نظــر

افغانستان د تاریخ په تر ټولو نرۍ څنډه!

U.S.-DoD-Map-NATO-Afghanistan-Occupationبسم الله الرحمن الرحیم

د هیواد هر اړخیز روان کړکیچن حالت ته په کتو ډاګیزه کیږي چې اوس مهال تر بل هر وخت زموږ هیواد په ستونزمن او خورا پیچلي حالت کې قرار لري. د هیواد سیاسي، اقتصادي، ټولنیز، کلتوري او ملي جوړښتونه له لویو ستونزو سره لاس او ګریوان دي. په داسې حالاتو کې د هیواد له عامو وګړو لاره ورکه ده او هر څه ګونګ او راتلونکی پیکه غوندې ښکاري.

لوېې او برخلیک ټاکونکې ستونزې چې تر اوسه ېې ساری نه لیدل کیده په لاندې ډول دي:

۱- ځمکنۍ بشپړتیا: دا تر لمر روښانه ده چې لویدیځوالو او په تیره بیا امریکا د خپلو لسګونه کلونو پلانونو عملي کولو لپاره افغانستان ټاکلی وو او په دې لار کې ېې د لوبډلو په لوبولو او په خپله په لږ بیه افغانستان لاندې کړ، له دوی سره د نړۍ نږدې پنځوس نورو هیوادونو هم دلته خپل پوځي شتون څرګند کړ او افغانستان ېې د نړیوالې جګړې ډګر وګرځاوه.

د افغانستان جیؤپولیتیک او ستراتیژېک موقعیت ته په کتو د نړۍ له سلو څخه زیات هیوادونه په مخامخ ډول او یا د پرې تر شا د افغانستان په کړکیچ کې ښکیل دي او ډیر ېې په ماهرانه توګه د خپلو پټو ځري (استخباراتي) کړیو په مرسته د نورو پر وړاندې زموږ له خاورې، خلکو او توکو څخه ګټه اخلي. په دې وروستیو کې د فرانسوي استخباراتي کړیو پراخ شتون څرګندوي چې دوی ته ورته په لسګونه هیوادنه په پټه له نورو سره په جګړه بوخت دي.

زموږ لرې او نږدې ګاونډیان چې له ډیر پخوا څخه ېې افغانستان د سترګو اغزی دی، له وخت څخه په ګټه اخستو ښه ځواکمن شوي، ډیر ېې اتومي ځواک لري او د افغانستان نننی حالت د خپلو شومو موخو د تر لاسه کولو لپاره ښه او وړ ګڼي. په دې وروستیو کې د پاکستان هواېې او ځمکنې بریدونه چې زموږ د لوړپوړو چارواکو او نړیوالې ټولنې یو لږ څه غبرګون ېې هم راونه پاراوه، د دې خبرې ښه ګواه دي. له بل پلوه ایران هم غلی نه دی ناست او وخت ناوخت ېې زموږ د هیواد خاوره او هوا ګواښلې ده او د پولو بریدونه ېې ځای ځای بیځایه کړي دي. دې ته ورته چین روسیه او هند هم زموږ په پولو او خاوره کې د خپلو ګټو د خوندي کولو په لټه کې دي. د شمال د ځینو لنډه غرو له خوا د خراسان په نوم د شمالي هیواد غوښتنه او یا هم د نړیوالو لوبډلو له لوري طالبانو ته د جنوبي ولایاتو د سپارلو ګونګوسې ډیرې ویروونکې دي.

۲- ملي یوالی: د تاریخ په اوږدو کې تر بل هر وخت زیات اوس ملي یوالی ټکنی او اسکیرلی دی. زموږ د اولس او هیواد دښمنان د خلکو او قامونو تر منځ د ژبنیو، مذهبي، سیمه ایزو او ټبریزو توپیرونو په رالویولو سره د خلکو په بیلوالي کې ښه بریالي شوي دي. د هیواد په ګوټ ګوټ کې د بیلابیلو ټبرونو او ټولنو تر منځ ژور درزونه او کرکې رامنځته شوې دي او د زغم او اسلامي وروګلوی دیوالونه له بیخه نړیدلي دي. په دولتي ادارو کې د ټبر او توکم په نوم لوبو زور اخستی او د وړ او مسلکي هغو کسانو ځای چې د وزیر او یا رئیس له سیمې او یا ټبره نه وي، هغه ناوړه او بې مهارته کسان نیسي چې د وزیر او یا رئیس له ټبر او یا سیمې څخه وي. په دې وروستیو کې د کورنیو چارو له وزارت څخه د لوړ پوړو چارواکو یو نوملړ خپور شو چې پکې تر شپیتو ډیر لوړپوړي چارواکي په همدې ډول له خپلو دندو لرې شوي او پر ځای ېې نور کینول شوي وو.

