افغانستان

هوايي ډګر ته څېرمه چاودنې مرګ ـ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۷مه، ۱۳۹۳ل): څو شېبې وړاندې د کابل هوايي ډګر ته څېرمه درنه چاودنه وشوه.

سیمې ته څېرمه عیني شاهدان وايي چې له چاودنې وروسته لوګي پورته کېږي او د تلفاتو اړوند مالومات نه لري.

يوې مؤثقې سرچینې د هویت د پټ ساتلو په شرط نن ټکی اسیا ته وویل چې له یادې چاودنې وروسته یوه بله چاودنه هم وشوه چې مرګ ژوبله يې درلوده.

د سرچینې په قول په غبرګو چاودنو کې څلور تنه وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

چاودنه په داسې حال کې کېږي چې د ګډ حکومت د لوړې د مراسمو لپاره د کابل لوی سړکونه د ترافیکو پر مخ تړل شوي او د ډېرې ګڼې ګوڼې د مخنیوي په خاطر په کابل کې عامه رخصتي اعلان شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x