نظــر

دپاکستان چارواکی دخپل دی تیری په مقابل کی څه ځواب وایی ؟

Pakistani_soldiers_fire_artilleryدافغانستان او پاکستان ددولتونو ترمنځ دپاکستان دجوړیدو سره سم یولړسیاسی بنیادی اختلافات رامنځ ته شول اودادانګریزانو له خوایوه پلانیزه شوی خبره وه اودهندوستان سره یی هم دغه مشکل ته زمینه برابر ه کړه هلته دکشمیر شخړه او په افغانستان کی دلروپښتنو اودیورند خبره وه .

دوخت په تیریدوسره داتاوتریخوالی لر اوبر کله اوج ته رسیده او کله به یی څه نرمش پیداکړ ولی دانرمش بنیادی نه وساسازو ل و .

یوزیات شمیرلراوبروپښتنو دپښتونستان په نوم دیوخپلواک هیواد غوښتنه کوله اوکوی یی اوداتوری کرښی چی دوه ورونه مسلمان ولسونه سره جداکوی نه منلی  او په دی عقیده دی اووچی  :-

دخـیـبــر دره خـولار دتـلوراتـــلو ده

په کابل او پیښورکی افغان یودی

وختونه تیریدل خو کله چی شهید سردار محمد داود په بابایی ملت محمد ظاهر شاه کودتا وکړه نودپاکستان دوخت حکومتی چاوراکو ددی خبری داوریدو حوصله اوزغم نه درلود او ملایی کلکه وتړله اودخپل جهنمی سازمان آی ، اس ، آی  په رابطه  یی د سی ، آی ، ای دامریکا دمتحده ایالاتو داستخبارتی سازمان سره په لاس یو کولو خپله دښمنی زیاته کړه اودافغانستان په ضدیی خپل ددښمنۍ حرکت تیز او بربڼد که اودابدلون  کي په افغانستان کی  یو کمونستی بدلون ومانه اودشهید سردارمحمد داودخان دذعامت څخه یی غونی رازیګ غوندی شو اودقاطعیت څخه یی په ویره کی شول . هغه یوشمیر افغانی سیاسی څیری چی دداود خان دکودتا څخه وروسته پاکستان ته تللی و اوهلته یی فعالیت کاوه سره راټول شول اوددغه استخبارتی کړیو له خواهغه وخت ښه متشکل اوتنظیم شول چی روسانو په افغانستان نظامی یرغل وکړ اوددی سره سیلاب په مقابل کی بی مبالغی یوزیات شمیر هیوادونو اوحکومتونو سره لاسونه یوکړل اودپاکستان دحکومت دسیمی دژاندارم دنده په غاړه واخیسته او ددغه هیوادونو مادی ، نظامی مرستی یی راغونډولی اودافغان مهاجرولړۍ هم دیو ی ورځی څخه بلی ته زیاتیده او په اووډلو یی سر ه جداکړه او په پاکستان کی ورته کمپونه جوړشول اودتنظیمی رهبرانو له خوا سره نورهم متشکل کیدل وسلی ، مهمات ، لباس اونور جنګی اوتخریبی ضروریات یی پوره کیدل اوافغانستان ته راتلل  او جګړه دیوی ورځی نه بلی ته ګرمیدله .

دپاکستان دوخت نظامی جنرالانو دخپلو استخبارتی شبکو اودامریکا دسی . آی ، ای دعملی پلانونو په پیاده کولو خپله دافغان په وجود کی دواړو خواونه داسی ضربه ورکړه چی خپل دمودو مودو ارمان یی پوره کړاوافغان یی په افغان وواژه اوددی دښمنۍ تاو لانه دی سوړ . دپاکستان حکومت په ظاهر ددوستۍ اوښوروابطو مظاهره کوی ولی په حقیقت او خفا کی په دی خبره صادق نه دی . اوددی څرګندثبوت دادی چی دکنړ په ولایت کی یی دخپلو توپونو په وسیله ډير کنړیان مړه اوزخمی کړل او کورونه یی وران کړل ولی د افغانستان له خوا کوم متقابل برخورد نه دی شوی اودخبرو له لاری ددی تیری اوتجاوز اوښکاره جنګ جګړی ته لمن وهل دحل غوښتنه یی کړی ده اوداعمل یی ددوه ګاونډیانو مسلمانو هیوادونو ترمنځ دټولو اسلامی  او بین المللی قوانینو او میثاقونو خلاف ګڼلی دی او ځواب یی غوښتی  دی چی تراوسه لادا موضوع حل نه ده اوملت راپاریدلی ښکاری په خاص ډول دکنړ خلک دخپل مطبوع هیواد دچارواکو څخه ددی خبری اوتیری دمثبت ځواب  غوښتونکی دی او که نه نو خپل انتقام به په خپله اخلی اودخلکو سره ددی خبری وس شته دی .