۳- امنیتي حالت: یو وخت به داسې وو چې له کلي به ښارونو ته او له ښارونو کلیو ته تلونکي کسان د ښکیلو ډلو له لوري په نښه کیدل خو په ښار او کلیو کې د اوسیدونکو وګړو ژوند به یو څه خوندي وو، خو اوس کیسه تر هغه هم خرابه ده. په کلیو کې د خلکو تر منځ شخړې وي او تر څنګ ېې د بهرنیو ځواکونو څخه هم بیګناه کسان په نښه کیږي. په ښارونو کې هم هره ورځ چاودنې او جګړې دي او قربانیان ېې تر ډیره بیګناه کسان دي. په لویو لارو کې د پاټکونو تاریخ یو ځل بیا تکراریږي او له خلکو څخه په زوره د پیسو اخستل هماغسې روان دي.

په ځینو ولایتونو کې د کوکنارو کر کیله چې د طالبانو د واکمنۍ په وروستي کال صفر ته رسیدلې وه، یو ځل بیا خپل وروستي برید ته رسیدلې ده. په ۲۰۰۱ ز کال کې بریتانیايي ځواکونو د لسو کلونو په اوږدو کې د کوکنارو د کرکیلې د پوره له منځه وړلو وعده وکړه، هماغه مهال ماته دا واټن ډیر اوږد ښکاره شو، خو د لسو کلونو په تیریدو سره نه یوازې دا چې دا بوټی ورک نه شو، بلکې کر کیله ېې تر ټولو لوړې کچې ته ورسیده.

له ځینو پیښو په ښکاره څرګندیږي چې بهرنیان په لوی لاس د امنیت په خرابیدو کې لاس لري. د ډیرو کسانو د سترګو لیدلي حالت له مخې بهرنیان په خپله په لویو لارو کې بمونه ږدي او بیا هغه له لرې الوزوي او د خپلو فلمونو او یادګاري انځورونو البومونه پرې ډکوي.

د بهرنیانو هغه ځواکونه او وسلې چې په کلونو ېې د جګړې ډګر نه وو لیدلی، افغانستان ورته د ازموینې په ډګر بدل شوی، دلته خپلې هر ډول وسلې او ځواکونه ازموېې او په ترڅ کې ېې زموږ بیګناه وګړي د مرګ کندې ته ورټیل وهي او یا ېې د اوږده مهال لپاره په ستونزو کې ښکیلوي.

۴- سیاسي کړکیچونه: له لویه سره د هیواد واګې د داسې کسانو په لاس ورکول شوې دي چې یوازې په داړه مارۍ او تالان کې ېې ښه مهارت درلود. په ټولو بنسټیزو ګدیو پخواني ټوپکماران، پاټکیان، دوه مخي، ناوړه او ناپوه کسان چې په هره واکمنۍ کې یوازې د څوکۍ په لټه وو او له لویدیځ څخه راغلي د پیسو لیونیان ګمارل شوي دي. د سیاسي تندې ماتولو او جیبونو ډکولو لپاره ډول ډول سلاکاران، څو ډوله کمیسیونونه او شوراګانې او دې ته ورته بنسټونه رامنځته شوې دي چې کار ېې یوازې د خلکو په سترګو کې خاورې اچول دي او بس. د ولسي جرګې او دولت تر منځ وروستۍ لانجه او تر څنګ ېې په ولسي جرګه کې د ننه د استازو تر منځ شخړې او لاس اچونې زموږ د سیاسي خامتوب ښې نښې دي.

د بن له پریکړې وروسته د افغانستان سیاست داسې څرخول کیږي چې پکې لتاړ کسان یوازې د خپلې څوکۍ ساتلو هڅه وکړي او له نورو لوبو او پلانونو لرې وساتل شي. د ګوتو په شمیر کسان او ډلې د دولتي بنسټونو په رګونو کې ننوتي او له یوې څخه بلې څوکۍ ته اړول را اړول کیږي.

بهرنی سیاست هم له صفر څخه په کښته حالت کې دی او په بهر کې د میشتو افغان اوسیدونکو حالت د کتلو وړ دی. په ختیځو سیمو کې د پاکستان له لوري د توپونو او بمونو د بیدریغه بمباریو او په همدې حال کې د ایران پر پوله د افغان کډوالو او اوسیدونکو پر عامه وژنه د بهرنیو چارو وزارت چوپ پاته کیدنه او سوړ غبرګون د زغم وړ نه دی. په بهرنیو هیوادونو کې د افغانستان په سفارتونو کې له ټاکل شوي کسان له یوې مخې ناوړه او د سیمه ایزو او شخصي اړیکو پر بنسټ دي، چې تر ډیره ېې ستونزې د حل له کچې لوړې کړې دي.

