مدني فعالان: د تړون لاسلیک ملي خیانت دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۷مه، ۱۳۹۳ل): د مدني ټولنو فدارسیون  پخپله خپره کړې خبرپاڼه کې له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیکول یو ملي خیانت ګڼلی او د دې تړون د نه لاسلیک لپاره هڅې خپل مدني حق بولي.

د مدني ټولنو په دغه خبرپاڼه کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله تر منځ د واک وېش د اساسي قانون ښکاره مخالفت ګڼلی دی.

دوی په ټاکنیزو ناندریو کې د ټاکنو کمیسیون هم ملامت ګڼلی چې له قوله يې د خیانت له امله يې پایلې وځنډولې.

په دې خبرپاڼه کې له امریکا سره د تړون لاسیلک د هېواد د عزت، شرف او خپلواکۍ خرڅول بللي او ویلي يې دي چې دا دهېواد له ملي ګټو سره پوه په خطر کې دی.

د خبرپاڼې له مخې: «له امريکې او بل هر هیواد سره داسې امنیتي یا ستراتیژیک تړونونه، چې د نورو د استخباراتي، نظامي، سیاسي او اقتصادي ګټو د خوندي کولو لپاره په هيواد او سیمه کې د اوږدې جګړې د تداوم، وینې تويېدلو او مرګونو د تسلسل سبب وي، او افغانستان د ملي ګتو، سولې، ثبات، سیاسي، اقتصادي او نظامي پرمختګونو هيڅ عملي تضمين په کې نه وي، مردود او د هیواد پر خپلواکۍ، ملي ګټو او د خلکو پر ژوند او وینو سوداګري ګڼو او پر وړاندې يې پراخه مبارزه خپل مدني حق بولو.»

دا په داسې حال کې دی چې ټاکل شوې ده، سبا ته د ګډ حکومت مشر له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړي.

ډاکټر اشرف غني احمدزي نن د لوړې په مراسمو کې د سولې پر راتګ او ارزښت ټینګار وکړ، خو ورسره جوخت سیاسي مبصرینو د نوموړي دغه څرګندونې غولوونکې وبللې او ويلي يې دي چې د تړون لاسیلک او سوله دوه متضاد مسایل دي چې یوځای کېدل يې ناشوني دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د