افغانستان

کابل ښارکې ګڼې چاودنې شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۷مه، ۱۳۹۳ل): ویل کېږي چې نن د ولسمشرۍ د لوړې له مراسمو سره جوخت د کابل ښار په بېلابېلو ساحو کې ۸ چاودنې شوې دي.

لومړنۍ دوه چاودنې د سهار شاوخوا اته بجې کابل هوايي ډګر ته څېرمه وشولې، چې د کره سر چینې له قوله پکې څلورتنه وژل شوي او اته انور ټپیان دي. د نظامي کارپوهانو له نظره ښايي د دې چاودنو هدف د لوړې مراسمو ته د راروانو بهرنیو مېلمنو  خنډ و.

له بله اړخه شپږ نورې چاودنې له مخکنیو دوو نږدې یو ساعت وروسته دارګ شاوخوا شوې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یادو شپږو چاودنو مسوولیت منلی او ويلي يې دي چې دغه چاودنې يې له ارګ سره په درې سوه مترۍ کې د چسپکي ماینونو په مټ ترسره کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې : «له چاودنو سمدستي وروسته سيمي محاصره شوه چې له امله يې دښمن ته د اوښتي زيان په هکله شواهد نه دي ترلاسه شوي.»

یاده دې نن د ګډ حکومت مشرانو د لوړې مراسم ترسره کړل چې پکې تر دوو سوو ډېرو بهرنیو مېلمنو ګډون کړی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جبیرعبرت

لہ ٹینگوامنتی تدابروسرہ سرہ بیاھم دکابل زڑہ پہ درنوچاودنولڑزول داسلامی امارت دقوت ،اوپرپلازمینہ دواک اوموجودیت شکارہ ثبوت دہ،اودمزدورے ادارے دضعف سرگنددلیل دہ

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x