۵- کلتوري یرغل: هیواد ته د تش په نامه دموکراسۍ له راتګ سره یوازې د پردیو کلتوري او فرهنګي یرغلونو ته لاره هواره شوه. د سیمې او نړۍ له بیلا بیلو هیوادونو څخه ډول ډول کړنې او دودونه زموږ په کلتور راوتپل شول او پکې ېې زموږ ساده او سپیڅلی کلتور کرغیړن کړ. د بهرنیو او په تیره بیا هندي سریالونو ژباړې او خپرونې په خپل ټول زور د هیواد په ټلویزیونونو کې دوام لري چې ورسره د هندي خرافاتو او غلطو ګروهیزو اندونو لړۍ هم د هیوادوالو په باورونو منګولې لګولې دي او ګڼې ستونزې ېې زیږولې دي. د کلتور وزارت ته د څووم ځل لپاره داسې یو کس غوره کیږي چې د ایران هیواد تر مخامخ اغیز لاندې دی او دلته د همغه هیواد د کلتور او ژبې د پراختیا او عامونې لپاره هڅې کوي. د هیواد د نومیالیو او ویاړونو پر ځای د پردیو ویاړونو ته لومړي توب ورکول کیږي او په لوی لاس هڅه کیږي چې زموږ تاریخ تر پښو لاندې شي. د بیلګې په ډول د هرات په ښار کې چې نږدې اویا سلنه اوسیدونکي ېې دري ویونکي پښتانه دي، د ښار لوېې لارې او واټونه د ایراني لیکوالانو او شاعرانو په نومونو نومول شوي دي خو د افغاني نومیالیو په نوم کوم ستر واټ او یا ودانۍ نه تر سترګو کیږي.

۶- اقتصادي او رغنیزې چارې: د هیواد تش په نامه بیا رغونه او جوړونه هم هومره ټکنۍ او درواغجنه ده چې د یوه کوچني ګواښ پر وړاندې هر څه په هیڅ شمیرل کیږي. د بې شمیره مرستو او میلیاردونه ډالرو په راتګ سره بیا هم د هیواد له لویو ستونزو څخه یوې ته ېې هم د حل لار ونه موندل شوه او په ځینو برخو کې حالت تر پخوا هم ډیر بد دی. د لسو کلونو په تیریدو سره د هیواد کړییز سرک یو له بل سره ونه تړل شو. کلي خو پر ځای پریږده، په لویو ښارونو کې د بریښنا ستونزه لا هم شتون لري. په رغنیز بهیر کې د ونډه لرونکي کس په توګه په زغرده ویلی شم چې رغنیزو پروژو ته له ځانګړو شوو پیسو څخه لس سلنه ېې هم پر ځای نه لګول کیږي او هرې پروژې او پلان ته په سیاسي نوم ورکولو سره په یو دول نه یو ډول له هغو څخه د ناوړه ګټه اخستنې لارې چارې لټول کیږي. په دولتي ادارو کې درغلۍ خپل وروستي برید ته رسیدلې دي هیڅ داسې چارواکۍ به ونه موندل شي چې په یو ډول درغلۍ کې ککړ نه وي.

په افغانستان کې میشت بهرنیان او د افغان دولت لوړپوړي چارواکي په پراخه کچه په درغلیو کې لاس لري او تر اوسه ېې په زرګونه میلیونه ډالر له کومي تیر کړي دي. په درغلیو ککړ ډیر لوړ پوړي کسان له رسوا کیدو وروسته په ډاډه زړه په بهرنیو هیوادونو کې میشت شوي دي او بیا داسې څوک نه دي پیدا شوي چې له دوی څخه وپوښتي چې څه او ولې مو وکړل؟.

تر کومه چې روښانه ده ویل کیږي چې د افغانستان د کلنۍ بودیجې او مرستو ډیره برخه د امنیتي ځواکونو په پیاوړتیا او پراختیا لګول کیږي، خو په دې وروستیو کې د پاکستان له خوا د توپونو په بریدونو باندې د هغوی چوپتیا او نه ځواب د دوی د وړتیا ښکارندويي کوي. دا څرګنده ده چې دوی تر اوسه په درندو وسلو او هوايي ځواک نه دي سمبال شوي او هسې په ماشومانه روزنو غولول کیږي. د بیلګې په ډول په ملي اردو کې د یوه لوړپوړي چارواکي له خولې د یوې شپې د بریښنا لپاره د هغوی د یوه لوی مرکز د تیلو لګښت له سل زره ډالرو څخه زیات دی چې له دې څخه د هغوی د لګښتونو اټکل کیدای شي. د پولیسو حالت له دوی څخه د خندا وړ دی. نږدې ۷۰ سلنه پولیس داسې دي چې هیڅ زده کړې نه لري او ان د یوې ورځې لپاره ېې هم روزنه نه ده تر لاسه کړې.

