نظــرنن په انځورونو کي

حامد کرزی څوک و؟/ انځوریز

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۶مه، ۱۳۹۳ل): تیره شپه د حامد کرزي د دیارلس کلنې واکمنۍ وروستۍ شپه وه. نن حامد کرزی واک بل ولسمشر، ډاکټر اشرف غني احمدزي ته وسپاری. حامد کرزی په ۲۰۰۱م کې د بن د غونډې له لارې د لنډ مهالې، بیا منځمهالې او وروسته بیا د دوو انتخابي دورو ولسمشر و. کرزی کابو دیارلس کاله د افغانستان ولسمشر پاتې شوی دی. له ظاهر شاهر پرته، په نژدې تاریخ کې د کرزي تر ټولو اوږده واکمني ده. د حامد کرزي منتقدین وايي، چې کرزی یو چالاک انسان دی. پاکستاني دیکتاتور، پروېز مشرف ویلي و، چې حامد کرزي د هرې غونډې د ګډونوالو په خوښه خبرې کوي. حامد کرزي تل طالبان خپل وروڼه بللي دي. مګر د سولې په برخه کې یې بیا په هڅو ډېر شکونه کېدای شي. د حامد کرزي په دیارلس کلنه واکمني کې، د هرې ورځې په تېرېدو سره د ناامنۍ لمن پراخه شوې ده. اوس جګړه د کابل تر دروازو پورې رسېدلې ده. راتلونکي ولسمشر ته د کرزي یو میراث، یو ناامن افغانستان دی.

د کرزي د شخصیت او کړنو په اړه مختلف قضاوتونه شته؛ خو دلته مو د هغه له ژوندلیک سره اشنا کوو:

حامد كرزی د عبدالاحد كرزي زوی او د خيرمحمد خان لمسى د۱۳۳۶ هجري لمريزكال د لیندۍ په ۹مه كندهار ښار ته څېرمه د كرز په كلي كې زيږيدلى دى.

عبدالاحد كرزی د حامد كرزي پلار د پوپل زايي قوم او د هيواد د سياسي مشرانو له ډلې څخه شميرل كيږي چې د ميلادي سنې په شپيتمه لسيزه كې د افغانستان په شورا كې د مرستيال په توګه په دنده بوخت و.

كله چې عبدالاحد كرزي د پارلمان غړيتوب ترلاسه كړ له خپلې كورنۍ سره كابل ته راغی. هغه وخت حامد كرزی د محمود هوتكي لومړني ښوونځي، سيد جمال الدين افغاني او وروسته بيا د حبیبیې عالي ليسې ته شامل شو.

کرزي له حبيبیې ليسې څخه د فارغيدو وروسته په ۱۳۵۵لمریزكال كې د نورو زده كړو لپاره هندوستان ته لاړ او د هغه هيواد د سملې په پوهنتون كې يې د نړيوالو اړيكو او سياسي علومو په څانګه كې خپلې زده كړې پيل كړې.

حامد كرزي په دغه څانګه كې د ماسترۍ تر کچې زده کړې وکړې او په ۱۳۶۲هجري لمريز كال كې چې د۱۹۸۳ميلادي كال سره سمون خوري له هند نه پاكستان ته ستون شو او د شوروي له يرغل نه د هيواد د ژغورنې په خاطر د مجاهدينو له ليكو سره يو ځای شو او په جهاد او په مبارزه يې پيل وكړ.

حامد كرزي په ۱۳۶۴هجري لمريز كال چې د۱۹۸۵ميلادي كال سره برابر دی د ژورناليزم په څانګه كې د يوې اموزشي دورې لپاره فرانسې ته لاړ. د فرانسې د ( ليل ) په ښار كې د دغه درۍ مياشتني كورس په بشپړيدو سره پيښور ته ستون شو او د پروفيسور صبغت الله مجددي په مشرۍ د ملي نجات د جبهې د تنظيم د اطلاعاتو د ادارې د امر او بيا وروسته د دغه تنظيم د سياسي دفتر د مرستیال په توګه په دنده بوخت شو.