دپاکستان دحکومت داډول حرکتونه ددوی دقول اوعمل دتوپیر ښکارندوی دی کله چی دپاکستان اوافغانستان لوړپوړی چارواکی سره په کوم ځای کی په غونډواورسمی بحثونو کی یوځای کیږی ظاهرآ په دی خبره ټینګار کوی چی پاکستان اوافغانستان خلک سره داسلامی اخوت په رسۍ تړلی ورونه دی اوکوښښ به کوو چی دګاونډیتوب په عالی اصولو اوداسلامی اخوت په بیناد سره دورورۍ اوښه ګاونډیتوب ژوندوکړو په افغانستان کی ناامنی دپاکستان دخلکو په تاوان ده اودپاکستان په ناامنۍ کی دافغانستان دخلکو زیان دی .

دادی دپاکستان دنظامیانوله خوا په عمل کی ګورو چی غیر حق بی موجبه دافغانستان په حریم اومستقیما په افغانستان کی دننه دتوپونو اومیزائیلو په وسیله خلک وژنی اوکورونه یی خرابوی .

هغه دپښتوژبی یو شاعر وایی :-

زمـا داوښکو سیلابونو بـــــــــه جهان وړی وی

خلک پوهیږی افغانان دی اوښکی نه تویوی

افغانان دخپل دین اوآین پابند خلک دی دګاونډیتوب دحقوقو اودبین المللی میثاقونو ته وفادار پاتی دی او دخپل مطبوع حکومت دهدایاتو رعایت کوی نوځکه خودداسی ناروا عمل په مقابل کی عکس العمل نه ښکاره کوی او که وپوهیږی چی افغان حکومتی چارواکی دداسی ښکاره تیریو په مقابل کی بیا هم چوپ پاتی کیږی اودسیاسی  او دپلوماسۍ له لاری یی حل کول نه غواړی نوافغانان خو بیا دخپلی ږیری واک بل ته نه ورکوی نوبیا به په سیمه کی داسی یواوربل شی چی نړۍ به یی دوژنی توان ونه لری اومسولیت به یی دپاکستان دحکومت په غاړه وی .

دپاکستان حکومت دی په خبروکی دخپل عمل ثبوت ورکړی اوخپل حدود دی وپیژنی اوخپل وجایب دی ترسره کړی .

افغانان دخپل حکومت څخه جدی غوښتنه کوی دبوسولاندی دی اوبه نه بیایی خپل سیاست دی لوڅ لغړ کړی چی ددی تیریو پوښتنه کولی شی  او که نه ترڅو افغانان تصمیم ونیسی چی څه باید وکړی .

دافغانستان دحکومت دریزډیر ګونګ دی او باید ځان ددی حالت   څخه وباسی او په شپ شپ شپی نه سباکیږی .

پاکستانی چارواکی چی دافغانستان چارواکوته کومی وعدی ورکوی باید په عمل کی خپل خلوص تثبیت کاندی اودافغانانو دپاک نیتۍ څخه دی ناوړه ګټه نه پورته کوی .

ترهغه ځایه چی لیدل کیږی دپاکستان دلوری دقول اوعمل ترمنځ زیات واټن موجود دی اودااخرنی تیری چی دیوازاد خپلواک هیواد په مقابل کی کړی دی زما ددی مدعی څرګند ثبوت دی .

دافغانستان لوی واړه نر ښځی ددی حرکت په مقابل کی چی دپاکستان دنظامیانو له خوا شوی دی دخپل مطبوع حکومت رغنده اوپرځای پریکړی ته سترګی په لاره دي ولیدل شی چی څه کوی وروسته به افغان ولس خپله اراده ښکاره کړی ترڅو نړیوال وپوهیږی چی :-

لاتـــراوسه یی ماغــزه په کرارنــه دی

چاچی ماسره وهلی سرپه سنګ دی

یاخو داچی وایی :–

ګربه میدان امدی میدانیم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x