افغانستان

اشرف غني احمدزي د ولسمشر په توگه لوړه وکړه – مفصل راپور

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۷مه، ۱۳۹۳ل): نن نوي منتخب ولسمشر، محمد اشرف غني احمدزي، دوو مرستیالانو یې او اجراییه رئیس عبدالله عبدالله سره له مرستیالانو یې لوړه وکړه.

د دغو مراسمو لپاره چې نن په کابل کې ورته ځانګړي تدابیر نیول شوي و، له ګڼو بهرنیو هېوادونو څخه بهرني مېلمانه هم راغلي وو. سربېره پر بهرنیو مېلمنو، د دوو انتخاباتي ټیمونو استازو هم دغې غونډه کې گډون کړی و.
د غونډې لومړی ویناوال د هېواد پخوانی ولسمشر، حامد کرزی و. کرزي د خپلو خبرو په پیل کې وویل: «که مې د کار پیل کې دغه تجربې لرلې، شاید ځینې پرېکړې مې په بل ډول کړې وې». حامد کرزي وویل: «یو له ناتمامه کارونو سوله او امنیت دي، چې لا هم نه دی ترلاسه شوي». کرزي زیاته کړه: «که سوله وای، افغانستان به د نن په پرتله ډېر پرمختللی وای». ښاغلي کرزي له خلکو وغوښتل چې له نوي ولسمشر سره همکاري وکړي. کرزي د افغانستان په اړه ډاډ څرګند کړ: «ډاډه یم، چې افغانستان په ښه لار روان دی. سولې ته ژر رسېږو». حامد کرزي له نوي ولسمشر او اجراییه رئیس سره د ملګرتیا او لاسنیوي ژمنه هم وکړه. پخواني ولسمشر حامد کرزي وویل: «ویاړم چې واک نوي ولسمشر ته سپارم».

د حامد کرزي له وینا وروسته، اشرف غني احمدزي ته قاضي القضاة، عبدالسلام عظیمي لوړه ورکړه او بیا ولسمشر خپلو دوو مرستیالانو ته لوړه ورکړه. اشرف غني احمدزي له لوړې وروسته، د اجراییه رئیس څوکۍ، دوو مرستیالانو او د احمدضیا مسعود لپاره د ځانګړي پوسټ (په اداري اصلاحاتو کې د ولسمشر فوق العاده استازي) فرمانونه لاسلیک کړل. ښاغلي غني له دغو فرمانونو وروسته، عبدالله عبدالله او مرستیالانو ته یې لوړه ورکړه.
د لوړې له مراسمو وروسته، اجراییه رئیس، عبدالله عبدالله لنډه وینا وکړه. ښاغلي عبدالله د ملي یووالي حکومت د افغانستان اړتیا وبلله او د همکارۍ ژمنه یې وکړه.

د عبدالله له لنډې وینا وروسته، نوی ولسمشر، محمد اشرف غني احمدزی وینا لپاره سټېج ته وبلل شو. ولسمشر محمد اشرف غني احمدزي مفصله وینا وکړه. اشرف غني خپله وینا د لومړي راشد خلیفه، ابوبکر صدیق (رضی الله عنه) په خبرو پیل کړه. غني هڅه وکړه، چې ولس ته ډاډ ورکړي. ده وویل، چې د امید فضا راستنه شوې ده. لومړی یې له پخوانی ولسمشر، حامد کرزي څخه مننه وکړه، چې واک یې په سوله ییز ډول ولېږداوه او بیا یې له عبدالله عبدالله هم مننه وکړه، چې د دې بهیر په بریا کې يې مرسته وکړه.

اشرف غني دا خبره بیا تکرار کړه، چې د ملي یووالي حکومت د واک وېش نه دی، د دندو وېش دی. کارپوهان په نوي حکومت نیوکه کوي، چې د واکونو د وېش له امله به له انارشۍ سره مخ وي. غني وویل: «د افغانستان سیاسي پروسه په ولسواکۍ ولاړه ده».

ښاغلي غني احمدزي وویل: «د جهاد د اصلي وارثینو پوروړی یم. د جهاد اصلي وارثین د افغانستان خلک دي». په تېرو دیارلسو کلونو کې د جهاد له امتیازاتو یوې ځانګړې ډلې ګټه پورته کړې ده.

اشرف غني احمدزي له طالبانو وغوښتل، چې سیاسي مذاکراتو ته چمتو شي. له طالبانو سره د خبرو مسئله هم د ښاغلي غني او عبدالله د لیدلوریو له تفاوتونو سره مخ ده.

نوي ولسمشر یو ځل بیا د موازي حکومت یادونه وکړه: «د ثبات تامین د موازي حکومتونو له ختمولو پرته ممکن نه دی. د ملي یووالي حکومت له تحکیم سره به ټولو موازي حکومتونو ته د پای ټکی کښېږدم». په افغانستان کې لا هم داسې چارواکي شته چې د مرکزي حکومت له فرمانونو سرغړونه کوي.

اشرف غني د حکومتدارۍ په اړه د خپلو طرحو یادونه وکړه: «د مقننه او اجراییه قوو ترمنځ قرارداد منځ ته راوړو. هر وزیر به هر کال ملي شورا ته راپور ورکوي».

ولسمشر وویل: « امنیت په زور راتلای شي؛ خو ثبات بیا مشروعیت ته اړتیا لري». دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان ورځ تر بلې له سیاسي بې ثباتۍ سره مخ کېږي.

محمد اشرف غني احمدزي د افغانستان د افغانستان د ستونزې بهرنیو ريښو ته اشاره وکړه. د خپل بهرني سیاست پنځه حلقې يې په ګوته کړې. اشرف غني پنځې حلقې داسې مشخصې کړې: ۱. گاونډیان، ۲. اسلامي هېوادونه، ۳. اسیاسي هېوادونه، ۴. امریکا، اروپا، کاناډا او جاپان او ۵. نړیوال سازمانونه. اشرف غني وویل، افغانستان به د اسیا په پل بدلوم.

ولسمشر اشرف غني وویل، چې لومړنی سفر به د عمرې لپاره سعودي عربستان ته کوي.

ولسمشر اشرف غني احمدزي له وینا وروسته، د ولسمشرۍ د تشریفاتو کنډک ته ښه راغلاست وویل او د هغوی سلامي يې ومنله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

سلامونه او احترام دوهم مداري هم د هماغو خبیثو څېرو تر منځ محاصره ښکاري چې دا دیارلس کاله یې کرزی محاصره کړی او لکه نانڅکه داسې ولوباوه. مرګ پر جنایتکار وحشي دوستم مرګ پر جنایتکار وحشي عبدالله مرګ پر خاین او متعصب احمد ضیا مسعود مرګ پر جنایتکاره وحشي قانوني مرګ پر خاین او مورغودي کرزي چې شرمښان یې پنډ او پیاوړي کړل او د هیواد ننګ او خپلواکي یې پرې ولوټل د کرزي په شمول ټول لاسپوڅي د سولې له سپیڅلي نامه څخه پیل فهم لري، د دوی د سولې ارمان دادی چې ازادي غوښتونکو افغانانو غږ، ارادې او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x