حامد كرزي د مجاهدينو د لنډمهالي حكومت په رامنځته كيدو سره په ۱۳۶۸كال كې د دغه لنډمهالي حكومت د رئيس د بهرنيو اړيكو د دفتر د رياست دنده پرغاړه واخيسته.

حامد كرزی په افغانستان كې د مجاهدينو د حكومت له تاسيس وروسته په ۱۳۷۱هجري لمريز كال كې چې د۱۹۹۲ميلادي كال سره سمون خوري د افغانستان د بهرنيو چارو سیاسي مرستیال شو.

دوه كاله وروسته هغه مهال چې د جهادي ډلو ترمنځ دواك پر سر خپلمنځي جګړې په كابل كې توندې شوې، حامد كرزي دولتي څوكۍ پريښوده او د لويې جرګې د جوړېدو لپاره يې خپلې هڅې پيل كړې.
په ۱۳۷۹هجري لمريز كال كې چې د۲۰۰۰ميلادي كال سره سمون خوري د حامد كرزي پلار د پاکستان په کوټه ښار کې ترور شو.

ولسمشري

حامد كرزي د ۱۳۸۰ کال د لیندۍ د میاشتې په ۱۴مه نېټه چې د۲۰۰۱ميلادي كال ددسامبر له۵ مې سره برابره ده دالمان دبن دغونډې دګډون كوونكو له لوري دلنډمهالې ادارېد رئيس په توګه وټاكل شو او د هماغه كال د دسامبر په ۲۲نيټه يې د كابينې له غړو سره يو ځای دوفادارۍ لوړه ترسره كړه .

ښاغلی حامد كرزی د ۱۳۸۱ کال د غبرګولي په ۲۳مه چې د د۲۰۰۲ميلادي كال دجون له۱۳مې سره برابره ده،د بيړنۍ لويې جرګې دغړو له خوا د افغانستان د اسلامي انتقالي دولت د رئيس په توګه وټاكل شو.
حامد کرزی د ۱۳۸۳ کال د جمهوري ریاست په لومړیو انتخاباتو کې د جمهور رئیس په توګه وټاکل شو. او د هماغه کال د قوس په ۱۷مه چې د ۲۰۰۴ کال د ډسمبر له ۷مې سره سمون خوري، د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د وفادارۍ لوړه وکړه.

حامد کرزي د دوهم ځل لپاره د ۱۳۸۸ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ځان کاندید کړ او د دوهم ځل لپاره د افغانستان د جمهور رئیس په توګه انتخاب شو او د هماغه کال د عقرب په ۱۹ مه د بهرنیو لوړ پوړو چارواکو په ګډون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د وفادارۍ لوړه وکړه.

ښاغلی كرزی شپږ وروڼه اويوه خورلري .

ښاغلی كرزی په ۱۳۷۸هجري لمريز كال ددلوې په مياشت كې له آغلې دوكتور زينت قريشي سره واده كړی دی.

ښاغلی كرزی دآس دسپرلۍ له ورزش اوپلي ګرزيدو سره زياته علاقه لري. ښاغلی كرزی په پښتو، دری، انګليسی او اردو ژبو ډير ښه ږغيږي. د كتاب د مطالعې او د تلويزيون د خبري او علمي پروګرامونوسره مينه لري.

 

د امریکايي ځواکونو له خوا چاپېر حامد کرزی، له لنډمهالې ادارې وړاندې.
د امریکايي ځواکونو له خوا چاپېر حامد کرزی، له لنډمهالې ادارې وړاندې.
۲۰۰۱ د ډسمبر ۲۳مه، حامد کرزي له برهان الدین رباني څخه رسماْ واک تر لاسه کړ.
۲۰۰۱ د ډسمبر ۲۳مه، حامد کرزي له برهان الدین رباني څخه رسماْ واک تر لاسه کړ.
د شمال ټوالو له خوا کلابند کرزی
د شمال ټلوالې له خوا کلابند کرزی
KARZAI (9)
حامد کرزي له ۲۰۰۰م کاله وړاندې د ظاهرشاه له خوا د لويې جرګې د دایرېدو هڅې کولې.

