار شپږنيمې بجې د زرمت ولسوالۍ پر ودانۍ او شاوخوا امنيتي پوستو ډله ييز سرتيري بريدونه پيل کړي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې ويناپاڼه کې څرګنده کړې، چې د دوی څو تنو سرتېرو ملګرو نن سهار وختي د زرمت ولسوالۍ پر ودانۍ او شاوخوا امنيتي پوستو ډله ييز بريدونه پيل کړي دي.

د مجاهد په وينا لومړی بريد يو تن سرتيري د مازدا ډولي موټر په واسطه د ولسوالۍ  پر نظام قراول وکړ، چې له چاودېدونکو توکو ډک و.

مجاهد زياتوي، چې دغه بريد کې لسګونو امنيتي عسکر او دولتي منسوبين وژل شوي دي.

راپورونه وايي، چې اوس هم د دواړو لوريو له خوا خونړۍ جګړه روانه ده.

د پېښې په اړه د نورو معلوماتو لپاره نن ټکی اسيا سره اوسئ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x