خبرونهنړۍ

اردګان د ملګرو ملتونو په غونډه کې «سیسي» ته د وینا اجازه وغندله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۷مه، ۱۳۹۳ل): د ترکیې ولسمشر په ملګرو ملتونو نیوکه کړې چې ولې یې د مصر دکتاتور عبدالفتاح سیسي ته د دې سازمان په کنفرانس کې د وینا فرصت ورکړی.

ښاغلي رجب طیب اردګان، پرته له دې چې د مصري ولسمشر نوم یاد کړي، حیرانتیا ښوولې چې «د ملګرو ملتونو په سازمان کې کودتاچیان خپلې ویناوې اوروي».

ترکي ولسمشر تیره ورځ په استانبول کې د اقتصاد نړیوال کنفرانس ته په وینا کې زیاته کړه:

«یو جمهور رئیس چې ولس ۵۲٪ رایې ورکړي وي، یو وزیر یې راولاړیږي او کودتا پرې کوي، بیا د دیموکراتیکو هیوادونو لخوا مشروعیت هم ورکول کیږي. یو شخص په یوه ورځ کې تر ۵۰۰۰ زیات خلک وژني خو بیا هم موقع ورکول کیږي چې د ملګرو ملتونو په سټیج د وینا لپاره ودریږي».

ښاغلي اردګان له دې واندې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د مصر پوځي کودتا په سختو ټکو غندلې وه.

د مصر د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه توند غبرګون ښوولی، د اردګان څرګندونې يې «دروغ» بللي، او په ترکیه کې یې د نوموړي سیاستونه «له رښتیني دیموکراسۍ څخه لرې» ګڼلي.

ویل کیږي چې په مصر کې تر پوځي کودتا وروسته د ترکیې او مصر اړیکي په نشت حساب دي.

مصر وروسته له هغه د ترکیې سفیر له خپل هیواده وایست چې د اردګان حکومت په مصر کې د پوځي کودتا غندنه وکړه، د مصر دې اقدام ترکیه هم ورته اقدام ته اړ کړه او مصري سفیر یې له خپل هیواده وشاړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x