دیني، سیرت او تاریخ

راځئ د تکبیر تهلیل او حمد سنت ژوندی کړو !

لیکوال: حامد افغان

روانې شپې او ورځې د لوی اختر د میاشتې لومړۍ لسیزه ده، په دې شپو ورځو کې یوه مهم سنت عمل ته په ټولیزه توګه خلکو شا کړې ده او هغه په کلیو، لاروکوڅو او بازارونو کې د تکبیر، تهلیل او حمد ویلو سنت ده، متاسفانه نن سبا موږ د ځیني اختلافي مستحباتو او سنتو په سر له یوه بل سره جګړو او بې پایلې ژورو او اوږدو مخالفتونو ته تیار یو خو یو متفق سنت عمل ټولو شاته غورځولي دی! په دې لنډه لیکنه کې په حدیثو او د صحابه کرامو په اثارو کې د دې سنت عمل اهمیت او کیفیت په لنډه توګه را اخلو.

رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې: تردې لسو ورځو لویې ورځې دالله په نزد نورې نشته او په دې ورځو کې الله ته عبادت ترنورو ټولو ورځو ډیر ګران ده، په دې ورځو کې لا اله الا الله ، الله اکبر او حمد زیات وایئ : ما من أيام أعظم عند الله ولا أحب إليه العمل فيهن من هذه الأيام العشر، فأكثروا فيهن من التهليل والتكبير والتحميد) [رواه أحمد].

امام بخاري رحمه الله په خپل صحیح کې تعلیقاً یو روایت راخیستی ده او وایې: ابن عمر او ابوهریره رضي الله عنهم به په دې ورځو کې ښارته ووتل تکبیرونه به یې ویل او خلکو به هم له دوی سره تکبیر ویلي عمر بن الخطاب رضی الله عنه به په مني کې په خپله خیمه کې تکبیر ویلي، دمسجد خلکو به چې دده تکبیر واوریده هغوی به هم ورسره ویلي دښار خلکو به هم ورسره ویلي او په سیمه کې به دتکبیر انګازې خپرې وې ، ابن عمر به په مني کې په دي ورځو کې تکبیر ویلي، له لمنځونو وروسته به یې ویلي په خپل ځای کې به یې ویلي، په خیمه کې به یې ویلي په مجلس او دتګ په حال کې به یې ویلي.

مستحب داده چې په دي ورځو کې په لوړ اواز سره تکبیر وویل شي خو په اجتماعي صورت سره یې ویل ندي پکار هرڅوک یې باید له ځان سره په لوړ اواز ووایې. او د دې تکبیر په اړه مختلف روایتونه راغلي دي زه یې مشهور دری روایتونه دلته را اخلم نو هر څوک کولی شي له دې دریو نه کوم یو خوښ کړي، او څرنګه چې روایات مختلف دي نو یو معلوم روایت تعیین کول لازمي ندي د هر چا خوښه ده چې کوم روایت یې خوښ وي او یا مطلق تکبیر وایې.

د تکبیر دری روایتونه

1) – ( اللَّهُ أَكْبَرُ، اللَّهُ أَكْبَرُ، اللَّهُ أَكْبَرُ كَبيراً)،
عن سلمان الفارسي رضي الله عن أخرجها البيهقي في السنن الكبرى(3/316).

2) – ( اللَّهُ أَكْبَرُ، اللَّهُ أَكْبَرُ، اللَّهُ أَكْبَرُ، لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ، واللَّهُ أَكْبَرُ، اللَّهُ أَكْبَرُ، وللَّهِ الحمدُ)، عن عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه ، أخرجها ابن أبي شيبة في مصنفه(5633).

3) – ( اللَّهُ أَكْبَرُ كَبيراً، اللَّهُ أَكْبَرُ كَبيراً، اللَّهُ أَكْبَرُ وأجَلُ، اللَّهُ أَكْبَرُ، وللَّهِ الحمدُ)، عن عبدالله ابن عباس – رضي الله عنهما -، أخرجها ابن أبي شيبة في مصنفه(5646).

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x