 

 

لومړۍ انتخابي دوره، حامد کرزي ته د وخت قاضي القضات، فضل الهادي شینواری قسم ورکوي.
لومړۍ انتخابي دوره، حامد کرزي ته د وخت قاضي القضات، فضل الهادي شینواری قسم ورکوي.
د کرزي په واکمنۍ کې پخوانی پاچا هم هېواد ته راوګرځېد
د کرزي په واکمنۍ کې پخوانی پاچا هم هېواد ته راوګرځېد
د بوش په غیږ کي، تر اوباما د بوش سره د کرزي اړیکې ښې وې.
د بوش په غیږ کي، تر اوباما د بوش سره د کرزي اړیکې ښې وې.
لومړی انتخابي دور، حامد کرزی یې مرستیالانو ته قسم ورکوي.
لومړی انتخابي دور، حامد کرزی یې مرستیالانو ته قسم ورکوي.
حامد کرزی له پاکستاني دیکتاتور، جنرال مشرف سره
حامد کرزی له پاکستاني دیکتاتور، جنرال مشرف سره
کرزی بوش ته د غازي امان الله خان مډال ورکوي
کرزی بوش ته د غازي امان الله خان مډال ورکوي
۲۰۰۹ کال کې حامد کرزي د سولې عالي شوا تاسیس کړه؛ خو کومه پایله یې ترلاسه نه کړه.
۲۰۰۹ کال کې حامد کرزي د سولې عالي شورا تاسیس کړه؛ خو کومه پایله یې ترلاسه نه کړه.
د امریکا د پخوانۍ بهرنیو چارو وزیري هیلاري کلنټون سره
د امریکا د پخوانۍ بهرنیو چارو وزیري هیلاري کلنټون سره
د پاکستاني فوځ د پخواني مشر اشفاق کیاني، او جان کیری سره
د پاکستاني فوځ د پخواني مشر اشفاق کیاني، او جان کیری سره
د امریکا ولس مشر باراک اوباما سره د ستراتیژیک تړون امضا
د امریکا ولس مشر باراک اوباما سره د ستراتیژیک تړون امضا
په کندهار کې د خپل وژل شوي ورور احمد ولي کرزي په جنازه کې
امریکايي جنرال پټریاس ته د وزیر اکبر خان مډال ورکوي
امریکايي جنرال پټریاس ته د وزیر اکبر خان مډال ورکوي
د امریکايي بمبار له وجي د ولسي وګړو په شهادت باندي په مطبوعاتي کانفرانس کې وښکې تویوي
د امریکايي بمبار له وجي د ولسي وګړو په شهادت باندي په مطبوعاتي کانفرانس کې وښکې تویوي
حامد کرزي د سټېج پر سر صبغت الله مجددي سره لفظي شخړه وکړه؛ مجددي غوښتل چې تړون لاسلیک شي.
حامد کرزي د سټېج پر سر صبغت الله مجددي سره لفظي شخړه وکړه؛ مجددي غوښتل چې تړون لاسلیک شي.
د جنوبي افریقا د نامتو رهبر، نلسن منډېلا د ښخولو غونډه کې ګوښی حامد کرزی
د جنوبي افریقا د نامتو رهبر، نلسن منډېلا د ښخولو غونډه کې ګوښی حامد کرزی
مخه ښه غونډه کې
مخه ښه غونډه کې
وروستۍ خدای په اماني
وروستۍ خدای په اماني

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Malim

یو دروند خویه افغان او په ډیرو سختو شرایطو کښی د داخلی خاریجی او فاسدو مضرو ګاونډیانو او خپل ناپوهه او د پردیولخوا غولیدلی اولس سره سخت ترینه دوره یی تیره کړه او د افغانستان په تاریخ کښی یی د سوله ایز واک بی مثاله تاریخ تر شا پریشود. کرزی هره ورځ حتمی سهار د قرانکریم یوه سپاره تلاوت کاوه د لمانځه سخت پابند وه او په هیڅ بی پته سپک کار کښی حتی په دروغو هم متهم نشو چه نسبت پاکستانی او ایرانی چارواکو ته سل چنده با شخصیته سړی وه . تل بریا او په او اخیرنی د… نور لوستل »

