افغانستان

امنیتي چارواکي: د زرمت په برید کې اته تنه وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۷مه، ۱۳۹۳ل): نن سهار شاوخوا شپږ بجې د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالي او امنیه قومندانۍ ډله ییز سرتيری برید وشو، چې تر نهو بجو يې دوام وکړ.

د زرمت ولسوالي کفتان اخلاص وايي چې لومړی یو موټربم چاودنه د ولسوالي په دروازه کې وشوه چې په خبره يې د ولسوالي، امنیه قومنداني او څارنوالۍ ودانۍ ويجاړې شوې دي.

د زرمت ولسوالي د امنیه قومنداني مسوولین هم وايي چې بریدګرو لومړی د ولسوالي په درازه کې موټربم چاودنه وکړه او وروسته ودانیو ته ننوتل.

د زرمت ولسوالي ولسوال کفتان اخلاص وايي چې په برید کې اته تنه دولتي نظامي مسوولین وژل شوي دي. دوی د کره مرګ ـ ژوبلې اړوند څه نه دي ویلي.

طالبانو د برید مسوولیت منلی او ويلي يې دي چې ودانیو ته يې دروند زیان اړولی او همدارنګه يې ګڼ عسکر وژلي دي.

په ورته وخت کې په کابل کې هم په نږدې اتو چاودنو کې تر لسو ډېرو عسکرو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې ده.

دا په داسې حال کې دی چې د کورنیو چارو وزارت مسوولینو د ولسمشرۍ د لوړې د مراسمو لپاره د کلکو امنیتو تدابیرو خبر ورکړی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x