د بنسټیزو پروژو هیڅ درک نه لګي. له ازبکستان څخه د راغزول شوې بریښنا په مزو او ستنو یو میلیارد ډالره ولګیدل. په کال کې به تر شل میلیونه زیات هم د هغو په ساتنه او بیا رغونه لګیږي، او تر سل میلیونه به زیاتې پیسې ازبکستان ته د برق د بیې او مالیې په توګه ورکوي. که دا ټول د یوې لوېې بریښنايي پروژې په رغولو لګول شوي وای نو تر اوسه به ډیرې ستونزې حل وای.

۷- ښوونیز او زده کړییز حالت: د لسو کلونو په تیریدو سره بیا هم د هیواد ډیرې سیمې د زد ه کړو او ښوونځیو له شتون څخه بې برخې دي. په ښارونو او په ځانګړي ډول د هیواد په پلازمینه کابل کې لا هم ماشومان تر خیمو لاندې زده کړې کوي او ډیری ښوونځي د ښوونکو له نه شتون څخه کړیږي. په سهیل، ختیځ، سهیل لویدیځ او سهیل ختیځو سیمو کې په سلګونه هغه ښوونځي تړل شوي دي چې کلونه مخکې پرانستل شوي وو، د نویو ښوونځیو د پرانستلو لپاره خو هیڅ مهال تر لاسه نه شو. د لوړو زده کړو حالت هم له شک پرته د اندیښنې وړ دی. له سلو زرو څخه زیات زده کوونکي د لوړو زده کړو لپاره ازموینه ورکوي خو ډیره کمه برخه ېې د لوړو زده کړو بنسټونو ته لاره پیدا کوي، یو شمیر هغه چې مالي پیاوړتیا لري، شخصي بنسټونو ته ځي او نور ېې بې برخلیکه کیږي، ځکه نو اړ دي چې یا خو بهرنیو هیوادونو ته د خوارۍ مزدورۍ لپاره مخه کړي او یاهم د مخالفینو له لیکو سره یو ځای کیږي.

۸- روغتیا: په افغانستان کې روغتیايي حالت تر ټولو په ټیټه کچه کې دی. د میرمنو او ماشومانو مړینه د نړۍ په کچه تر ټولو لوړه ده. د ښارونو لوی روغتونونه په ډیر بد حالت کې قرار لري او له اداري درغلیو څخه اغیزمن شوي دي. په روغتونونو کې ناروغانو ته ځانګړې شوې درمل پلورل کیږي او یا هم بیخي هغو روغتونونو ته نه رسیږي. په کلیو او بانډو کې تر لسګونه کیلومتره پورې روغتون او روغتیايي آسانتیاوې شتون نه لري. دبهرنیانو له لوري د کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو څخه د ګټې اخستنې له کبله په نوو زیږیدلو ماشومانو کې د غړو د بدلون او بد رنګۍ پیښې په بې ساره توګه زیاتې شوې دي، ورسره سرطاني ناروغیو هم ښه زور اخستی دی. د هیواد تش په نامه شخصي روغتونونه هسې د پیسو ټولولو لپاره یوه لومه ده او نور ټول ناروغان د درملنې لپاره پاکستان، هندوستان او یا نورو هیوادونو ته ځي.

۹- ټولنیزې ستونزې: د هیواد هر ګوټ د بې وزلۍ او ورانۍ نارې وهي. د شتمنو او بیوزلو تر منځ واټن په بې سارې کچه زیات شوی. په نشه يي توکو د روږد کسانو شمیره هومره زیاته شوې چې له کنټروله بهر دي. په هر واټ او څلورلارې کې د سوال کوونکو کتارونه تر سترګو کیږي. د بیکارانو کچه هم بې سارې ده.

دې ته ورته په لسګونه نورې ستونزې تر سترګو کیږي. په دې هیله چې زموږ چارواکي او نړیوال نور د خلکو په کړاو وکړیږي او افغانستان له دې کړاوه وژغوري.

د یوه رښتینې اسلامي او سوکاله هیواد په هیله.

محمود سعید

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x