چوپان

د دومره لوی غلام او هغه هم د امریکا او ناتو غلام، د نړیوال یهودی استعمار غلام چه له مرمیو ، دالر دیر کاروی، هغوی چه د همدی فتنو او مستعمرو د تر لاسه کولو او ساتلو د پاره وزارتونه لری او د هغه وزارتو لوړ رتبه مامورینو په همدغو شیطانی کړنو کی دکتوری او ماستری تر لاسه کړی چه د مطلوبو هیوادو د مستعمره کولو د پاره چه په هغو هیوادو کی کوم غلامان په ګوته کوی ، روزی او پانګونه پری کوی څومره باید دوی ته وفادار وی او په ځانګړی ډول جمهور ریسان خو له څو نسلو… نور لوستل »

اجمل پښتین

چې یوه سیپاره قرآن یې تلاوت کول په هغه کې به حتما دا توري هم ورته راتلل چې یا ایهاالذين آمنوا لا تتخذوالیهود والنصاری اولیاء ، او دا مبارک آیت چې ومن یتولهم منکم فانه منهم ، خو عمل یې ورباندي نه کول ، دامریکایانو ترټولو لوی غلام او دانسانیت قاتل بش ته یې د غازي اکبرمډال ورکړ، او د انسانیت افغانیت او مسلمانیت په ټټر یې یو لوی داغ کښېښود ، هغه لکه چالاکه ګیدړ هرې خواته خوله اچوله ، خو دالله تعالی حضور ته به ورشي او بیا به خبرشي چې دلته دم اوقدم دواړه په حساب دي

غوربندي

د هغو سپکه او پست فطرتي له قیاس او مقیاس څخه وتلې چې تر ټولو سپک او ذلیل انسان ته دروند وایي

نوید

ډیر په زړه پوری

ډاکتر احمدی

دشخصیت په اړه یی زه څه نه وایم ځکه ځه په خپله قاضی نه یم تاسی ډیر ی خبری وکړی

ښه معلومات وو مننه له ادمین نه

خو هغه اوښکی یی چی د بهرنی عسکرو د ظلم به وړاندی تویی کړی ما لږ ځان ته نیږدی کوی

نوری ډیر ګیلی شته دی

pattang

خو د کرزي په بیو ګرافي کې یو شی ندی یاد شوی او هغه دادی چې کرزي په پاکستان کې د سي ای اې سره اړکي لرل او د سی ای اې سړی دی ، دا کومه پروپاګنده نده بلکې ډيرې خارجي منبع هم داخبره لیکي !
د کرزي غټ خیانت پورته عکس دی چې د سې ای اې د خاصو عساکرو په منځ کې لیدل کیږي !!

غلام حضرت

اصلاً بله خبره: زموږ وطن له هر نظره یو استثنائی وطن دی. یوازنی هیواد دی چه ملی رهبر نلری، د ځینو حاکمیتونو په دوران کی حتی د افغانستان د دولت مؤسس یعنی لوی احمد شاه بابا او میرویس خان نیکه ته په درنه سترګه ندی کتل شوی، دا لا څه چه همدا نن ورځ ځینی بد جنسه کړۍ نوموړو دوو ملی شخصیتونو ته په سپکه سترګه ګوری. زموږ ملی! شخصیت! د قومی او نژادی او فرهنګی او ایډیولوژیکی ترکیبونو په اساس تشکیل شویدی یعنی پر یوه عمومی ملی پانګه فکری توافق نه سره لرو. بله خبره داچه: زموږ اکثره باسوادان… نور لوستل »

محمد

هغه انځور یی چي یوي کافری ته سر پر رکوع دی تاسو باید حطما خپور کړی واي که یي تاسي نلری زه به یی درته ولیږم

Back to top button
9
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx